شاته

او ايي سي د طالبانو په پرېکړه مايوسي څرګنده کړې چې جينکۍ یې د کانکور د ازموينې څخه منع کړي

د اسلامي همکارۍ تنظيم [او ايي سي] په افغانستان کې د واکمنو طالبانو په پرېکړه مايوسي څرګنده کړې چې جينکۍ يې د کانکور د ازموينې څخه منع کړي دي.

او ايي سي په ټویټر ويلي، په افغانستان کې واکمنو طالبانو دا بندېز په وروستيو کې د او ايي سي لخوا د افغانستان د تازه پرمختګونو په اړه د شوې بېړنۍ غونډې وروسته لګول شوی دی.

د غونډې وروسته د واکمنو طالبانو څخه غوښتنه شوې وه چې هڅې دې وکړي چې د جينکو دپاره سکولونه او پوهنتونونه پرانيزي.

طالبانو د او ايي سي تازه څرګندونو ته په سمدستي ډول غبرګون نه دی ویلی.

په افغانستان واکمنو طالبانو د شنبې په ورځ تر نامعلومې مودې پورې په خصوصي پوهنتونونو کې نجونو ته د داخلې په ازموینو کې د ګډون داجازې نه ورکولو امر کړی دی.

د طالبانو د لوړو زده کړو د وزارت ویاند ضیاء الله هاشمي د شنبې په ورځ امریکا غږ ته منلې چې دوی د ټول هیواد په کچه خصوصي افغان پوهنتونونو ته یو لیک استولی چې د راتلونکي پسرلي سمستر لپاره دې دکانکور ازموینو کې د ښځینه زده کوونکو د ګډون مخه ونیسي.

د داخلې ازموینې به د فرورۍ په پای کې ترسره شي. په لیک کې خبرداری ورکړل شوی هغه پوهنتونونه چې دا فرمان پلي نه کړي له قانوني چلند سره به مخ شي.

د 57 غړو هېوادونو دې سازمان او ايي سي چې د اسلامي نړۍ یو ګډ نړیوال غږ بلل کېږي، په11 جنورۍ بېړنۍ غونډه کې یې په واکمنو طالبانو ټينګار کړی وو، چې د ملګرو ملتونو او د اسلامي همکارۍ سازمان د منشور اصولو او هدفونو ته غاړه کښېږدي او د نړیوالو تړونونو په بنیاد خپلې ذمه وارۍ تر سره کړي:

"د بشري حقونو په اړه په نړیوالو تړونونو کې دې خپلې ذمه وارۍ عملي کړي په ځانګړې توګه د ښځو، ماشومانو، ځوانانو، زړو او معذوره کسانو حقونه دې خوندي کړي".

د اسلامي همکاریو د سازمان مشر براهیم طاها ویلي وو، د ښځو پر تعلیم او کار د بندیز د ستونځو د حل کولو لپاره به د طالبانو د حکومت او د او ای سي د غړو هېوادونو ترمنځ د لا ګټورې همکارۍ او له نړۍ سره د اړیکو د پراخولو دروازې پرانیزي.

د کال 2021په اګست کې چې طالبان په افغانستان واکمن شوي، له دغې وروسته یې د ښځو پر حقونو او ازادۍ پراخ محدودیتونه لګولي، هغوی یې په ډېرو برخو کې له کارونو ویستلي او پارکونو، جیمونو او عامه حمامونو له تګ یې منعې کړي دي.

د دې ترڅنګ طالبانو انجونې له شپږم ټولګي ور په اخوا ثانوي ښوونځیو ته د تللو څخه منعې کړې دي.

تېره میاشت طالب واکمنانو په ناڅاپي ډول پوهنتونونه د ښځینه محصلینو پر مخ تړلي وو، او ښځې یې په ملي او نړیوالو غیر دولتي موسسو کې له کار کولو منعې کړې وې.

ځانګړې ویډیوګانې

 د ګوړو بېعې ښکته شوي دي او کرونده ګر د تاوان سره مخ دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:48 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00