شاته

د ایران په اصفهان ښار کې د پوځ په یوې کارخانې باندې د ډرون برید شوی

واشنګټن - چارواکو د اتوار/یکشنبې ورځې په سهار وویل چې بم لرونکو ډرونونو د ایران په اصفهان ښار کې د شپې په مهال د ایراني قواوو یوه کارخانه په نښه کړې او نقصان یې وراړولی دی. دا پېښه داسې وخت کې مخې ته راځي چې د ایران په تړاو سیمه ییز او نړېوال تناوونه سېوا شوي دي.

د ایران د دفاع وزارت دا معلومات ندي ورکړي چې د دې حملې شک یې په چا راځي. په یوه بله پېښه کې د ایران په شمال لویدیځه سیمه کې د تېلو د صفاکارۍ په یوه کارخانه کې اور ولګېد او ورسره نږدې یوه قوي زلزله هم وشوه چې درې کسان په کې مړه شول.

ایران په منځني ختیځ کې د اسرائیل رقیب ګڼل کیږي او پخوا چې ایران کې د ډرون کومې حملې شوي دي، ګومان ښودل شوی چې د اسرائیلو کار و. د دې نه بغیر، ایران د خپل شمالي ګاونډ، آذربایجان سره هم د تناوه ډک تعلقات لري او په دې وروستیو کې په سرښار تهران کې یو وسله وال کس د آذربایجان په سفارت هم حمله کړې وه چې په کې د سفارت د امنیت مشر ووژل شو او دوه نور زخمیان شول.

په اصفهان ښار کې د خالي/شنبې د ماسخوتن برید شاوخوا یوولس نیمې بجې ترسره شو خو نور جزئیات یې لا څرګند شوي ندي. د ایران دفاع وزارت په یو بیان کې ویلي چې درې ډرونونو د دفاعي ځواکونو په یوې کارخانې حمله وکړه چې په دې کې، ګني دوه ډرونونه یې د ایراني قواوو له خوا رانسکوره کړی شول. بیان کې زیاته شوې چې درېیم ډرون په حمله کې کامیابه شوی، مګر د کارخانې ودانۍ ته یې "وړوکی نقصان" رسولی دی.

د ایران انګریزي ژبي سرکاري ټي وي چېنل – پرېس ټي وي – په موبایل ټلیفون جوړ شوی یو تصویر یې ښکاره کړی چې په کې د ډرون د حملې شېبه معلومیږي. دا حمله د امام خمیني اکسپرس وې ترڅنګ شوې، کوم چې د اصفهان نه شمال لویدیځ پلو، د قم او تهران خوا ته ځي.

تر دې وړاندې، تېر کال په جولائی میاشت کې د ایران د استخباراتو ادارې دعوه کړې وه چې د اصفهان شاوخوا کې یې په حساسو ځایونو د حملې کولو یوه خفیه منصوبه شنډه کړې ده. په اکټوبر کې د ایران سرکاري ټي وي داسې تصویرونه خپاره کړل چې په کې په مبینه توګه یو شمېر کسانو اقرار کولو چې دوی ګني د یوې مخالفې کردۍ پارټۍ غړي دي او غوښتل یې چې د اسرائیلو استخباراتي ادارې تعلیم ورکړی و او دوی نیت درلود چې اصفهان کې د پوځ یو فضائي مرکز په نښه کړي.

فعالان دعوه کوي چې په تېرو لسو کلونو کې د ایران سرکاري ټي وي په سلګونه د جبري اقرارونو ویډیوګانې خورې کړي دي. اسرائیلي چارواکو د شنبې/خالي ورځې د ماسخوتن د حملې په اړه د کوم څه ویلو نه ډډه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

 د ګوړو بېعې ښکته شوي دي او کرونده ګر د تاوان سره مخ دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:48 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00