BBC
 شاته

ښوونځی ۵۵ کاله مخکې جوړ شوی، خو لا هم خپله وداني نه لري

د کاپیسا مرکز محمود راقي ته څېرمه په قلعجه کې امام حسن ښوونځی خپله وداني نه لري. د کرایه شوې ورانې او زړې ودانۍ په انګړ کې یې د څلور ټولګيو زدکوونکي په سړه هوا او په انګړ کې پر زاړه ګردجن ټغر ناست دی او تورې تختې ته ګوي، چې دېوال ته درېدلې ده.