شاته

افغان رضاکاران د یوه اپلکیشن له لارې اړمنو افغانانو ته مرستې برابروي

په داسې حال کې چې په افغانستان کې په نادولتي موسسو کې د ښځو په کار د طالبانو له بندیز وروسته، ډیرو موسسو خپلې بشري مرستې بندې کړي، د افغان رضاکارانو یوې ډلې هڅه پیل کړې چې دغه تشه تر یوې اندازې ډکه کړي.

د احسان هڅاند په مشرۍ د رضا کارانو دې ډلې د یوه اپلکیشن په مرسته په کابل کې اړمنو افغان کورنیو ته خواړه او د اړتیا وړ توکي برابر کړي دي.

د "اصیل"په نوم انلاین اپلکیشن، د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې د رضاکارانو شبکه لري او خلکو ته په ښارونو او لیرې پرتو سیمو کې بیړنۍ مرستې رسوي.

احسان هڅاند وایي په نادولتي موسسو کې د ښځو په کار د طالبانو بندیز یې د مرستو رسولو چارې ټکنۍ کړي دي. هغه وویل: " موږ هڅه کوو چې [په نادولتي موسسو د بندیزونو له امله رامنځته شوې] تشه ډکه کړو. خو دې کار زموږ عملیات هم اغیزمن کړي دي. په ډیرو مواردو کې، موږ ښځینه کارکوونکو ته اړتیا لرو، په ځانګړې توګه هغو کورنیو ته د خدماتو برابرولو په برخه کې چې ښځې یې سرپرستي کوي. نو د دې لپاره موږ ښځینه کارکوونکو ته اړتیا لرو او همدارنګه ځینې نورې قضیې هم شته چې د ښځو شتون پکې اړین دی. مګر د اوسنیو بندیزونو له امله، له بده مرغه زموږ عملیات اغېزمن شوي دي."

د افغانستان کمزوری اقتصاد چې شاوخوا ۱۷ میاشتې وړاندې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له پراخو ننګونو سره مخ شو، اوس یوه نوي پړاو ته داخل شوی او د ژمي په سړه هوا کې د مرستو د بیا پیلېدو په اړه بې باورۍ د خلکو اندېښنې زیاتې کړې دي.

د کابل ولایت پروین چې د اتو ماشومانو مور ده، وایي دا څو ورځې یې په کور کې د خوراک دپاره څه نلرل خو اوس یې د اصیل اپلکیشن د رضاکارانو له خوا د اړینو خوراکي توکو مرسته ترلاسه کړې ده.

هغې وویل: "د ژمي له پیل راهیسې مو وضعیت ډیر خراب و. دا څلور ورځې مو د خوړلو لپاره هیڅ نلرل. ښځې ته د زړه خبره ویلای شې خو نارینه ته نشې ویلای چې څه تکلیف لرې."

د ملګرو ملتونو سازمان او یو شمېر هېوادونو په نا دولتي موسسو کې د ښځو د کاربندیز په اړه ویلي، چې ددغه بندیز دوام به په افغانستان کې بشري ناورین لا پراخ کړي.

تر دې مخکې احسان هڅاند د اصیل اپلکېشن په مرسته د پکتیکا ولایت په ګیان ولسوالۍ کې شاوخوا اتیا کورنیو ته خواړه او د اړتیا توکي برابر کړي وو.