شاته

پمپيو: غني د سولې د خبرو مخالف و؛ صالح: غني واقعي سوله غوښتله

د امریکا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر مایک پمپیو وايي، د افغانستان پخوانی ولسمشر اشرف غني د سولې د خبرو مخالف و. خو د اشرف غني مرستیال امرالله صالح د پمپیو دغه څرګندونې رد کړې.

پمپيو د جمعې په ورځ جنورۍ ١٣ (مرغومي ٢٣) په شيکاګو پوهنتون کې د خبرو پرمهال وويل: "له ولسمشر غني ډېر په تنګ راغلي و دې موږ وهڅولو چې بلاخره ټول افغانان د سولې خبرو پر مېز کېنوو. دا يوه هڅه وه چې ولسمشر اوباما (د امريکا پخوانی ولسمشر) تر هغه مخکې له هغه څخه لږ لاس اخيستى و، ما يوازې غوښتل چې مذاکرات جريان ولري، خو وروسته پوه شو چې ولسمشر غني د هغه مخالف دى. هغه نه غوښتل چې داسي وشي. هغه بيا انتخاب شوى و. هغه له خپل مهم سيال (عبداالله) څخه ټاکنې [ټاکنو نتیجه] غلا کړې وې."

د افغانستان د ولسمشرۍ وروستۍ ټاکنې د ١٣٩٨ کال د تلې مياشتې پر اتمه نېټه تر سره شوې، خو د وروستيو پايلو اعلان يې مياشتې مياشتې وخت ونيوى. د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ١٣٩٨ کال دلو مياشتې پر ٢٩مه محمد اشرف غني د افغانستان د منتخب ولسمشر په توګه اعلان کړ او ويې ويل چې ښاغلي غني د ۹۲۳۵۹۲ رايو په ګټلو سره د ( ۵۰.۶۴ سلنه رايې) وړي دي٠

خو د ښاغلي غني مهم انتخاباتي سيال عبدالله عبدالله د ټاکنو د پايلې "د ټاکنو د غلاو نتيجه، پر ولسواکۍ کودتا او د خلکو له رايو سره يې خيانت" وباله او ويې ويل چې هغه يې د "غيرقانوني بنسټ" څخه پوهيږي او موازي حکومت يې اعلان کړ.

د امرالله صالح غبرګون

ښاغلي غني تر دا مهاله د پمپيو څرګندونو ته غبرګون نه دى ښودلى، خو د افغانستان د پخواني ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح د پمپيو دغه ادعا ته پر خپل ټويټر پاڼه ليکلي: "ولسمشر محمد اشرف غني غوښتل واقعي سوله راشي خو د امريکا پټه پريکړه افغانستان راولپنډۍ ته سپارلى و تر څو د هغو پخپله وينا لوى جنګ (اوکراين+ راتلونکي) ته چمتو شي. هغوى د خپلو ستراتيژيکو ګټو په خاطر انسانيت تر پښو لاندې کړ او اوس د تېښتې اسانه لار دا بې اساسه کيسې دي."

ښاغلي پمپىو له طالبانو سره د امريکا مذاکراتو ته چې د دوحې د سولې تړون د لاسليک لامل شو، وويل: "سختې ناستې وې. په خپلې څلورمه او يا پنځمه ليدنه کې د طالبانو له ارشد مشرتابه، له مرستيال سره مې وليدل چې يو دوست يې هم را وژلى و، خو د امريکا لپاره مهمه وه او بايد کار يې درست تر سره کړى واى."

د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو پخواني وزير په مرکه کې ويلي تمه کېده چې يوه تاريخي لاسته راوړنه چې هغه د سولې توافق و په درى او پنځو کلونو کې لاسته راشي، خو ښاغلى غني په هغه کې ګډون ته چمتو نه و. د ښاغلي پمپيو په خبره ښاغلى غني د دې پر ځاى چې د اوکراين د ولسمشر ولادمير زيلينسکي په څېر په هيواد کې پاتي شوى واى، طيارې ته پورته شو او افغانستان يې پرېښوده او يو ارام ژوند يې انتخاب کړ.

خو ښاغي صالح زياته کړې: "د مونيخ امنيتي کنفرانس په څنډه کې ما هغه ته احتمالات توضيح کړل. يوولس دليلونه مي وړاندي کړل چې زموږ هيواد پاکستان او تروريستانو ته سپارى او دغه سوله نه راولي. هغه وويل، هغه څه چې کولاى شو د دوحې تړون لاسليک پنځلس ورځې وځنډو تر څو تاسو خپل پلويان را ټول کړى. پدې سادګي سره."

د سرتېرو د اېستلو پرېکړه

پمپيو له افغانستان څخه د امريکايي سرتيرو وتلو څرنګوالي په اړه شکايتونو ته ځواب کې وويل چې د امريکا متحده ايالاتو پخواني ولسمشر دونالډ ټرمپ، څو ځله له هغه څخه وغوښتل چې هر څومر ژر کېدای شي امريکايي سرتيري له افغانستان څخه را وباسي، خو ښاغلي پمپيو وويل چې هغه پوهېدى د ټولو سرتيرو ايستل به ناوړه پايلي ولري او د ولسمشر جوبايډن د پرېکړي پر مهال همداسي وشول.

هغه پدې برخه کې د جو بايډن کار "ورانوونکى" وباله او ويې ويل چې له افغانستان څخه د امريکايي سرتيرو وتلو څرنګوالى د دې باعث شو چې "زموږ دوستان پر موږ بې باوره شي او دښمنان دومره له موږ څخه ونه وېريږي،"

پمپيو وويل چې پر اکراين د روسیې نظامي حملې پايله ممکن له افغانستان څخه د امريکايي سرتيرو ايستلو سره تړاو ولري ، ځکه د بايډن د حکومت کمزوري عمل د امريکا دښمنانونو ته زيات جرات ورکړ.

خو جو بايډن تر دې مخکې تل له افغانستان څخه د امريکايي سرتيرو د ايستلو له څرنګوالي څخه دفاع کړې چې په خبره د امريکا ولسمشرانو د کلونو لپاره پر له پسې ژمنې کولى چې له افغانستان څخه د سرتيرو د ايستلو لار پيدا کړي، خو هيڅ کله يې پر خپلو ژمنو عمل ونکړ.

له افغانستان څخه د ټولو امريکايي سرتيرو ايستلو بهير د ٢٠٢١ کال د جولاۍ مياشتې پر ٣٠ پيل شوى و چې وروستى سرتيرى يې د ٢٠٢١ کال د اګست پر ٣٠مه له افغانستان څخه ووت.