شاته

د نيول شوو افغانانو وکيله:‌ د کراچۍ په زندانونو کې بندي افغانان د ناروغیو ښکار دي

کراچۍ ــــ د پاکستان په غټ اقتصادي ښار کراچۍ کې د طالبانو کونسلر جنرل سيد عبدالجبار وایي، دا وخت د سيند صوبې په بېلابېلو زندانونو کې 951 افغانان لا هم بندي دي. د دغو بندي افغانانو وکیله وایي، بندي کسان د بېلابېلو ناروغیو ښکار دي.

عبدالجبار د جنورۍ په 14 مه وي او اې ډيوه ته وویل، چې په دغو پاته بندي افغانانو کې 150 ماشومان 138 ښځينه او 663 نرينه شامل دي. وایي په دغو نيول شوو افغانانو تر 800 کسان يوازې د کراچۍ په زندانونو کې قيد دي.

بل خوا د نيول شوو افغانانو وکيلې منيزه کاکړ وي او اې ډيوه سره خبرو کې وويل، چې دا وخت په زندانونو کې قيد افغانان د ناروغیو ښکار دي او د صحت اسانتيا نه لري.

نوموړې وويل په نارينوو کې د پوستکي يا خارښ ناروغۍ راښکاره شوې دي او د ښځو په زندان کې په لوی شمېر کې ماشومان او داسې ښځې قيد دي چې په خېټه ماشومان لري. منيزه کاکړ وويل:

"زياتره کسان چې کوم قيد دي دغه د ړومبی نه ناروغان وو او د درملنې دپاره کراچۍ ته راغلي وو. د ناروغۍ له امله د اول نه دوه نيول شوي افغانان په کراچۍ زندان کې په حق رسېدلي".

منیزه کاکړ وایي‌، عدالتونو ته یې خواست کړی چې افغانستان ته د نيول شويو خلکو د بيرته ستنولو امر دې ژر وشي يا دې په زندانونو کې د صحت اسانتياوې ورکړل شي.

د منيزه کاکړ په وينه دا وخت نیژدې پنځه يا شپږ داسې ښځينه په کراچۍ سنټرل جيل کې بندي دي چې ماشومان يې په خېټه دي. هغې وويل په داسې حالت کې ښځې خصوصي پاملرنې ته اړتيا لري او د زندان په چاپريال کې ساتل نه يواځې د دوی په صحت بد اغيز راوستی شي بلکې د زېږېدونکو ماشومانو صحت دپاره هم د نقصان وړ ګرځي.

د کراچۍ په زندان کې بندي افغانان.
د کراچۍ په زندان کې بندي افغانان.

د کراچۍ په زندان کې د قيد 16 کلن شېر محمد ورور حبيب خان وي او ای ډيوه سره خبرو کې وويل، د ورور يې د يوې مياشت قيد ورته ښودلی وو خو وایي‌ د پینځو مياشتو راهيسې بندي ساتل شوی دی.

هغه وويل ورور ته د ليدنې دپاره جېل ته ورغلی وو او ويې ليدل چې هغه ناروغه دی او په تکليف کې دی. حبيب وايي:

"دوایي مې د ځان سره ورور ته راوړې وه خو نه يې ور پرېښودم. مونږ غوښتنه کوو چې ورور مې دې په خير باندې افغانستان ته واړوي چې هلته د ورپيښو ناروغیو درملنه وکړي".

وکيله منيزه کاکړ زياتوي، نيول شوي زلمي افغانان په زندان کې داسې زنداني کسانو سره ساتل کيږي چې په غټو جرمونو کې سزا شوي. هغه وايي د داسې مجرمانو په چاپېريال کې نيول شوي افغانان ساتل د دوی په نفسياتو د بدو اثراتو د غورځيدو سبب ګرځي.

بل خوا په کراچۍ کې د افغان کډوالو د کېمپ استازی ګل دين بېګ وايي، په مطبوعاتو د خبرونو مخې ته راتلو او د پاکستاني چارواکو سره د دوی د واکمنو طالبانو د خبرو وروسته د تېرې يوې اوونۍ راهیسې په کراچۍ کې نور افغانان نه دي‌ نیول شوي.

په کراچۍ کې د افغانستان د واکمنو طالبانو کونسل جنرل عبدالجبار څه ورځې وړاندې وي او اې ډيوه ته ويلي وو چې د جنورۍ په 8مه او 9مه د کراچۍ او حېدر اباد د جېلونو نه تر 600 پورې افغانان بيرته افغانستان ته لېږل شوي دي.

بل لور ته په کراچۍ کې مېشت افغانان کډوال تور لګوي چې په کراچۍ کې نيول شوو افغانانو کې داسې کسان هم شامل وو چې قانوني اسناد ورسره وو، خو د سيند صوبې حکومت بيا دغه تورونه رد کړي او ويلي يې وو يواځې په غېر قانونه توګه پاتې کېدونکي او راتلونکي افغانان يې نيولي وو.

په پاکستان په ځانګړي ډول سيند صوبه کې د افغانانو د نيولو په سر په افغانستان کې واکمنو طالبانو په پاکستان غږ کړی وو چې دغه لړۍ ودروي.

د تيرې میاشتې په وروستيو کې په اسلام اباد کې د طالبانو سفارتخانې په ټويټر ويلي وو، په پاکستاني چارواکو غږ کوي چې په پاکستان کې د مېشتو او مسافرو افغانانو خصوصا د ښځو، ماشومانو، سپین ږیرو او ناروغانو زنداني کول او ځورونه خورا دردوونکې ده. سفارت لیکلي وو:

"دا د دواړو وروڼو هېوادونو د اړیکو لپاره ښه پایله نه لري. پکار ده چې دغه شته بندیان ژر ترژره خوشي او دا لړۍ پای ته ورسیږي".

د کراچۍ په زندان کې له څو میاشتو بندي افغانې ښځې او ماشومان.
د کراچۍ په زندان کې له څو میاشتو بندي افغانې ښځې او ماشومان.

د پاکستان مرکزي حکومت دغه بيان ته په رسمي ډول کوم غبرګون نه وو ويلی.

د نومبر په وروستيو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزير مملکت حنا رباني کهر په مشرۍ یو لوړ پوړي پاکستاني پلاوي د کابل سفر کړی او د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر امیر خان متقې په شمول یې د نورو طالب مشرانو سره د امنیت، تجارت او تعلیم په شمول په یو شمیر نورو موضوعاتو خبرې کړې وې.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت ويلي وو، د حنا رباني کهر په مشرۍ پلاوي سره د طالبانو پلاوي "د افغان بنديانو د خلاصون، یوبل هیواد ته د مسافرو د تلو راتلو او په لارو د اوښتو په برخه کې د سهولتونو د را منځته کولو" په تړاو هم خبرې کړې وې.

خو په 29 نومبر د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د حنا رباني کهر د کابل د سفر په اړه جاري بیان کې د افغان کډوالو په اړه څه نه وو ويلي.

په وروستيو کې په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې [يو اېن اېچ سي ار] په سيند صوبه او ځانګړي ډول کراچۍ ښار کې د افغانانو، ښځو او ماشومانو په نيولو او بندي کولو ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې وو، اداره په نړيواله کچه په رياستونو غږ کوي چې په زوره افغانان بيرته خپل هېواد ته نه ستنوي څو پورې چې په افغانستان کې امنيت، د قانون سر لوړي او د بشري حقونو حال ښه شوی نه وي.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره [يو اېن اېچ سي ار] وايي، پاکستان کې 13 لکه افغان کډوال مېشت دي چې په پاکستان کې د پاتې کېدو دپاره قانوني اسناد لري او يو اېن اېچ سي ار يې مرستې کوي، په دوېم نمبر کې اته نيم لکه نور کډوال دي څوک چې د پاکستان حکومت په کال 2017 کې رجسټرډ کړي دي، او درېم د پاکستان حکومت وايي، د درېو نه تر پينځه لکو پورې هغه افغانان دي چې اسناد نه لري او څلورم د پاکستان د حکومتي شمېرو ترمخه په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته پاکستان ته دوه نيم لکه نور افغانان راغلي دي.

  • 16x9 Image

    ذوالفقار بېټنی

    ذوالفقار خان بېټنی د پاکستان په کراچۍ ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی چې وخت په وخت د دې ښار په سیاسي، ټولنیزو او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. تر دې وړاندې هم هغه په پاکستان کې له نورو رسنیو سره د خبریال په توګه کار کړی او کالمونه یې لیکلي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

په پېښور کې د معذورانو د پاره جوړ شوي سنټر کې نندارتون
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:39 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00