شاته

پنجاب اسمبلۍ ماته شوه، د پښتونخوا وزیراعلا هم د خپلې اسمبلۍ ماتولو ته چمتووالی ښودلی

دپاکستان دپنجاب ایالت د وزیراعلا له لوري ګورنر ته دصوبایي اسمبلۍ ماتولو دلېږل شوې سپارښتنې نه48 وروسته ددغه ایالت اسمبلۍ دګورنر له لاسلیک پرته پخپله ماته شوې ده.

له اسمبلۍ ماتېدو وروسته دپنجاب ګورنر دنګران وزیراعلا ټاکنې لپاره وزیراعلا پرویز الهي اؤ دپوزیشن مشر حمزه شهباز ته خپلو کې دمشورې لپاره لیک استولی دی .

ترڅو چې نګران وزیراعلان نه وي ټاکل شوی ترهغې به چوهدري پرویز الهي دچارسمبالي وزیراعلا په توګه پخپله کرسۍ ناست وي اؤ دنګران وزیراعلا لپاره به په دریوؤ ورځو کې دننه داپوزیشن دمشر سره مشوره کوي.

دپنجاب اسمبلۍ ماتېدو سره سم دخیبر پښتونخوا صوبې وزیراعلا محمود خان هم دخپلې صوبې داسمبلۍ ماتېدو اشاره ورکړې ده اؤ ویلي یې دي کله چې عمران خان وینا وکړي هغه به داسمبلۍ ماتولو سپارښتنه ګورنر ته ولیږی.

په پنجاب اؤ خیبر پښتونخوا صوبو کې دا مهال دتحریک انصاف ګوند حکومتونه دي اؤ ددغه ګوند مشر عمران خان ویلي هیواد کې دنوي سره ټولټاکنو لپاره دهغه ګوند ددواړو صوبو اؤ مرکزي اسمبلۍ نه وتل غواړي.

دپنجاب وزیراعلا چوهدري پرویز الهي په دولسمه جنورۍ دصوبې ګورنر ته داسمبلۍ ماتولو سپارښتنه لېږلې وه خو سرچینې وایي دصوبې ګورنر بلیغ الرحمان د وزیراعظم اؤ قانوني ماهرینو سره له مشورې وروسته په دغه سپارښتنه دلاسلیک نه کولو پرېکړه کړې وه.

ګورنر بیلغ الرحمان پخپل یو بیان کې ویلي دي دهغه له لوري داسمبلۍ ماتولو په عمل کې دبرخې نه جوړېدو دپرېکړې سره اییني عمل کې دهیڅ رقم خنډ نه راولاړیدو اندېښنه نه وه ځکه چې ایین اؤ قانون کې په صراحت سره د ټولو چارو په مخکې د وړل کیدو لاره شتون لري.

دپاکستان دایین له مخې هرکله چې وزیراعلا ګورنر ته داسمبلۍ ماتولو سپارښتنه وکړي نو که ګورنر دسپارښتنې په منلو لاسلیک ونه کړي نو هم په 48 ساعتو کې دننه پخپله اسمبلي له مینځه ځي.

دا چې اوس دپنجاب اسمبلي پخپله ماته شوې ده،موجوده وزیراعلا به دنګران یا لنډ مهالي وزیراعلا په توګه ذمه وارۍ پر مخکې وړي اؤ دنګران حکومت جوړیدلو په چاره کې به دمخالفې ډلې دمشر سره مشوره کوي.

دواړه مشران پابند دي چې دریوؤ ورځو کې به دنګران وزیراعلا ټاکنه کوي خو که چرې دوي دنګران وزیراعلا په نوم سلا نه شي نو بیا به معامله دپارلیمان شپږ کسیزې کمیټې ته ځي چې په دغه کمیټه کې به درې غړي دحکومت اؤ درې داپوزیشن شامل وي.

پارلیماني کمیټه دریوؤ ورځو کې دننه دنګران وزیراعلا دټاکنې پرېکړه کولی شي خو که چرې کمیټي هم دنګران وزیراعلا لپاره په کوم نوم اتفاق ته ونه رسیږي نو بیا به د وزیراعلا ټاکنه دټولټاکنو کمشن کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

په پېښور کې د معذورانو د پاره جوړ شوي سنټر کې نندارتون
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:39 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00