شاته

روس په اوکراین د میزایلو یو ستر برید کې مهمو تاسیساتو ته زیانونه اړولي دي

روس د شنبې- خالي په ورځ د اوکراین پر ښارونو یو بل لوی دتوغندیز برید وکړ.

اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي دشپې ناوخته پخپله یوه ویډیوي وینا کې وویل"کیف، اوډیسا، کریوی ریه، دنیپرو، وینیتسیا، لیډیزین، برشتین، لیویف سیمه، خمیلنیتسکي او نور ښارونه د ترهګرو هدف و. "

د نیپرو په سویل ختیځ ښار کې لږ تر لږه نهه کسان وژل شوي او د ماشومانو په ګډون 64 نور ټپیان شوي دي.

د سیمې ګورنر ویلینټین رزنیچینکو وویل، د روس دتوغندیو یا میزایلو برید هلته د یوه نهه پوړیزه اپارتمان ودانۍ یوه برخه ویجاړه کړې ده. په Lviv، Ivano-Frankivsk او Odesa سیمو او همدارنګه په خارکیف او کیف کې زیربناو یا انفراسټرکچر ته هم زیانونه اوښتي دي.

په اوکراین کې ښارونه اؤ مهمې زیربناوې په نخښه کول دخپل ګاوندي هیواد پرضد د ورسې یوه مستقله حربه پاتې شوې ده اؤ دجینیوا دکنونیشنونو له مخې مهمې ولسي زیربناوې یا انفراسټرکچر په نخښه کول جنګي جرم دی.

زیلینسکي ویلي اندېښنه ده چې په ډنیپرو کې د مړو شمیره لوړه شي.

"د کثافاتو یا ملبې پاکول لاهم دوام لري او ټوله شپه به دوام وکړي. تر اوسه معلومه نه ده چې څومره کسان تر خاورو لاندې دي. له بده مرغه، د مړو شمیره په هر ساعت کې لوړیږي "

سیمه ییزو چارواکو راپور ورکړی چې د اوکراین هوايي ځواک د روس توغندي په مایکولایف، اوډیسا، کیف، خمیلنیتسکي، وینیتسیا او ایوانو فرانکیوسک کې له منځه وړي دي.

د اوکراین لوړپوړي پوځي مشر ویلي چې د دوی ځواکونو د روس له خوا توغول شوي 33 کروز توغندیو کې 21 یې ویشتلي دي.

د اوکراین دوهم لوی ښار. په لويديځ لويف اوبلاست کې والي ماکسيم کوزيتسکي وويل ښايي د توغنديو د زيان له امله د برېښنا او اوبو رسولو په برخه کې خنډ رامنځته شي.

د والي سویتلانا اونیشوک په وینا، د انرژی یو بل مرکز په لویدیځ ایوانو-فرانکیوسک اوبلاست کې وویشتل شو.

اونیشوک وویل، له برید وروسته په سیمه کې اور ولګېد او زیاته یې کړه چې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

تر دې مخکې، د اوډیسا چارواکو ویلي چې توغندي د "هوا او سمندر څخه" توغول شوي، په داسې حال کې چې د سویلي عملیاتي قوماندې راپور ورکړی چې بحیره اسود کې دټولو36 کلیبر کروز توغندیو ترڅنګ دپینځوؤ روسي میزایل وړونکو جهارونو نه خبر شوي دي.

د برید په جریان کې، د زیلینسکي د دفتر مشر اندري یرماک وویل، "موږ به ځوابي جګړه وکړو"

دا مهال د اوکراین په دونباس کې، د سولیدار په شاوخوا کې جګړه روانه ده، روسیه ادعا کوي چې ښار یې نیولی او د اوکراین د دفاع وزارت مرستیالې هانا مالیار ویلي: "د سولیدار دنیولو لپاره سختې جګړې دوام لري"

زېلېنسکي پخپله وینا کې له لوېديځ څخه د لا ډېرو وسلو غوښتنه وکړه اؤ وئ ویل"ددې لپاره څه اړتیا ده؟ هغه وسلې چې زموږ د ملګرو په ګودامونو کې دي او زموږ سرتیري ورته په تمه دي"

دهغه په وینا "هیڅ ډول قانع کول یا یوازې د وخت تیریدل به د ترهګرو مخه ونه نیسي، څوک چې په طریقه زموږ خلک په توغندیو، له ایران څخه اخیستل شوي ډرون، د خپلو توپخانو، ټانکونو او هاوانونو سره وژني. ټوله نړۍ پوهیږي چې څه شی دوي ودرول شي او دا څنګه ممکنه ده چې دمرګ دتخم دکروندې کوونکو مخه ونیول شي"

د شنبې د ورځې د توغندیو له بریدونو څو ساعته وروسته، برتانیه ژمنه وکړه چې اوکراین ته به د چیلنجر ۲ ټانکونه واستوي څو له دغه هېواد سره د روس د یرغل په شا تګ کې مرسته وکړي. دا سمدستي څرګنده نه ده چې څومره ټانکونه به واستوي.

د برتانیې وزیرااعظم ریشي سینګهـ او زیلینسکي د شنبې په ورځ خبرې وکړې. د دوی د تلیفوني تماس وروسته ، زیلینسکي ټویټر ته مخه کړه ترڅو دبرتانیې د وزیراعظم څخه مننه وکړي "د هغو پریکړو لپاره چې نه یوازې موږ د جګړې په ډګر کې پیاوړي کوي ، بلکې نورو ملګرو ته به هم یو سم یو درست پیغا ورکړي"

(ددې راپور ځینې معلومات د فرانس پریس، رویټرز او اسوشیټیډ پریس څخه اخستل شوي دي)

ځانګړې ویډیوګانې

په پېښور کې د معذورانو د پاره جوړ شوي سنټر کې نندارتون
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:39 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00