شاته

پاکستان کې د 110 نه د زیاتو ژوند ژغورونکو درملو نرخونو کې د اضافې سپارښتنه شوې

په پاکستان کې درملو دڅار ادارې (ډریپ) په داسې حال کې د110 نه د زیاتو دوایانو نرخونو کې داضافې سپارښتنه کړې ده چې عام ولس وایي د زیاتې ګرانۍ له امله اوس د دوي لپاره ژوند ژغورونکي درمل اخستل ګران شوي دي.

دپاکستان د روغتیا وزارت وایي هیواد کې دکینسر،نفسیاتي ناروغیو،دبدني غړو دپیوست کولو په ګډون دځان ژغورونکو درملو کمی دی اؤ په نرخونو کې داضافې نه کیدو له امله کمپنیو درمل جوړول پرېښودي دي.

دپاکستان جیو ټيلي ويژن دصحت د وزارت له قوله پخپل رپورټ کې ویلي چې د درملو دڅار ادرې د درملو نرخونو کې داضافې دا سپارښتنه کړې داسلام اباد هایکورټ له امر وروسته کړې ده.

دصحت دچارواکو په وینا ډریپ ته د400 نه د زیاتو درملو دنرخونو سیوا کولو درخواستونه شوي دي اؤ دا په داسې حال کې ده چې هیواد د انستهیزیا یا دنشې ترڅنګ دنورو ناروغیو د درملو کمي سره مخ دی.

چارواکي وایي که چرې د درملو نرخونه ونه خیژول شي نو ویره ده چې درمل جوړونکې کمپنۍ به دا درمل جوړول اؤ بهر نه راغوښتل بند کړي.

پېښور سره تعلق لرونکی د صحت په چارو پوهه خبریال ښاغلی خالد خان وایي په پاکستان کې دصحت اسانۍ ترلاسه کول اوس ورځ تر ورځه د بې وزله اولس د لاسه اوځي اؤ د دوایانو نرخونو کې موجوده اضافې د کمو معاشونو اخستونکي یا غریبانان نور هم د اندېښنو سره مخ کړي دي.

وائس اف امریکه ډيوه سره خبرو کې ښاغلي خالد خان وویل هرڅو که دصحت څانګه هر کال د روغتونونو دپاره د ویریا داروګانو په مد کې په اربونو روپۍ بیلوي خو اوس هم د خیبر پښتونخوا په لسګونو هسپتالونه یا روغتونونه داسې دي چې هلته ناروغانو ته هیڅ ویړیا دوایانې نه ترلاسه کیږي.

هغه وویل “دوه کاله وړاندې چې به کوم ډاکټر مریض نه د معائنې 500 روپۍ فیس اخستلو،نن هغوئ خپل فیسونه 1500 یا 2000 ته رسولي دي، د اپریشن تهیټرو نرخونه هم داسمان سره خبرې کوي،اؤ زیاتره غیرمعیاري داروګان هم ډاکټران د کمیشن په بنیاد مریض ته تجویز کوي”

ښاغلي خالد خان وویل که د دوایانو نرخونو کې نوره اضافه وکړل شي نو دې سره به د وړاندې نه پرېشانه غریب ولس نور هم پرېشانه کیږي،

خبریال خالد خان وایي د روغتیا اؤ تعلیم څانګې چې په پاکستان کې دځانګړې پاملرنې وړ دي له بده مرغه حکومت هم دغو دوؤ څانګو کې په غریب اولس ورځ تر بلې درانه بارونه ور اړوي حالانکې پکار وه چې حکومت په دغو څانګو کې اولس ته ځانګړې اسانۍ ورکړې و

ځانګړې ویډیوګانې

په پېښور کې د معذورانو د پاره جوړ شوي سنټر کې نندارتون
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:39 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00