شاته

د پاکستان اقتصادي مشکلات هم هغسې په ځای دي، د بهرنیو اسعارو ذخيره یې يوازې څه دپاسه 4 اربه ډالر پاتې ده

د پاکستان د وزير اعظم شهباز شريف د متحده عرب اماراتو د سفر په مهال ددغه هېواد له لوري د دوو اربو ډالرو دپور د بېرته ستنولو دنېټې غځولو او د نور یو ارب ډالرو د پور ورکول کیدو باوجود دپاکستان اقتصادي مشکلات لا نه دي کم شوي او د هېواد د مرکزى بینک سره د غېر ملکي زر مبادلې ذخيره يوازې 4 اربه او 30 کروړه ډالره پاتې شوې ده چې په ګرانه به د دريوؤ اوونیو د درامداتو اړتياوې پوره کړي.

د اقتصادي چارو کارپوهان د متحده عرب اماراتو څخه ترلاسه کړي مالي اساني په سمندر کې د څاڅکي په معنا بولي او وايي تر څو چې د ايي اېم اېف سره درېدلی د قرض پروګرام پځائ شوی نه وي نو د پاکستان اقتصادي ستونزې به ورځ تربلې سېوا کېږي.

دپاکستان مرکزي بینک ویلي چي د زرمبادلې په ذخیره کې راغلی کمی د بهرنيو پورونو بېرته ستنولو له کبله شوی او پاکستان د جنورۍ په 6مه نېټه نزدې 1 ارب او 20 کروړه ډالره قرض بېرته ورکړی دی.

د پاکستان د مرکزي بینک لخوا دجاري شوؤ نوؤ شمېرو وروسته د هېواد سره پاتې د بهر ملکي زر مبادلې ذخیرې به په ګرانه د دريوؤ اوونیو درامدي ضرورتونه پوره کړي. دا په تېرو نهو کلونو کې د زر مبادلې د ذخېرې تر ټولو ټيټه کچه ده.

د پاکستان د شمارياتو محکمې له لوري د جارى کړی شوو شمېرو له مخې د حکومت د وروستيو سختو ګامونو په پرتله د تېر نومبر او دسمبر په دوو مياشتو کې د پاکستان د مياشتې درامدي بل 5 اربو اؤ 10 کروړو ډالرو ته رسېدلی او زياتوي چې د زر مبادلې لويه برخه د تېلو او انرژۍ په درامد کولو کې مصرف شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان دا وخت د سخت سياسي اړي ګړي او د ډالرو د کمي شديد بحران سره مخامخ دی او د حکومتي هڅو باوجود هم د نړیوالې مالياتي ادارې ايي ایم اېف سره د قرض پروګرام نه دی بحال شوی.

که څه هم د پاکستان د وزير اعظم شهباز شريف د متحده عرب اماراتو د سفر په مهال پاکستان توانېدلی چې ددغه هېواد څخه د ورپورې 2 اربو ډالرو د پور ستنولو نېټه وغځوي او د 1 ارب ډالرو نوز قرضه ترې هم ترلاسه کړې خو د اقتصادي چارو کارپوهان د متحده عرب اماراتو دغه مالي اساني د پاکستان لپاره په سمندر کې د څاڅکي په معنا بولي.

مطبوعاتي رپورټونه وايي ددې باوجود د پاکستان څخه بهر ته د ډالرو تګ دوامداره دی چې له امله یې په ببنک کې د يو امريکايي ډالر نرخ د 228 او په پرانستي مارکيټ کې د 238 روپو څخه اوړېدلی دی.

د اقتصادي چارو کارپوهه او د خزانې پخوانی وزیر حفيظ پاشا ډيوه ته وايي 1 ارب ډالر به په مشکله سره د پاکستان د مياشتې لګښتونه پوره کړي او زياتوي داسې پېسې مصرف کېدای نه شي او دا يوازې د زر مبادلې په ذخیره کې د اضافې لپاره اېښودل کیږي.

ښاغلی پاشا وايي پاکستان دا وخت بد،بد ګېر دی او تر څو چې د ايي اېم اېف پروګرام نه وي بحال شوی نو تر هغې پاکستان نه خو د کمرشل بېنکونو څخه قرضې اخستی شی او نه په نړيوال مارکیټ کې خپل بانډونه خرڅولی شي.

تېره ورځ د پاکستان د سېلاب ځپلو لپاره د جنېوا په کانفرانس کې د لسو اربو ډالرو څخه د زياتو مرستو اعلان شوی خو څېړونکي وايي دا به يوازې د سېلاب ځپلو خلکو په بحالۍ او بيا رغونه کې په راتلونکو دريوؤ کلونو کې مصرف کولی شي خو د پاکستان د غورځېدونکې زر مبادلې ذخیرې نه شي سېوا کولی.

د زر مبادلې د غورځېدونکې ذخېرې له امله پاکستاني روپۍ هم په پرله پسې ډول د امريکايي ډالر په وړاندې خپل قدر د لاسه ورکوي او د نړیوال بینک ترمخه په تېرو څو میاشتو کې پاکستاني روپۍ د ډالر په مقابله کې خپل ارزښت 14 فيصدى بایللی دی.

د اقتصادي چارو څېړونکي وايي د بهرنیو قرضو بېرته ستنول هم د مسلم لیګ نواز ګوند په مشرۍ د اتحادي حکومت لپاره يو ستونزمن کار ګرځېدلی ولې چې پاکستان لا هم د اقتصادي سقوط په څنډه ولاړ دی.

د مالي چارو کارپوهه شهريار بټ ډيوه ته وايي پاکستان ته به د روانې مياشتې نه تر جون مياشتې پورې 16 اربه ډالره پکار وي.

هغه وايي تر څو چې د ايي ایم ایف پروګرام بحال نه شي نو هېواد ته به په ورپېښو اقتصادي ستونزو کې اضافه کېږي او ددې اخري چاره د ايي اېم اېف قرض پروګرام بحالېدل دي.

ښاغلی بټ وايي حکومت په دې اړه ځينې ګامونه پورته کړي او د ګېس بېعې یې سېوا کړي خو باید چې د انرژۍ په څانګه کې د ګردشي قرضو کمولو ته هم پام وکړي.

د اقتصادي چارو د څار نړیوالې ادارې ورلډ اکنامک فورم هم په خپل تازه راپور کې د پاکستان لپاره تر کال 2025 پورې په لويو لسو خطرو کې د خوراک کمی لويه خطره ګرځولې ده او وايي په داسې حال کې کې پاکستان لا هم د اقتصادي سقوط د ګواښ سره مخ دې.

نړيوال بینک په خپل وروستي رپورټ کې د روان مالي کال دوران د اقتصادي ودې تر 2 فيصدى پورې د کېدو اټکل کړی او ویلي یې دي چې د اويايمې لسيزې راپدیخوا پاکستان د ګرانۍ کچه تر 24 فيصدى پورې رسېدلې ده او اقتصاد پوهان اندېښنې ښايي که پاکستان دېواليه شو نو د ګرانې کچه تر 60 فيصدې پورې ختلی شي.

ځانګړې ویډیوګانې

د پښتونخوا او پنجاب صوبې د اسبملیود ماتولو امکانات څومره دي؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:16 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00