شاته

پاکستان کې صعنتونو ته د خام مال کمښت، سوداګر وایي راتلونکي کې ګڼ بحرانونه سر راپورته کولی شي

سوداګر وایي په پاکستان کې د ډالرو دکموالي له امله صنعتونو ته د خام مال کمښت نور هم زیات شوی دی.

دسوداګرو په وینا د پاکستان برامدات له وړاندې څخه اغیزمن دي او په راتلونکي کي د خلکو د خوراکي توکو نه علاوه د ژوند د نورو ضرورتونو دبحران خطرې سر راولاړولی شي او د صنعتي مرکزونو د تړل کیدو له امله د نورې ګرانۍ او بې روزګارۍ خطر هم زیات دی .

دا په داسې حال کې ده چې دپاکستان مرکزي بینک په هیواد کې د بنیادي ضرورتونو دتوکیو د درامد اجازه ورکړې خو اقتصادی پوهان وایي پاکستان هرکال د 25 نه 30 اربو ډالرو پورې بهرنیو پانګونو ته اړتیا لري او که داسې ونه شي نو پاکستان به د دیوالیه کیدو د خطر سره مخ وي.

د خیبر پښتونخوا دچیمبر آف کامرس او انډسټري پخوانی مشر زاهد خان شینواری وي او ای ډیوه ته وایي د پاکستان 90 فیصده صنعت په درامدي خام مال اډانه دی او په دې ورستیو کې د ډالرو د کمی له امله د خام مال ستونزه نوره هم زیاته شوې ده .

هغه وایي د مرکزی بینک له خوا ایل سیز نه پرانستل کیږي اؤ که اجازه ورکړی شي هم خو بیا د بینکونو څخه ډالرې نه ترلاسه کیږي او له دې امله ټول صنعت د بحران ښکار دی .

زاهد شینواري ویره څرګنده کړه چې په مقامي مارکیټ کې د بنیادي ضرورتونو ، خوراکي توکیو او د روزګار دبحران خطر زیات شوی دی.

"د امروزه سامانونو او خوراکي توکو کارخانې په بندیدو دي او امکان لري چې دهر قسمه شیانو په مارکیټ کی کمی راشي، برامدات مکمل ولاړ دي او مقامي مارکیټ کې هم د غټ بحران خطر دی"

ورځپاڼه بزنس ریکارډر د صنعتي سرچینو له قوله وایي په ملکی کچه د صنعتو سره د خام مال ذخیره د 3 نه تر 6 میاشتو پورې پاتی ده او امکان دی چې په ملک کې په غټه کچه صنعتونه د خام مال د کمي له وجې خپل فعاليتونه ودروي.

خو مرکزي بینک وایي تیره میاشت د دسمبر په 28مه نیټه د بنیادي ضرورتونو توانایۍ ، خوراکي توکیو او برامدي خام مال دپاره د ایل سیز پرانستلو اجازه ورکړل شوې خو په ملک کې د غیر ملکي زرمبادلې د ذخیرې د کمي له وجې بینک هڅې کوي چې کم نه کم ډالر د ملک نه بهر لاړ شي.

اقتصاد پوهه سجاد احمد وي او ای ډیوه ته وایي په تیکنیکی توګه پاکستان د دیوالیه کیدو پغاړه ولاړ دی او نه شي کولی چې د ولس ضرورتونه پوره کړي.

هغه وایي راتلونکو 6 میاشتو کې پاکستان ته 12 اربه ډالره پورونه ستنول دي او امکان لري چې دې کې د څه پورونو د ستنولو موده وغځولی شي خو بیا هم پاکستان غیر ملکي پانګونو ته اړتیا لري.

"مونږه به د دیوالیه کیدو په غاړه ولاړ یو تر څو چې هر کال پاکستان ته 30 اربو پورې پانګونې نه وي شوې چې یو کال نیم پورې دا بوج اوچت کړی شی"

مرکزي بینک وایي بینک سره دغیر ملکي زرمبادلې ذخیره د 4.5 اربو ډالرو نه هم راکوزه شوې ده او هم ددې له امله په ملکي کچه د وړاندې نه د دګاډو اوټیکسټایل صنعتونه ودریدلي دي چې پکې په سلګونو خلکو روزګار کولو.

داقتصادی په وینا دې سره به د پاکستان قامي پرمختیا هم اغېزمنه شي کومه چې د سیلابونو له وجې د 2نه تر 3 فیصدو پوری اټکل شوې ده .

ځانګړې ویډیوګانې

د پښتونخوا او پنجاب صوبې د اسبملیود ماتولو امکانات څومره دي؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:16 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00