شاته

افغان کرکټ بورډ او لوبغاړو د اسټرېلیا پرېکړه غندلې چې له افغان لوبډلې سره لوبه نه کوي

واشنګټن ـــــ د افغانستان د کرکټ بورډ او لوبغاړو د اسټرېليا له خوا د دوي سره د ټاکل شوي مقابلو ردولو باندې اندېښنې ښکاره کړې او نيوکې یې کړې دي، آسټريليا دغه فېصله د ښځو په ضد د طالبانو د سختو پاليسو له کبله کړې ده.

د اسټريليا د کرکټ بورډ د زيارت- پنجشنبې په ورځ اعلان کړی وو چې دوي په متحده عرب اماراتو کې د افغانستان سره ټاکل شوي يو ورځنۍ مقابلې نه کوي.

دوي دغه فېصله په افغانستان کې د طالبانو لخوا د ښځو سره د سختو پاليسو په غبرګون کې کړې ده.

د اسټريليا په دغه فېصله د افغانستان د کرکټ لوبغاړو او مينه والو سخت غبرګون ښودلی دی. د افغانستان کرکټ بورډ په يو ټويټ کې ليکلي، "د اسټريليا په دغه خفه کونکې فېصله سخت مايوسه شوي دي".

د افغانستان د کرکټ وتلي لوبغاړي راشد خان هم د اسټريليا دغه فېصله غندلې ده، "زه بيخي ډېر خفه شوم چې اسټريليا زمونږه سره د مارچ په مياشت کې کېدونکې لوبو نه په شا شوې ده".

راشد خان چې نن سبا په اسټريليا کې کمرشل لوبې کوي د ټولو مينه والو غبرګون ښکاره کړې دی.

د افغانستان د کرکټ د يوې ورځنۍ لوبو د ټيم کپتان هشمت الله شاهدي ويلي، په افغانستان کې د کرکټ مينه والو او افغان ولس له تېرو ۴۲ کالو راهسې د جګړو د لاسه سخت ځپل شوي دي:

"دوي په لوبو کې سياست نه غواړي، کرکټ په هېواد کې ترټولو زياته خوښېدونکې لوبه ده او د افغان اولس د خوشحالۍ يواځنۍ سرچينه ده".

يوه ورځنۍ د کرکټ مقابلې د يو ټيم د پاره ورلډ کپ ته د وتلو لاره هواره وي چې فېصله يې دکرکټ نړيوال کونسل ( آيي ‌سي سي ) کوي خو دغې ادارې لا د اسټريليا لخوا د افغانستان سره د لوبو نه د انکار فېصلې ته غبرګون نه دی ښودلی، چې آيا دغه فېصله به په هندوستان کې کېدونکي د کرکټ ورلډ کپ کې د افغانستان د ټيم په اهليت اغېز واچوي او که نه.

افغانستان د نړۍ لومړی هېواد دی چې د کرکټ ښځينه ټيم نه لري، په دې خبره هم د کرکټ نړيوال سازمان د دغې هېواد نه خوشحاله نه دی.

د کرکټ نړيوال کونسل مشر جېف آلارډېس په دې خبره اندېښنه ښودلې او ويلي دي:

"مونږه په دې اندېښمن يو چې په افغانستان کې( د ښځو د لوبو په حواله) هېڅ مثبت بدلون نه د ی راغلی او مونږه به په دې په مارچ کې کېدونکې غونډه کې خبرې کوو".

په کال ۲۰۲۱م کې د اګست په مياشت کې په زوره د افغانستان واک ترلاسه کولو پس طالبانو په هېواد کې د ښځو په لوبو بنديزونه لګولي او د هغوي په تعليم او روزګار يې هم نورې پابندۍ لګولي چې د نړيوالو ترڅنګ پرې ډېر اسلامي هېوادونه هم نيوکې کوي خو طالبان وايي دوي په افغانستان کې پوره شرعي نظام عملي کړی دی. او ټولې پاليسۍ يې د اسلامي شرعيت سره سمې دي.

ځانګړې ویډیوګانې

د پښتونخوا او پنجاب صوبې د اسبملیود ماتولو امکانات څومره دي؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:16 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00