شاته

د پښتونخوا چارواکي وایي له پنجاب وروسته به د پښتونخوا اسمبلي هم ماته کړي

د پاکستان دتر ټولو سترې پنجاب صوبي داعلا وزير چوهدري پرويز الهي له لوري د صوبایي اسمبلۍ ماتولو دپاره ګورنر ته دسپارښتنې لیږل کیدو نه وروسته خېبر پښتونخوا کې هم په دې اړه تاوده بحثونه روان دي او دپښتونخوا حکومتي چارواکې وايي پنجاب کې د پارليمان ماتولو دعمل سرته رسيدو ورسته به دلته هم اسمبلي ماتولی شي.

څيړونکې وايي عمران خان چې د کله نه د واک څخه لرې کړی شوی نو هغه په شعوري توګه هېواد کې د اړي ګړي جوړولو هڅې کوي او د وراني يوه موقعه هم د لاسه نه ورکوي۔

خو دتحریک انصاف ګوند چیرمین عمران خان بیا دریځ لري چې موجوده واکمنان دهیواد دچلولو صلاحیت نه لري اؤ هغه اسمبلۍ ددې لپاره ماتول غواړي ترڅو هیواد کې بیا دسره ټولټاکنې وشي اؤ د ولس په خوښه یو نوی حکومت رامنځته شي.

دپېښور پوهنتون د ژونالزم دڅانګې مشر پروفيسر ډاکټر فيض الله جان وايي په ورستيو کې وليدل شول چې کله عمران خان په واک کې وي بيا هر څه سم وي خو چې کله هغه د يو جمهوري عمل د لارې د واک نه لرې کړی شو بيا دغه ګوند په ملک کې د هر ډول بې ثباتۍ نه مخ نه دي اړولی۔

نوموري ډيوه ته وويل "دا دسياسي ګوندونه حق دی،چې هغوي احتجاج وکړي، د ووټونو غوښتنه وکړي خو د هغې لپاره داسې ګامونه اخستل چې ترې د هيواد هغه غريب خلک متاثر کيږي د چا په ووټ چې يو سياسي ليډر واک ته رسيږي زما په اند دا نه سياسي او جمهوري رويه ده بلکې دا يوه تخربي رويه ده"

اوړمه ورځ د پنجاب اسمبلۍ نه د باور د رایې ترلاسه کولو سمدستي وروسته دصوبې اعلا وزير چوهدري پرويز الهي د اسمبلۍ ماتولو لپاره د پنجاب ګورنر ته سپارښتنه لیږلې ده.

د چوهدري پرویز الهي ددې اقدام نه وروسته خېبر پښتونخوا کې د اعلا وزير د اطلاعاتو سلاکار بیرسټر محمد علي سيف رسينيو ته ويلي د پنجاب اسمبلۍ دماتېدو نه وروسته به د عمران خان د پريکړې ترمخه د خېبر پښتونخوا اسمبلي هم ماتولی شي۔

خېبر پښتونخوا کې په سياسي چارو نظر لرونکی خبريال محمد فهيم وايي صوبه کې د تيرو لسو کالو راهسي د معاشي او حکومتي بدحالۍ نه به غوره وي چې اسمبلي ماته شي او دضمني ټاکنو ورسته پښتون ولس ته حقيقي قيادت ترلاسه شي۔

هغه وایي"زما په خيال دا مهمه ده چې اليکشن وشي چې پاکستان تحريک انصاف ته هم پته ولګي او که چرې دواړه اليکشنې وبايلي بيا به لږ په ارام کېښني او د صوبایي وسایلو نه به هم محرومه شي"

هغه وایي ځينې داسې خبرونه هم رامخي ته کيږي چې بيا اليکشن کيږي او دې کې به نګران حکومت وي او دا خبري هم روانې دي چې دغه لنډمهاله حکومت به تر اوو یا اتوؤ مياشتو وغځولی شي.

د نوموړي په خبره پاکستان تحريک انصاف د خپل اړخه پوره دعوې کړي دي خو دا به وخت ثابتوي چې دا ادعاوي به دوي ته ګټه ورکوي که د زيان سره به يې مخ کوي۔

د پاکستان په دوؤ صوبو کې په داسي حال کې سياسي اړی ګړی روان دی چې د هېواد دغیر ملکي زرمبادلې ذخیره د 4.5 اربه ډالره نه هم کمه پاتې شوې ده، غیر ملکي پانګونو کې 51 فیصدي کمی شوی او د نړیوالې ادارې ایې ایم ایف نه د پور پروګرام د ځنډ ښکار دی، ترسیلات زر هم 10فیصدي کم شوي دي ۔

د پېښور پوهنتون د معاشياتو دڅانګې پروفيسر ډاکټر زلاکت خان ډيوه ته وايي پاکستان په دې حالاتو کې د سياسي ناارامۍ زغملو جوګه نه دی۔

دهغه په خبره "دا قسم سیاسي بې ثباتي چې د پې ټي ایي د حکومت د ختميدو نه روسته د پې ټي ایي له وجې پيدا شوې حکومت ته سخت وخت ورکولو دپاره ،نو ددي په وجه د ملک اقتصاد ته ډير نقصان دی ځکه چې وړاندې نه سيلاب هم ډير نقصان کړی دی‘‘

پاکستان کې دا وخت د روپۍ په مقابله د ډالر بيعه د 227 روپو نه اوښتې ده ده او د شمیرنې د ادارې تر مخه ګراني 25فیصدي ته رسیدلې ده.

  • 16x9 Image

    عثمان خان

    عثمان خان په پېښور کې د ډيوه خبريال دی او د تعليم، سياست، کلتور، افغانستان او نورو موضوعاتو باندې رپورټونه جوړوي. د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يې د ماسټر ډګري تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

د پښتونخوا او پنجاب صوبې د اسبملیود ماتولو امکانات څومره دي؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:16 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00