شاته

پاکستان: لندن کې ضبط شوې په یورانیمو ککړه کارګو زموږ نده

برتانیوي رسنیو خبر ورکړی، چې د لندن په هیدرو هوايي ډګر کې په یورانیمو د ککړې ضبط شوې کارګو (د مالونو بار) اصلي منبع پاکستان دی، خو اسلام آباد وايي، له دې پیټي سره هېڅ تړاو نه لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ د پنجشنبې په ورځ جنورۍ ۱۲ (مرغومي ۲۲) امریکا غږ ته وویل چې تر اوسه په دې اړه له اسلام اباد سره کوم معلومات نه دي شریک شوي او "موږ ډاډه یو چې دا راپورونه رښتیا نه دي".

د برتانیا پولیسو د دې اونۍ په پیل کې وویل چې دوی په یوه کارګو کې چې د تیر کال د ډسمبر په ۲۹ بریتانیا ته وارده شوې وه، په یورانیمو ککړ خورا لږ مواد کشف کړي خو د پیښې په تړاو یې د کوم کس د نیول کیدو راپور نه دی ورکړی.

برتانوي ورځپاڼې The Sun لومړنۍ رسنۍ وه چې دغه خبر یې خپور کړ، ویلي چې د مالونو دغه بار په بریتانیا کې د ایراني اتباعو په ادرس استول شوی دی. دغې ورځپاڼې خبر ورکړی دی چې دغه کارګو له پاکستان څخه عمان او له هغه ځایه بریتانیا ته لیږدول شوې وه.

د لندن د پولیسو د ترهګرۍ ضد قوماندانۍ مشر ریچارډ سمیټ پرون وویل چې د مالونو پدې بار کې د موندل شویو رادیو اکتیو اندازه ډېره کمه وه او د خلکو روغتیا او خوندیتوب ته کوم ګواښ نه پېښوي.

هغه زیاته کړه چې په دې اړه نورې څېړنې روانې دي.

په ټیټه کچه د بډایه شوي یورانیمو څخه د بریښنا د تولید په ملکي دستګاو کې کار اخیستل کیدی شي.

پاکستان چې اتومي وسله لرونکی هیواد دی، د چین لخوا جوړې شوي د بریښنا څو ملکي فابریکې لري.

اسلام اباد تل ویلي چې د خپلو اټومي پراختیايي پروګرامونو لپاره یې قوي امنیتي او دفاعي سیسټمونه پلي کړي دي.

شنونکي وايي، تر هغه چې د یو هېواد د غني شويو يورانيمو يوه نمونه موجوده نه وي، د هغه هېواد د يورانيمو اصليت معلومول ناشوني دي.

دوی وايي چې د اټومي انرژۍ نړیواله اداره په خپلواکه توګه د دې وړتیا لري چې په لندن کې د موندل شوي یورانیم اصلي ځای په ګوته کړي.