شاته

امریکا کې د سړې هوا له کبله د مړو شویو کسانو شمیر ۶۱ ته ورسید

په متحده ایالاتو کې چارواکي وایي د تیرې اوونۍ سړې هوا له کبله پداسې حال چې د کرسمس جشن لمانځل کیده، پدې هیواد لږ تر لږه ۶۱ تنه مړه شوي.


دې سړې هوا چې سخت باد پکې لګیده او واوره پکې وریده، تر ټولو ډیر کسان د نیویارک ایالت د بفالو په ښآر کې وژلي .

د دې ښار یو چارواکي مارک پولوکرانز د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې د ژغورنې او لټون عملې پنجشنبه ډسمبر ۲۹ (مرغومي ۸) دوه نور مړي هم پیدا کړي او پدې سره پدې ښار کې د مړو شویو کسانو شمیر ۳۹ ته ورسید.


ښاغلي پولوکرانز خبریالانو ته وویل چې ۱۷ تنه د خپلو کورونو څخه د باندې په سړې هوا کې مړه شوي، ۱۱ په کورونو کې دننه، څلور یې په موټرو او څلور نور یې د واورو پاکولو پر وخت مړه شوي.

د نیویارک تر څنګ په لسګونو نورو ایالتونو کې هم د خلکو د مړینې راپورونه ورکړل شویدي.
د سړې هوا له کبله د دې کسانو د مړینې خبرونه داسې مهال ورکړل شوي چې پدې تیرو دوو ورځو کې هوا یو څه توده شوې او د چارواکو سره اندیښنه پیدا شوې چې ښایي د واورو ویلي کیدو له کبله به په ځینو ځایونو کې سیلابونه راشي.


د سړې هوا او توپان له وجې د الوتکو زرګونه پروازونه هم فسخ شوي و. د سوت ویسټ الوتکو هوایي شرکت په تیرو اتو ورځو کې څه باندې ۱۵ زره داخلي پروازونه فسخ کړي خو د دې هوایي شرکت چارواکو ویلي چې ښایي جمعه ډسمبر ۳۰ به په عادي توګه الوتنې پیل کړي.

د نیویارک ایالت د بفالو ښار په ځینو برښنا کوټونو کې سیستم کنګل شوی او تر سه شنبې پورې خلکو برښنا نه درلوده. ځینو چارواکو ویلي چې د ښار یو فرعي برښنا کوټ تر ۱۸ فوټه واورې لاندې شوی.

همدارنګه د بفالو د ښار په چارواکو انتقاد شوی چې پدې سړې هوا کې د هغوي سره چې مرستې ته یې اړتیا درلوده په مناسب وخت کې رسیده ګي نده کړې او د چارو سمبالښت یې "د شرمه ډک" بللی.