شاته

نتنیاهو د شپږم ځل لپاره د اسرائیل صدراعظم وټاکل شو

د اسرائیل پارلمان د پنجشنبې په ورځ دسمبر ۲۹ (مرغومي ۸) ددغه هېواد نوي ایتلافي حکومت ته د اعتماد رایه ورکړه او بنیامین نتنیاهو د شپږم ځل لپاره د صدراعظم په توګه د وفادارۍ لوړه وکړه.

۷۳ کلن نتنیاهو چې دا مهال د اداري فساد له تورونو سره مخامخ دی، د اسرائیل په تاریخ کې د صدارت پر مقام باندې تر ټولو اوږده موده تېره کړې ده. هغه له ۱۹۹۶ تر ۱۹۹۹ او بیا له ۲۰۰۹ تر ۲۰۲۱ پورې د دغه هېواد مشر و.

ښاغلي نتنیاهو د اسرائیلو له پارلمان څخه د باور رایې تر اخیستو وړاندې په خپله وینا کې وویل: "دا شپږم ځل دی چې د پارلمان د تایید دپاره حکومت معرفي کوم او د لومړي ځل په شان احساس لرم."

نتنیاهو، چې ځان د خپل هیواد د امنیت ضامن ګڼي، ټینګار وکړ چې اصلي هدف یې دا دی چې "د اټومي وسلو د جوړولو لپاره د ایران هڅې کمزورې کړي" او "په سیمه کې د اسرائیل پوځي برتري یقیني کړي."

خو هغه دا هیله هم څرګنده کړه چې د متحده ایالاتو په منځګړیتوب له هېوادونو سره د اړیکو د ښه کولو او د متحده عربي اماراتو، بحرین او مراکش په څېر "عربي هیوادونو سره د سولې د دایرې پراخولو" ته دوام ورکړي.

نتنیاهو د ۲۰۲۱کال په جون کې د هغه د پخواني مرستیال نفتالی بنیت او پخواني صدراعظم یاییر لپیډ په مشرۍ د کیڼ اړخو، میانه رو او عربي ګوندونو د ایتلاف لخوا له واک څخه لیرې شو.

نتنیاهو د نومبر د لومړۍ نیټې د ټاکنو له ګټلو وروسته له الټرا ارتودوکس او ښي اړخو ګوندونو سره مذاکرات پیل کړل او اوسنی ایتلافي حکومت یې جوړ کړ. ویل کیږي چې اوسنی حکومت د اسرائیلو په تاریخ کې تر ټولو ښي اړخه حکومت دی.