شاته

د ښځو او ماشومانو په ګډون تر ۱۲۰۰ ډېر افغانان د پاکستان په زندانونو کې بندیان دي

پاکستاني چارواکو د پنجشنبې په ورځ د دسمبر ۲۹مه(مرغومي اتمه) وویل چې د دغه هېواد پولیسو لږ تر لږ ۱۲۰۰ هغه افغان اتباع نیولي چې له ویزې او د اوسېدو له اسنادو پرته په پاکستان کې میشت وو.

د دغو افغانانو د نيول کیدو خبر وروسته له هغه په رسنیو کې د خلکو پام ځان ته واړولو چې د کراچۍ په مرکزي زندان کې د بندي شویو افغان ماشومانو عکسونه په ټولنيزو شبکو کې خپاره شول.

د پاکستاني پولیسو چارواکو ویلي چې دغه بندیان به د بند د سزا له پوره کېدو او یا د دوي د وکیلانو له خوا د خوشې کېدلو د اسنادو له بشپړېدو وروسته افغانستان ته ستانه کړل شي.

په کراچۍ کې د افغانستان د قونسلګرۍ یو چارواکی، ګل دین وایي چې هغه خپل هیواد ته د افغان اتباعو د "چټک او باعزته ستنیدو" په اړه له پاکستاني چارواکو سره په تماس کې دی.

که څه هم پاکستان په وار وار په منظم ډول هغه افغانان توقیف کړي چې د سفر او استوګنې له اسنادو پرته ژوند کوي، خو د اکتوبر له میاشتې راهیسې په ځانګړې توګه په کراچۍ کې له اسنادو پرته د افغانانو د توقیف لپاره عملیاتو کې د پام وړ زیاتوالی لیدل شوی.

د پاکستان د بشري حقونو د کمیسیون د راپور له مخې چې روانه میاشت خپور شو، د کراچۍ په مرکزي زندان کې لږ تر لږه ۱۳۹ افغانې ښځې او ۱۶۵ ماشومان بندیان شوي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي اسوشیېټیډ پرس ته ویلي، چې د طالبانو د حکومت چارواکو په دې اړه خپله اندېښنه له پاکستاني چارواکو سره شریکه کړې ده. هغه وویل چې د پاکستاني چارواکو د مکررو وعده سره سره تراوسه د دغو نیول شویو کسانو د خوشې کیدو لپاره کوم عملي ګام ندی پورته شوی.

په پاکستان کې د افغانستان سفارت همداراز زیاتوي چې دوی د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او کډوالو وزارت چارواکو سره په کراچۍ او ټول پاکستان کې د کډوالو وضعیت په اړه خبرې کړي دي او لا هم ورسره په اړیکه کې دي.

د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې د معلوماتو له مخې دا مهال په پاکستان کې شاوخوا ۱،۳ میلیونه قانوني افغان کډوال ژوند کوي، خو همداراز ورسره اټکل کیږي چې په سلګونو زره نور افغان کډوال له قانوني اسنادو پرته د پاکستان په بیلابیلو سیمو کې اوسیږي.

د دې راپور په چمتو کولو کې د اسوشیېټیډ پرس له راپور څخه ګټه اخیستل شوې