شاته

د ماشومانو د ساتنې سازمان: لسګونه زره افغان ماشومان او ښځې مو له خدماتو بې برخې شوې

د ماشومانو د ساتنې سازمان (save the Children) چې په افغانستان کې یې خپل فعالیتونه درولي وایي، تر ۷۰ زره زیات خوارځواکي ماشومان او ۳۰ زره ښځې یې تر درملنې او پالنې لاندې وو.

حفيظه چې په کابل کې يوه له بې‌وزلو ميندو څخه ده وايي، ماشوم يې په خوارځواکۍ اخته دى او د ماشومانو د ساتنې ادارې( save the children) به ورسره مرستې کولې.

نوموړې وايي: "ماشوم مې کمزوری او خوارځواکی پاتې و. د ماشومانو ملاتړ موسسې به له موږ سره مرستې کولې، اوس هغه مرستې نه‌شته، موږ اندېښمن یو، د ماشوم صحت مې هم ښه نه‌دی، موږ له دې موسسې غواړو چې خپلې فعاليتونه بېرته پيل کړي."

"ماشوم مې کمزوری او خوارځواکی پاتې و. د ماشومانو ملاتړ موسسې به له موږ سره مرستې کولې

دا په داسې حال کې ده چې (Save the children) يا د ماشومانو د ساتنې سازمان چې فعاليتونه يې اوس په افغانستان کې ځډولي په خپله ټویټر پاڼه لیکي، د ۷۳ زره خوارځواکو ماشومانو درملنه يې کوله.

د ماشومانو د ساتنې سازمان دغه شان ويلي، ۳۰ زره ښځې د دوی د ګرځنده کلینیکونو تر مستقیمې څارنې لاندې وې.

د ماشومانو د ساتنې سازمان وایي، د طالبانو د حکومت له‌خوا په نا دولتي کورنيو او بهرنيو موسسو کې د ښځو د په کار د ممانعت په غبرګون دوی خپل فعالیتونه ځنډولي دي.

ياد سازمان زياتوي د دغې ادارې په پرمختګ کې د ښځو حضور اړین دى او د دې ادارې د ۵۷۰۰ کارکوونکو له ډلې څخه ۲۴۹۰ تنه یې ښځې دي.

انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

د ماشومانو د ساتنې سازمان چې په افغانستان کې د ماشومانو او ښځو د ښوونې او روزنې او روغتیا په ګډون په بېلابېلو برخو کې کار کوي، ټینګار کوي چې ښځو د پوهنې، نرسنګ، طب، مشاورې او په مالي او امنیتي برخو کې یې له دوی سره کار کاوه، په مرسته يې دوی کولای شي د بېلا بېلو سیمو اړمنو ښځو ته لاس‌رسی پیدا کړي.

دوی دا هم ویلي، چې که ښځې له دولتي او غیر دولتي ادارو څخه لیرې شي دوی به نور خپل خدمتونه وړاندې نه‌کړي.

د ماشومانو د ساتنې سازمان زیاته کړې، چې د ښځو پر کار بندیز به د ماشومانو پر ژوند مستقیم اغېز وکړي او د طالبانو له حکومت يې غوښتي چې خپله دا پرېکړه لغوه کړي.

د ماشومانو د ملاتړ سازمان وړاندې ویلي، چې له کار د ښځو منع کول به د ماشومانو له ژغورنې سره په مرسته مستقیم اغېز ولري.

ښځو په مؤسساتو کې په بېلابېلو برخو کې فعاله او اغېزناکه ونډه درلوده.
ښځو په مؤسساتو کې په بېلابېلو برخو کې فعاله او اغېزناکه ونډه درلوده.

د ماشومانو د ساتنې سازمان (سیف د چلدرن) یو لوی نا دولتي سازمان دی چې له ۱۹۷۶ کال راهیسې په افغانستان کې خپل فعالیتونو پیل کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو حکومت د اقتصاد وزارت د شنبې په ورځ په نا دولتي موسسو کې د ښځو په کار بندیز ولګاوه، چې پراخ غبرګونونه یې درلودل او یو شمېر نړیوالو سازمانونو د طالبانو تر دې پرېکړې ورسته خپل فعالیتونه و ځنډول.

اړوند مطالب