شاته

دپاکستان پارلیمان کې دټي ټي پي پرضد دعملیات غوښتنې زور نیولی

د پاکستان په پارليمان کې بېلا بېلو ګوندونو په افغانستان د واکمنو طالبانو په اړوند د پاکستان په تګلاره کې د بدلون او د پاکستاني طالبانو ټي ټي پي پرضد د کوټلو عملیاتو پېل کولو غوښتنې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تحريک طالبان پاکستان د تېر نومبر میاشت کې د پاکستان سره ترسره کړې ډزبندي ختمه کړې او د خپلو حملو لړۍ یې تر سرښار اسلام اباد رسولې ده.

د څېړنيزو ادارو د رپورټونو ترمخه تېر کال اګست په افغانستان د طالبانو له واکمنۍ راپديخوا د پاکستان په خېبر پښتونخوا، پخوانیو قبایلي سیمو او بلوچستان کې په ترهګریزو بریدونو کې نزدې 51 فيصدي اضافه شوې ده او په دې ورستو کې د کورنیو چارو مرکزي وزیر رانا ثناالله هم ویلي وو چې تېر يو کال کې د ترهګرۍ 300 پېښې رامنځ ته شوې دي.

دپاکستان د سمندر پورې پاکستانيانو د چارو مرکزي وزیر ساجد حسېن طوري ډيوه سره خبرو کې وايي" مونږ او د پاکستان رياست فکر کاوه که امریکا د افغانستان څخه ووځي نو په پاکستان کې به هم د امنت ستونزه هواره شي خو بده مرغه داسې ونه شول او ترهګري بيا پېل شوه او اوس ليدل کېږي چې د چترال نه تر بلوچستانه په شريکه پوله حملې کېږي"

دښاغلي ساجد حسېن طوري په وېنا اصل خبره دا ده چې د افغان طالبانو حکومت د پاکستان خېر خواه نه دی.

تحریک طالبان پاکستان له مخکې څخه په ټول پاکستان کې د حملو اعلان کړی او دا لړۍ اوس تر اسلام اباد ورسېده.

هغه وايي "زما په اند د افغانستان او پاکستان طالبان د يوې سيکې دوه اړخونه دي او د بد او ښو طالبانو ترمنځ توپیر نشته"

دی وايي طالبان مخکې هم زموږ دښمنان وو او اوس هم دي او د دوي خلاف مضبوط عمليات پکار دي.

هم دا ډول د شمالي وزیرستان څخه د قامي اسمبلۍ غړی او د قامي جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ ډيوه سره خبرو کې وويل هغه اندېښنې ېې رښتيا شوې چې په خېبر پښتونخوا او قبایلي ضلعو کې شروع شوې د ترهګرۍ دا وروستې لړۍ به تر دغو سيمو محدوده پاتې نه شي او مونږ وليدل چې د ناامنۍ دا لړۍ اوس له اټک نه واوړېده او تر اسلام اباد راورسېده.

ښاغلی محسن داوړ وايي اوس هم د افغانستان طالبان په پاکستان کې حضور لري او د دوي په ضد پاکستان له يوه واضحه تګلاره جوړول پکار ده.

د نوموړي په قول ستونزه دا ده چې پاکستان په ښکاره يوه خبره کوي او په عمل کې بل څه کوي او تر څو چې په تګلاره کې روڼتيا نه وي راغلې ترهګري ناامني به لا پسې سېوا کېږي.

تحریک طالبان پاکستان تېره ورځ په اسلام اباد په پوليسو دترسره شوي ځانمرګي برید پړه په غاړه اخیستې او او دتېر نومبر میاشت کې د حکومت سره د ترسره شوې ډزبندۍ د ختمولو وروسته یې په ټول هېواد کې د حملو پېل کولو ګواښ کړی دی.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منير پرون د جمعې په ورځ د شمالي وزیرستان د سفر په وخت ویلي وو چې د پوځ ټوله توجو په امنیتي حالاتو ده او هوډ یې څرګنده کړی چې د ترهګرۍ مخه به نيسي او د هغوى د سهولت کارو ترمنځ به جوړ جاړی ماتوي.

له دې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو مرکزي وزیر بلاول بوټو زرداري په واشنګټن کې مطبوعاتو ته ویلي وو، افغان طالبانو ته یې پېغام لېږلی چې د پاکستاني طالبانو وسله واله ډله د پاکستان "سره کرښه" ده.

پاکستان تور لګوي چې تحریک طالبان پاکستان وسله وال په افغانستان کي ځالې لري او د افغانستان مځکه د پاکستان خلاف حملو له کاروي خو په افغانستان واکمن طالبان دا تورونه ردوي او وايي دوى د دوحې د تړون لاندې ژمن دي چې د افغانستان خاوره به د بل کوم هېواد ضد کارېدو ته نه پرېږدي.

د پاکستان د پوځ پخوانی افسر او د امنیتي چارو شنونکی ليفټننټ جنرال ر طلعت مسعود ډيوه ته وايي دتحريک طالبان پاکستان وسله وال د پاکستان ضد د افغانستان مځکه کاروي او افغان طالبان په داسې کولو سره پاکستان د فشار لاندې راوستل غواړي چې په رسمي ډول ومنل شي.

هغه وايي دی ويني چې ډېر زر به د ټي ټي پي پرضد د پاکستان دننه پوځي عملیات پیل کړی شي.

ښاغلی مسعود وايي د پاکستان د پوځ د اوسني مشر ټول پام دامنیت ټينګښت ته دی او تاسو به وګورئ چې پوځ به د امنیت په دې تازه معامله غلی پاتې نه شي.

د عوامي نیشنل ګوند مرکزي وياند زاهد خان ډيوه سره خبرو کې وويل باید چې د خېبرپښتونخوا صوبایي حکومت او د هغه وخت د پېښور کور کمانڈر جنرال (ر )فيض حميد سره حساب کتاب وکړی شي چې دوى څنګه د پارليمان څخه بالا د ټي ټي پي سره مذاکرات کول ولې چې دغه مهال پاکستاني طالبانو حملې هم کولې او خپلې پښې یې هم مضبوط کړې.

زاهد خان د فيض حميد د کورټ مارشل کولو غوښتنه هم وکړه او وئ ویل که داسې نه کېږي نو حالات به نور دګډوډي اړخ ته ځي.

وايي د مرکزى حکومت هم مسولیت جوړېږې چې په خېبر پښتونخوا کې اېکشن وګړي ګني حالات به د قابو څخه ووځي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00