شاته

د افغان نجونو د تعلیمې ادارو تړل کیدو پرضد کوټه کې احتجاج شوی دی

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو له لخوا د نجونو دپوهنتونونو تړلو پرضد د شنبې په ورځ د کوټې د مطبوعاتي کلب مخې احتجاج شوی، چې پکې د بېلا بېلو پوهنتونونو افغان کډوال زدکوونکو ،د کوټې مدنې فعالانو، او وکيلانو ګډون درلودو۔

احتجاج کوونکو د ښځينه ښوونځيو او پوهنتونونو د خلاصولو غوښتنه کړې اؤ وایي په نجونو د زده کړو دروازې تړل ټولنه جاهلات ته دیکه کول دي۔

په احتجاج کې برخه لرونکې حسينه وي او ای ډیوه ته وایي پر افغانستان د افغان طالبانو له واکمنېدو سره يې ټول خوبونه ځکه دانه وانه شول چې هلته د نجونو، مکتبونه او پوهنتونونه د طالب واکمنو لخوا وتړل شول.

"له وړوکوالي مې خواهش و چې ژورنالیزم به کوم او يوه ښه خبرياله به جوړېږم او په دا برخه کې به د افغانستان خدمت کوم خو دا خوب اوس نیمګړی راته ښکاري"

د کوټې بيوټمز پوهنتون افغان کډوال زدکوونکي او مدني فعال سعد الدین ډیوه ته وويل په افغانستان کې له اسلامي او افغاني کلتور سره سم درس او تدريس روان و، وايي نه پوهېږي چې بيا ولې د دوی د تعليم لارې تړل شوې دي.

”افغان نجوني په افغاني، پښتني او په شرعي جامه کې خپلو مکتبونو او پوهنتونونو ته تللې، په صنفونو کې د ښځينه او نارينه زده کونکوتر مينځ پردې لګېدلې وې، د طالب چارواکو دا ادعا چې ګواکې په پوهنتونونو کې د نجونو له لوري د حجاب کول نه عملي کیږي ځکه يې پوهنتونونه وتړل دا خبر حقیقت نه لري"


دده په خبره افغان زدکونکي د ذهني فشار سره مخ دي او هغوی چې په خپلو خويندو او لوڼو بې تعلیم کاوه نن بې هيلي شوي دي۔

په احتجاج کې شريک د افغانستان د جوزجان ولایت د پوهنتون استاد انجنېر محمد انور چې اوس کوټې ته را کډه شوی دی، ده پر افغانستان د واکمنو طالبانو څخه غوښتنه وکړه چې خپلې دې پريکړي ته بيا کتنه وکړي،

"د نړۍ د هیوادونو تر مینځ اړيکي د تعلیم په واسطه جوړېږي، د طالبانو دا دریځ چې پوهنتونونه یې تر بل امر تړلي خو د 17 میاشتو تر تېرېدو پس یې هم د سلهاوو ماشومانو راتلونکی خرابوي، په کندهار او کابل کې روغتون شته خو ډاکټره نه لرو کوم چې یو انساني او اخلاقي جرم دی، طالب چارواکي په نړيوالو د خپل حکومت د منلو په موخه په افغانستان کې پوهنتونونه تړي"

د افغان د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزير ندا محمد ندیم، د ښځينه زده کوونکو د پوهنتونونو د بندولو په اړه ويلي وؤ، چې د پوهنتون ښځينه محصلينې پوهنتونونو ته د تللو پر وخت شرعي حجاب او جامه نه عملي کوي،

دهغه په وینا په پوهنتونون کې د نارينه او ښځينو ګډ تعليمي نظام، له نارینه محرم پرته تعليمي ادارو ته د ښځينه زدکونکو تلل او لا هم له يوه او بل ولايت ته له محرمه پرته سفر کول، په درسونو کې د ښځينه زده کونکو لپاره ځانګړو اسلامي رشتو نېشتوالی هغه څه دي چې له وجې يې طالب واکمنو تر امر ثاني پوهنتونونه تړلي دي-

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00