شاته

د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکي له طالبانو د معترضو ښځو او خبریالانو د خوشي کولو غوښتنه کړې

په کابل او ځينو ولایتونو کې د طالبانو لخوا د یو شمېر خبریالانو او ښځینه فعالانو د نیول کېدو په اړه د راپورونو خپرېدو سره هم مهاله، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ژر تر ژره د یادو کسانو د خوشي کولو غوښتنه کړې ده.

دوې ورځې مخکې په کابل، ننګرهار، تخار او ځینو نورو ولایتونو کې چې یو شمېر کسان د ښځو زده کړو بندېدو په غبرګون کې لاریون ته راوتلي و، ویل کیږي چې یو شمېر کسان یې د طالبانو لخوا نیول شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي استازي ریچارد بنیت په دې اړه پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي: "د نجونو د زده کړو په اړه په کابل، تخار او ننګرهار کې د ښځینه لاریون کوونکو او خبریالانو د و نیولو او وهلو په اړه اندېښمن راپورونه شتون لري. د بیان ازاۍ او غونډو څخه انکار کول بشري بحران نور هم سختوي."

ښاغلي بنیت له طالبانو څخه غوښتي چې دغه معترضې ښځې او خبریالان ژر تر ژره خوشي کړي او هم دې د نجونو د زده کړو د بندیز په اړه خپل پرېکړه بیرته لغوه کړي.

د ژولیا پارسي په نوم یوې معترضې ښځې د شنبې په ورځ ډسمبر ۲۴ (مرغومې درېیمه) امریکا غږ ته وویل چې طالبانو د تیرې پنجشنبې په ورځ په کابل ښار کې شپږ معترضې ښځې ونیولې چې څلور تنې یې بیرته خوشي کړې.

اغلې پارسي زیاته کړه: "طالبانو څلور نجونې ونیولې، یوه یې زهرا ماندګار، دوهمه انګېزه ګونش وه دغه دوې تنې یې دریمې حوزې ته وړي وې چې تر ژمنې اخیستو وروسته، چې بیا به لاریونونه نکوي له بند څخه ازادي کړي دي."

د هغې په خبره طالبانو د رقیې ساعي په نوم دوې نورې معترضې هم د لارې پر سر نیولي چې په خبره یې تر اوسه یې درک نه دی معلوم.

د راپورنو له مخې طالبانو په ننګرهار او تخار ولایتونو کې یو شمېر ښځینه او نارینه محصلین چې د نجونو د زده کړو بندېدو په غبرګون کې دوې ورځې مخکې اعتراض کړی و، هم نیولي دي. ویل کیږي چې په دغه ولایتونو کې یو شمېر خبریالان هم د طالبانو لخوا نیول شوي دي.

په کابل او ولایتونو کې د طالبانو امنیتي مسؤلینو تر دا مهاله د معترضو لاریون کوونکو او خبریالانو د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت لخوا د نجونو د لوړو زده کړو بندېدو پرېکړه په داخل هیواد او بهر کې پراخ نړیوال او سیمه ییز غبرګونونه پارولي او د طالبانو څخه یې غوښتي چې دغه پرېکړه ژر تر ژره بیرته واخلي.

د اسلامي هیوادونو له ډلې سعودي عربستان، ترکیې، ایران، قطر، اماراتو، پاکستان، اندونیزیا، د اسلامي هیوادونو د همکارۍ سازمان ایو شمېر نورو هیوادونو د طالبانو حکومت یاده پرېکړه غندلې ده.

طالبان په ۲۰۲۱ کې واک ته له رسېدو وروسته تر بلې هرې برخې ډېر د ښځو د زده کړو، فعالیت او مشارکت په مخنیوي باندې ډېر تمرکز کړی او په ښځو یې کلک بندیزونه لګولي دي.

په تازه غبرګون کې د نړۍ د اوو سترو اقتصادونو (جي-۷) د بهرنیو چارو وزیرانو ویلي دي‌ چې په افغانستان کې له ښځو او نجونو سره د طالبانو چال چلند ښايي د «بشریت ضد جنایت» وګڼل شي.

دوی تیره پنجشنبه په یوې اعلامیې کې له طالبانو څخه وغوښتل چې په پوهنتونونو کې د ښځو په تحصیل لګول شوی بندیز لېرې کړي.

خو د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم وايي دوې ورځې مخکې یادو غبرګونونو ته په ځواب کې «بې حجابي، له محرم پرته سفر، منکرات او د هلکانو او نجونو ګډ» ټولګي په پوهنتونونو کې د نجونو د تحصیل د ځنډولو او بندولو په اړه خپل عمده دلیلونه وګڼل.