شاته

د نجونو په زده کړو بندیز ته غبرګون؛ طالبانو هرات کې د ښځو د لاریون مخه نیولې

د طالبانو حکومت لخوا د نجونو د لوړو زده کړو بندیز پرېکړې ته د غبرګونونو په دوام، په هرات کې لسګونو ښځو او نجونو لاریون کړی دی، خو طالبانو د دغه لاریون د پراخېدو مخه نیولې ده.

دغو معترضو مېرمنو چې شمېر څه باندې ۷۰ تنو ته رسېده نن شنبه سهار ډسمبر ۲۴ (مرغومې درېیمه) د هرات ښار له داخل څخه خپل لاریون پیل کړ او "قران ته په احترام، د ښځو حق مه اخلی" - یاټوله، یا هیڅوک" او "زده کړې زموږ حق دی" شعارونه یې ورکول.

یادو معترضو مېرمنو په افغانستان کې د طالبانو حکومت لخوا د ښځو په وړاندې محدودیتونو په دوام د ښځو د زده کړو بندېدو پر پرېکړې انتقاد وکړ او د دغه پرېکړې د لغو کېدو غوښتنه یې وکړه.

ویل کیږي چې دغه معترضو مېرمنو غوښتل چې د هرات ولایت مقام مخته ولاړې شي او خپل غوښتنې له طالب چارواکو سره شریکې کړي، خو وايي، طالب سرتیرو یې مخه نیولې ده.

په ټولنیزو رسنیو کې خپرو شوو ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې، د طالبانو کسان د یادو معترضو مېرمنو د خواره واره کېدو په هدف د اطفائیې په مرسته پر هغوی اوبه پاشي.

یوې معترضې مېرمنې د طالبانو مخنیوي ته په غبرګون کې وویل چې هغوی (طالبان) په افغانستان کې له ښځو څخه ویریږي.

په هرات ولایت کې د طالبانو یو سیمه ییز چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي امریکا غږ ته وویل چې دوی ځکه د ښځینه معترضینو مخه نیولې چې هغوی غوښتل د هرات ولایت مقام مخته ولاړې شي.

هغه زیاته کړه چې هغوی د دغه معترضو مېرمنو د خواره واره کولو او لاریون پراخېدو مخنیوي لپاره له اطفائیه موټر څخه استفاده کړې ده.

د طالبانو حکومت لخوا د نجونو د زده کړو ځنډېدو پرېکړه په کور دننه او بهر په پراخه کچه غندل شوې ده.

د تیرې پنجشنبې په ورځ کابل ښار کې هم د ښځو د حقوقو یو شمېر فعالینو هم د نجونو د لومړنیو او لوړو زده کړو د حق لپاره "یا [تحصیل] د ټولو لپاره، یا د هېچا لپاره هم نه"، "ازادي او برابري"، "امنیت او زده کړې"، "یو د ټولو لپاره او یا ټول د یو لپاره" شعارونه ورکول.

طالبانو په ۲۰۲۱ کې واک ته له رسېدو وروسته تر بلې هرې برخې ډېر د ښځو د زده کړو، فعالیت او مشارکت په مخنیوي باندې ډېر تمرکز کړی او په ښځو یې کلک بندیزونه لګولي دي.

سعودي عربستان، قطر، امارات، ترکیې، د اسلامي هېوادونو کنفرانس، امریکا، بریتانیا، ملګرو ملتونو او نورو ډېرو هېوادونو د نجونو او ښځو د زده کړو او مشارکت په اړه د طالبانو پرېکړې غندلې دي.

خو د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم وايي دوې ورځې مخکې یادو غبرګونونو ته په ځواب کې «بې حجابي، له محرم پرته سفر، منکرات او د هلکانو او نجونو ګډ» ټولګي په پوهنتونونو کې د نجونو د تحصیل د ځنډولو او بندولو په اړه خپل عمده دلیلونه وګڼل.