شاته

روسیه کې د زاړو خلکو د ساتنې په مرکز کې د اور لګیدلی له امله ۲۲ تنه مړه شوي

روسي مقاماتو د سې شنبې په ورځ ډسمبر ۲۴ (مرغومي ۳) وویل چې د سایبریا په کیمیروفو ښار کې د زاړو خلکو د ساتنې په یو مرکز کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي دي.

د روسیې د پلټنو کمیټې ویلي دي چې دا ځای په رسمي ډول د د زاړو کسانو د ساتنې د کور په توګه نه دی ثبت شوی.

ددغه اور لګېدنې لامل چې د شپې له خوا رامنځته شوی تر اوسه نه دی څرګند شوی. کیمیروف ښار د روسیې د پلازمینې مسکو ښار په ۳۶۰۰ کیلومترۍ کې پروت دی.

د روسیې د بیړنیو حالاتو د ادارې لخوا خپره شوې ویډیو ښيي چې د اور وژنې موټرونه او د بیړني حالت وسایط د اورلګېدنې ځای ته نږدې راټول شوي او هڅه کوي چې په اور کې بند پاتې کسان وژغوري. هغه عکسونه چې وروسته د اضطراري څانګې لخوا خپاره شول ښیي چې د زاړو کسانو کور په بشپړ ډول سوځیدلی.

د روسیې د تحقیقاتو کمیټې چې د جدي جرمونو څیړنه کوي، ویلي دي چې د اور لګیدو د علت په اړه یې پلټنې پیل کړي دي. د دوی په وینا اورلګیدنه د بې پروایی له امله رامنځته شوې ده.

دغې کمېټې په یو بیغام کې چې د ټیلیګرام له لارې خپور شوی ویلي چې د "وژل شویو کسانو شمېر ۲۲ تنو ته رسېدلی دی." په دې پیغام کې ویل شوي، چې په دې اور لګېدنه کې شپږ نور کسان ټپیان شوي، چې دوه یې سخت سوځېدلي او روغتون ته لېږدول شوي دي.

د روسیې د پلټنو کمیټې له خوا په خپره شوې لومړۍ اعلامیه کې د زاړو کسانو د ساتنې دغه کور غیر قانوني بلل شوی و، خو بیا وروسته ترې د غیرقانوني کلمه حذف شوې ده.

خو د روسیې رسمي خبري اژانس تاس د پولیسو د سرچینو له قوله راپور ورکړی چې دغه کور په غیر قانوني توګه فعالیت کاوه.

تاس راپور ورکړی چې اور د لرګیو څخه په جوړې شوې دوه پوړیزه ودانۍ کې لګیدلی دی.

د روسیې د تحقیقاتو کمېټې ویلي، هغه ۳۱ کلن سړی چې د بوډاګانو لپاره یې دغه ځای په کرایه نیولی و، د پوښتنو ګروېږنو لپاره احضار شوی دی.

د روسیې د پلټنو کمیټې د راپور له مخې، د پیښې په شپه ددې کور اوسیدونکو د بخارۍ د خرابیدو په هکله شکایت درلود، خو دې سړي د بخارۍ د ترمیم لپاره هیڅ ونه کړل.

په روسیه کې د اداري فساد له کبله اکثر د اور وژنې د خوندیتړب په اړه قوانین له پامه غورځول کیږي، ځکه چې د ودانیو جوازونه د چارواکو لخوا د رشوت په بدل کې ورکول کیږي.

په ۲۰۱۸ کې هم د کیمیروفو په ښار کې د پیرودلو په یوه مرکز کې د اور لګیدو په پایله کې د ۴۱ ماشومانو په ګډون ۶۴ کسان مړه شوي وو. د دې ناورین وروسته، د اور وژنې خوندیتوب نیمګړتیاوې په ټوله روسیه کې په سلګونو سوداګریزو او کلتوري ځایونو کې ثبت شوي دي.