شاته

"طالبان د اسلام ټېکه داران"، او د پاکستان “سره کرښه” که شنه؟

تېره ورځ چې د امریکې په سر ښار واشنگټن کې د پاکستان څلور دېرش کلن خارجه وزیر بلاول بهټو زرداري وویل:

"طالبان د پاکستان سره کرښه ده"

نو د سفارت خانې په تالار کې د ناستو او د سیمې په چارو د نظر لرونکو خبریالانو وروځې ورپېدې او د سترګو ګاټي یې تاو شول.

دغلته ناست د ډان ورځپاڼې د خبریال انور اقبال ترمخه په کال 2021 کې د طالبانو د واکمنۍ ورستو دا په لومړي ځل کابل ته د اسلام اباد نوی او ښکاره وینا وه :

"دا یو پیغام ؤ".

د وي او ای ډیوه دغه پوښتنه چې ایا د طالبانو خواخوږی گڼل کیدونکی پاکستان اوس په افغانستان کې د واکمنو طالبانو په هکله خپلې تگلارې ته بیا کتنه کوي ؟

ښاغلي زرداري نزدې یولس مینټه اوږد ځواب وویلو:

"مونږ افغان طالبانو ته مخکې هم دا پیغام ورلېږلی، زما په فکر پکار ده چې بیا هم ورته اووایو، چې پاکستاني طالبان زمونږ لپاره سره کرښه ده"

انور اقبال وايي د بلاول بیان د هیواد تگلاره ځکه ده چې هغه د هیواد خارجه وزير دی.

د ښاغلي اقبال په خیال دا “وارنینگ (خبرداری) ؤ"

ښاغلي زرداري چې د ډیوه د پوښتنې ځواب وویلو نو د خپل "وارنینگ" وضاحت یې داسې وکړو:

"که چرې دويي (پاکستاني طالبانو) ته د افغانستان لخوا کومې مرستې یا سهولت رسیږي نو دا به زمونږ په اړیکو بد اثر پرېباسي"

د پاکستان په خیال دا وخت تحریک طالبان پاکستان په افغانستان کې خوندي ځالې لري. د امریکا د مرکزي کمانډ مشر جنرل مائکل کوریلا د تورخم د سفر په وخت او د باندینوچارو وزير ایتوني بلینکن په امریکا کې د ښاغلي زرداري سره د لیدو کتلو پس هم پاکستان ته د ټي ټي پي په ورپېښو گواښونو د ژورو فکر مندیو څرگندونې کړي.

ښاغلي زرداري ډیوه سره د خبرو په وخت له طالب واکمنو څخه په سپینو ټکو کې ډیمانډ( غوښتنه) وکړه چې یواځې په اراده کار نه کیږي:

"عملي گامونه واخلئ"

ښاغلي زرداري دا هم وویل چې په افغانستان کې د پټو طالبانو په پاکستان د حملو نه پرته نور گاونډیان هم اندیښمن دي:

" چین د اېسټ ترکستان مومنټ په اړه اندېښنې لری، القاعده هم هلته شته، افغان طالبان پخپله هم د داعش لخوا د بریدونو سره مخ دي"

پښتانه هم کابل ته د پاکستان د خارجه وزير ورکړی "وارنینگ" د ریاست پاکستان تگ لاره گڼي؟

که څه هم انور اقبال گڼي چې د خارجه وزير بیان د ریاست تگلاره ده خو ایا په پاکستان کې د ترهگرۍ ښکار پښتانه هم کابل ته د پاکستان د خارجه وزير ورکړی "وارنینگ" د ریاست پاکستان تگ لاره گڼي؟

د پاکستان په قومي اسبملۍ کې د باندینو چارو د کمیټۍ مشر محسن داوړ داسې نه گڼي.

تېره ورځ د ډیوه سره د خبرو په وخت هغه وویل مني چې د پاکستان پارلیمان د دفاع او کورنیو چارو په تگ لارو جوړولو کې:

"ازاد نه دی"

د ملتپال عوامي نیشنل گوند د پښتونخوا صدر ایمل ولي خان هم ډیوه ته د ېوې پوښتنې ځواب داسې ورکړو چې:

"د پاکستان د باندینو او دفاع د چارو تګ لاره په پارلېمان کې نه جوړېږي"

نو دغه تگ لارې څوک جوړوي؟

د پروفیسر سید عرفان اشرف په خیال:

د "پاکستان پوځ"

ایا پوځ هم طالبان سره کرښه گڼي؟

پوځ داسې کوم ټکی د طالبانو لپاره خو کله نه دی کارولی البته په کال 2018 کې د دسمبر په اتمه د پوځ ترجمان اصف غفور د پاکستان د ترهگرۍ خلاف جگړې ته مشکوکه ویونکي تنظیم پښتون تحفظ مومینټ ته د سرې کرښې گواښ ورکړی ؤ:

"که له سرې کرښې او خپل حده واوښتۍ نو ریاست به مجبوره شي چې له خپل واک څخه کار واخلي"

د پي ټي ایم تر څنگ په نړیوالو اخبارونو او د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ په گډون گڼ شمیر امریکایانو په خیال پاکستان د ترهگرۍ خلاف جگړه کې تل دوه مخي کړېده.

"طالبان د اسلام ټېکه داران"

په افغانستان کې په ښځو د طالبانو د تعلیم تمبې تړل افغانو میرمنو، جینکو او نړیوالو رد کړي. په دې هکله

د پاکستان د خارجه چارو وزیر بلاول بټو زرداري د ډیوه یوې پوښتنې ته په ځواب کې وویل دا اندېښنې د وړاندې نه موجودې وې او له طالبانو یې غوښتنه وکړه:

"جینکۍ د زده کړو او تعلیم نه محرومه کول بد ګام دی"

هغه وویل په مذهب اسلام کې د ټولو انسانانو لپاره زدکړو یو شان حکم شوی دی:

"دوي دې د ځان نه د مذهب ټېکا داران نه جوړوي"

هغه وویل:

"په قران کې دا نه دي ویل شوي چې سړي دې زده کړې وکړي او ښځې دې نه کوي"

په کابل کې واکمنو سخت دریځو اسلام پالو طالبانو د پاکستان خارجه وزير ته تر دې دمه کوم عکس العمل نه دی ښودلی، خو دریځ لري چې د شرعي او اسلامي قوانينو ترمخه یې دغه ګامونه پورته کړي دي.

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو سرپرست وزير شیخ الحديث ندا محمد نديم البته وايي دويي فرمایشي اسلام نه مني، هغه په یو ټویټ کې لیکلي دي:

"د نجونو د تعلیم د بندېدلو په خاطر مجاهد ملت د ا.ا.ا مشرانو بیا خصوصا ماته په غصه دي، په داسې حال کې چې دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم امر دی، اسلام ښځې ته اجازه نه ورکوي چې د تعلیم په بهانه فحاشي وکړي. ښځه د نارینه وو مزرعه ده، او د نارینه خدمت ورباندې واجب دی نه تعلیم"

که څه هم د ښاغلي زرداري په گډون گڼ شمېر افغانان او مذهبي مشران وايي طالبان د اسلام ټېکه داران نه دي خو د شیخ الحديث ندا محمد نديم په رنگ طالبان په وايي په اسلام کې تمامې فیصلې په قران او حديث کې شوي او د بحث گنجایش پکې نشته!

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

ځانګړې ویډیوګانې

د اوکراېن ولسمشر د امریکا کانګرس ګډې غونډې ته وینا کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:30 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00