شاته

د مکسیکو سرحد کې زرګونه پناه غوښتونکي امریکا ته د ننوتلو انتظار کوي  

د امریکا د متحدو ایالتونو او مکسیکو په سرحد کې زرګونه پناه غوښتونکي ‌او کډوال راټول شوي‌ او متحدو ایالتونو ته د ننوتلو شېبې شمېري.

دوی هیله لري چې په پناه غوښتونکو او کډوالو باندې د امریکا د حکومت له لوري‌ د لګول شویو بندیزونو د مودې له ختمېدو وروسته وکولای شي امریکا ته داخل شي.

د امریکا د فدرال حکومت روغتیايي لارښوونې موده، چې متحدو ایالتونو ته د لاتینې امریکا څخه د راتلونکو پناه غوښتونکو او کډوالو مخه نیسي، تېره ورځ پای ته ورسېده. دا لارښوونه «۴۲ فصل» نومېږي خو د امریکا عالي محکمې حکم کړی چې په موقت ډول دې د اجرا وړ وي.

دا لارښوونه د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره خپره شوې، چې په اساس یې ایالتي مقامات دا صلاحیت لري هغه پناه غوښتونکي او کډوال، چې په ناقانونه ډول متحدو ایالتونو ته داخلېږي، بېرته مکسیکو ته واستوي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د امریکا د متحدو ایالتونو له عالي محکمې څخه وغوښتل چې دا لارښونه دې د ډسمبر تر ۲۷ نېټې پورې د اجرا وړ وي.

په سرحد کې راټول شوي‌ اکثریت پناه غوښتونکي له ډېرو سختو او پیچلیو لارو څخه راتېر شوي او اوس هلته په خیمو یا ازادې فضا کې اوسېږي او د هوا په سړېدو سره یې هلته پاتې کېدل هم ستونزمن شوي دي.

د امریکا د تکزاس ایالت د الپاسو ښار ته نژدې د سرحد په اوږدو کې د امریکا د ملي ګارد ځواکونه ځای په ځای شوي‌ چې د پناه غوښتونکو د ننوتلو مخه ونیسي. دا سیمه امریکا ته د پناه غوښتونکو عمده لار بلل کېږي.

سپینه ماڼۍ وایي چې په جنوبي سرحدونو کې یې ۲۳۰۰۰ ځواکونه ځای په ځای کړي دي او په ځینو برخو کې یې امنیتي‌ تدابیر هم زیات کړي ‌دي.

د الپاسو ښاروال تېره اونۍ د پناه غوښتونکو د ګڼې ګوڼې له کبله په سرحد کې اضطراري حالت اعلان کړ.