شاته

له ښځو سره د طالبانو چلند ممکن 'د بشریت ضد جنایت' وي- جي-۷  

د نړۍ د اوو سترو اقتصادونو )جي-۷( د بهرنیو چارو وزیرانو ویلي دي‌ چې په افغانستان کې له ښځو او نجونو سره د طالبانو چال چلند ښايي د «بشریت ضد جنایت» وګڼل شي.

دوی نن پنجشنبه ډسمبر ۲۲ (مرغومې اول) په یوې اعلامیې کې له طالبانو څخه وغوښتل چې په پوهنتونونو کې د ښځو په تحصیل لګول شوی بندیز لېرې کړي.

د جي-۷ هېوادونو [ایالات متحده، جاپان،‌کانادا،‌ آلمان، بریتانیا، فرانسه او ایتالیا] د بهرنیو چارو وزیرانو په یوې اعلامیې کې ویلي‌ دي: «د روم د تړون په اساس، چې افغانستان یې هم غړی دی، تعقیب او جنسي ځورونه د بشریت ضد جنایت بلل کېږي.»

په اعلامیې کې راغلي دي: «د طالبانو تګلارې چې له ټولنیز ژوند څخه د ښځو د شړلو لپاره جوړې شوې، زموږ د هېوادونو او طالبانو ترمنځ د تعامل په څرنګوالي کې به اغیزې ولري.»

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت په یو فرمان کې خصوصي او حکومتي پوهنتونو ته وویل چې «تر امرثاني پورې د نجونو تحصیل دې وځنډوي».

د جي-۷ هېوادونو تر اعلامیې مخکې د استرالیا، کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان، هالنډ، ناروې، اسپانیا، سویس، بریټانیا او متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارتو او د اروپایي ټولنې استازي په یوې مشترکه اعلامیه کې پوهنتونونو ته د نجونو د تګ د مخنیوي او له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځیو د تړل کیدو په اړه د طالبانو پریکړې په کلکه غندلي دي.

ددغو هیوادونو په اعلامیه کې راغلي: «موږ له طالبانو غواړو چې په پوهنتونونو کې د نجونو او میرمنو د تعلیم په اړه خپله پریکړه ډیر ژر او بې له ځنډه بدله کړي او هغه اقدامات هم له منځه یوسي چې له مخې یې له شپږم ټولګي پورته ښوونځي بند دي.»

د طالبانو د حکومت دا پرېکړه په افغانستان کې دننه او د افغانستان څخه د باندې سیاستوالو، حکومتونو، بشري‌ حقونو ادارو،‌ لوبغاړو او نورو عادي افغانانو په کلکه غندلې ده.