د امریکې د بهرنيو چارو مرستيالې وزيرې د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر سره ليدلي
د امریکې د بهرنيو چارو وزارت ویلي، د امریکې د بهرنيو چارو مرستیالې وزير وېنډي شېرمن د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر بلاول بټو زرداري سره ليدلي، په پاکستان د سېلابونو نه د بيا بحالۍ، ترهګرۍ او افغانستان کې د جينکو د پوهنتونونو تړلو په موضوعاتو يې ورسره خبرې کړي دي.
د امریکې د بهرنيو چارو وزارت په 21دسمبر ويلي، دواړو وزيرانو په پاکستان کې د راغلو سېلابونو څخه د بيا بحالۍ د روانو هڅو او چاپيريال د بدلون په اړه د پاکستان د مرستو دپاره په 9 جنورۍ په جنېوا کې د نړيوالې غونډې په تړاو خبرې کړې دي.
شېرمن په پاکستان کې په وروستیو کې په ترهګرو بريدونو کې په وژنو خواشيني څرګنده کړې او دواړو ژمنه کړې چې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې به د دواړو هيوادونو مرستې پياوړې کوي.
دواړو د توانايۍ، اقتصاد او چاپيريال په اړوند هم خبرې کړي دي.
شېرمن او بلاول په افغانستان کې د واکمنو طالبانو لخوا د جينکو دپاره د پوهنتونونو تړلو پرېکړې ته افسوسناکه ويلي، او په افغانستان کې د طالبانو لخوا د ښځو او جينکو د حقونو په اړوند ژمنو ټينګ ساتلو په هڅو يې هم خبرې کړي دي.
د بهرنيو چارو وزارت ویلي، وېنډي شېرمن په خبرو کې د روس لخوا په اوکراين د غېر قانونه جنګ کې د اوکراين د ملاتړ ټینګار هم کړی دی.
له دې وړاندې د امریکې د بهرنيو چارو وزیر انتوني بلينکن هم د بلاول بټو زرداري سره خبرې کړې وې.
په دغو خبرو کې هم په پاکستان کې د سېلابونو څخه اغېزمن شوو د بيا بحالۍ په اړوند خبرې شوي او بلاول د امریکا مننه کړې چې د سېلاب ځپلو دپاره يې د نهه کروړه او 70 ډالرو مرستې کړي دي.