شاته

نیپال هغه متکرر قاتل آزادوي چې په افغانستان او نورو هیوادونو کې یې قتلونه کړي

نیپال له زندان څخه د چارلس صبحراج په نامه هغه متکرر فرانسوی قاتل آزادوي چې په نوموړي هیواد کې له مجرم ګڼل کیدو وروسته په عمري بند محکوم شوی وو.

نیپالي چارواکو د چهار شنبې په ورځ ډسمبر ۲۱ (لیندۍ ۳۰) وویل چې نوموړی د خراب صحي وضعیت، ښه چلند او د خپل قید د ډیرې برخې د تیرولو له امله ازادیږي.

دغه قاتل تر دې وړاندې اقرار کړی وو چې په څو غربي ګرځندویانو سربیره یې د ۱۹۷۰ کلونو پرمهال په افغانستان، هند، ټایلنډ، ترکیې، نیپال، ایران او هانګ کانګ کې شاوخوا ۲۰ کسان وژلي دي. خو نوموړی د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۴ کال کې په نیپال کې د محکمې له خوا مجرم وګڼل شو.

د نیپال سترې محکمې په پریکړه کې همدارنګه راغلي دي چې چارلس باید په راتلونکو ۱۵ ورځو کې یاد هیواد پریږدي خو دا یې ندي ویلي چې نوموړي به چیرته ځي.

هغه په نیپال کې د دوو ګرځندویانو د وژلو له امله چې یو یې امریکایي او بل یې کاناډایي وو، دوه ځله په عمري قید محکوم شوی وو. په نیپال کې عمري قید ۲۰ کاله دی.

د محکمې اسنادو روښانه کړې چې چارلس د خپل قید ۷۵ سلنه برخه تیره کړې او اوس د آزادیدو پر شرایطو برابر دی. محکې ویلي دي چې دغه متکرر قاتل د زړه ناروغي لري.

صبحراج دوه لسیزې د تیهار په نامه د نوې ډهلي په یوه زندان کې چې تر سخت امنیتي څار لاندې دی د غلا په تور تیر کړل خو له تورنیدو پرته په ۱۹۹۷ کال کې فرانسې ته واستول شو. خو هغه په ۲۰۰۳ کال کې یوځل بیا په کټمانډو کې راڅرګند شو.

ددې راپور په جوړیدو کې د اسوشیټډ پرس له موادو کار اخیستل شوی