شاته

نړيوالو سازمانونو له طالبانو غوښتي چې د نجونو د تحصيل ځنډولو پرېکړه بېرته واخلي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر د طالبانو له‌خوا په افغانستان کې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو تړل کېدل د نجونو او ښځو لپاره د یوه وحشناکه او بې رحمانه اقدام په توګه یاد کړی دی.

وولکر توسک پرون (د ډيسمبر په ۲۱) په یوه اعلامیه کې وویل چې، د طالبانو دغه پرېکړه په افغانستان کې د ټولو لپاره د مایوسۍ وړ په شاتګ دی.

هغه زیاته کړه چې د ژوند له ټولو برخو په سیستماتیک ډول د نجونو او ښځو محرومول په نړۍ کې بې‌سارې ده.

په عین حال کې د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیف بورل ويلي چې دا ټولنه په افغانستان کې د محصلو نجونو په اړه د طالبانو پرېکړه غندي.

په نننۍ نړۍ کې دغه بې‌ساری اقدام، د افغانانو له حقونو او هیلو څخه سر غړونه ده

بوریل پرون په یوه ټویټ کې وويل چې، په نننۍ نړۍ کې دغه بې‌ساری اقدام، د افغانانو له حقونو او هیلو څخه سر غړونه ده او افغان ښځې په ټولنه کې له ونډې اخیستو بې برخې کوي.

د بوریل په خبره جنسیتي ځورونه د بشریت په وړاندې جرم دی.

د بشري حقونو د څار سازمان له طالبانو غوښتي چې د پوهنتونونو او د منځنیو ښوونځیو او لېسو دروازوې په فوري توګه د نجونو پر مخ پرانیزي.

د دې سازمان د تېرې ورځې په اعلامیه کې ويل شوي چې، افغانستان ته بسپنه ورکونکي هېوادونه او نړېواله ټولنه باید له طالبانو سره د دغه ټپ په اړه چې د بشري حقونو د څار سازمان په وينا نه یوازې ښځې او نجونې بلکې ټول افغانان یې زیانمن کړي، خبرې وکړي.

يو شمېر محصلانې، انځور - ارشيف
يو شمېر محصلانې، انځور - ارشيف

سحر فطرت چې له دې سازمان سره د څېړونکې په توګه کار کوي، تېر ماښام ازادي راډیو ته وويل چې، د طالبانو دغه اقدام یو وار بیا وښوده چې دوی د ښځو ضد دي.

نوموړې وويل: "د نجونو د زده کړو بهیر د روان کال په پسرلي کې چې طالبانو نجونې ښوونځیو ته له تلو منع کړې، زیانمن شوی و. موږ پوهېدو چې یو یا دوه کاله وروسته به چې هیڅ د ښوونځې فارغانې ونه لرو، نو د ښځو لپاره به هم هیڅ پوهنتون نه وي. خو دا چې طالبانو اوس دغه پرېکړه کړې، دا په دې معنا ده چې یوه کلکه څپیړه یې د ښځو او نړېوالې ټولنې پرمخ وهلې ده."

د بخښنې نړېوال سازمان هم په یوه ټویټ کې ويلي چې طالبان په افغانستان کې د ښځو له اساسې حقونو څخه انکار کولو ته دوام ورکوي او اوس یې د نجونو پر مخ پوهنتونونه وتړل.

يو شمېر محصلانو سږکال پوهنتونو ته د لار موندنې په خاطر د کانکور ازموينه هم ورکړه.
يو شمېر محصلانو سږکال پوهنتونو ته د لار موندنې په خاطر د کانکور ازموينه هم ورکړه.

په عین حال کې د اسلامي همکارۍ سازمان د طالبانو پر دغې پرېکړې ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

د دې سازمان رئيس حسن ابراهیم طه پرون په یوه اعلامیه کې وويل چې، د طالبانو دغه اقدام چې د پوهنتونونو دروازوې یې د نجونو پرمخ وتړلې، د اسلامي همکارۍ سازمان ته ډېر مایوسونکی دی.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت هم پرون په یوه اعلامیه کې له طالبانو غوښتنه کړې چې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د تړل کېدو په اړه خپله پرېکړه بېرته واخلي.

په اعلامیه کې ويل شوي چې د طالبانو دغه اقدام ټول اسلامي هېوادونه حیران کړي دي.

قطر چې د طالبانو او امریکا تر منځ یې خبرو ته زمینه برابره کړې وه، د طالبانو دغه اقدام مایوسونکی بللی دی.

د ښځینه محصلانو د پوهنتونونو بندېدل؛ تند غبرګونونه او اعتراضونه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:40 0:00

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په وينا دغه ډول اقدامات به د افغانستان پر بشري حقونو، اقتصاد او پرمختیا جدي اغېزه وکړي.

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې په افغانستان کې به د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې تر امرثاني پورې بندې وي.

نړیوال د طالبانو د دې پرېکړې په وړاندې غبرګونونه داسې مهال څرګندوي چې له دې مخکې نړيوالو د طالبانو له‌خوا ښوونځیو ته له شپږمو ټولګیو د پورته نجونو پر تګ، د ښځو پر کار، سفر، پارکونو، لوبغالو او حمامونو ته پر تګ، اجباري حجاب او پر اعتراضونو یې د لګول شویو جدي محدودیتونو په اړه تل انتقادونه کړي او هغه یو له هغو لاملونو بلل کیږي چې د نړۍ هیڅ یوه هېواد تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی.