شاته

عبدالقدوس بزنجو: د ریکوډیک پروژې نه به هر کال بلوچستان ته 300 اربه روپۍ په لاس ورځي

پېښور ــــ دپاکستان دپسمانده صوبې بلوچستان وزیراعلا عبدالقدوس بزنجو وایي چې د ریکوډک منصوبې نه به دغه صوبې ته هرکال پرته له سرمایه کارۍ 300 اربه روپۍ ترلاسه کیږي.

دخالي په ورځ کوټه کې دقامي ورکشاپ په نوم راجوړې شوې دستورې ته خپله وینا کې ویلي چې ریکوډک پروژه د پانګونې دروازه ده اؤ دا پروژه پاکستان ته د اتوؤ اربو ډالرو بهرنۍ پانګونې راوړي.

هغه وویل دبلوچستان معدنیات ددې صوبې اؤ هیواد مستقبل دی .

د ریکوډک پروژې په اړه دبلوچستان وزیراعلا وویل" په دې پروژه کې مرکز خپله 15 اؤ زمونږ 25 فیصدي برخه دخپل جیب په لګښت اخستې اؤ تر دې وروسته مونږ پرته له کومې سرمایه کارۍ د25 فیصدي ګڼې مالکان یو"

هغه ویلي که چرې د ریکوډک تړو نه ؤ شوی نو هیواد اثاثې به په جرمانه کې تللې وې خو اوس به هرکال 300 اربه روپۍ ددې پروژې نه بلوچستان اؤ 200 اربه روپۍ مرکز ترلاسه کوي.

په 16م دسمبر دبلوچستان دحکومت اؤ دکاناډا د بیرک ګولډ کمپنۍ ترمنځ دریکوډک په نوم بلوچستان کې دسرو زرو دکان کیندنې داتوؤ اربو ډالرو په تړون لاسلیکونه شوي دي خو دبلوچستان سیاسي اؤ ملت پاله ګوندونه په دې تړون سختې نیوکې کوي اؤ دا دبلوچستان په حقونو ډاکه ګرځوي.

تیره اوونۍ دبلوڅ قامپاله ګوند بي اين پي مشر سردار اختر مېنګل پر خپل ټويټر پاڼه ليکلي وؤ چې د ریکوډک اختيار وفاقي حکومت ته ورکول کله هم نه تسليموي.

د نېشنل ګوند ايالتي وياند علی احمد لانګو ډیوه سره په خبرو کې ویلي،د ريکوډک سره زر او کاپر د بلوچستان د بچیانو حق دی ځکه يو چاته هم ددې د وړلو اجازه نه ورکوي.

دبیرک ګولډ کارپوریشن سره دشوي تړون له مخې ګولډ بیرک کمپني په دې پروژه کې 50 فیصد برخه لري، د بلوچستان حکومت پکې 25 فیصده ونډې لري او پاتې 25 فیصده برخه د دریو دولتي شرکتونو لخوا په مساوي ډول (8.33 فیصده) کنټرول کیږي.

بلوچستان ریکوډک کانونه د سرو زرو او مسو د زیرمو له امله مشهور دي او ویل کیږي چې په دغه سیمه کې د سرو زرو د نړۍ پنځمه لویه ذخیره شتون لري-

د ریکوډیک کان کیندنې پروژې اصلي تړون په کال 1993 کې د بي ایچ پي نومې کمپنۍ سره لاسلیک شوی و چې ورسته کال 2006م کې دا د کاناډا بیرک ګولډ او د چیلي انټوفاګاسټا ته وسپارل شو. او د ټهیتیان کوپر کمپنۍ په مرسته په لویه کچه د سرو زرو او میسو زیرمې وموندل شوې.

خو په 2011 کال کې دبلوچستان حکومت دغه لوظنامه رد کړه او په 2013 کال کې سترې محکمې هم باطل اعلان کړه.

په 2019 کې، د نړیوال بانک د منځګړیتوب عدالت په پاکستان باندې د کانونو د غیرقانوني انکار له امله جرمانه ولګوله.

سږ کال د مارچ په میاشت کې،وفاقي او د بلوچستان حکومتونو د دوو نړیوالو شرکتونو - انټوفاګاستا PLC او بیریک ګولډ کارپوریشن سره د ریکوډیک پروژې د بیارغونې لپاره موافقه وکړه چې انټوفاګاسټا ته یې د وتلو اجازه ورکړه. او دغه رنګه پاکستان د ریکوډیک په قضیه کې د 11 اربو ډالرو جرمانې څخه بچ شو.

ځانګړې ویډیوګانې

په کويټه کې د ژوبل شوو پښتنو درملنه روانه ده
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00