شاته

د عمران خان ګوند راتلونکې اوونۍ دوه ولایتي اسامبلۍ منحلوي

د پاکستان مخکني صدراعظم عمران خان شنبه ډسمبر ۱۷ ( لیندۍ۲۶) اعلان وکړ چې ګوند به یې دوه ولایتي اسامبلۍ د ټاکلې نیټې څخه وړاندې راتلونکې اوونۍ پدې خاطر منحلې کړي په فدرالي حکومت د وخت څخه وړاندې انتخاباتو کولو لپاره فشار لا ډیر کاندي.

ښاغلي خان چې د لاهور په ښار کې یې خپلو پلویانو ته وینا کوله وویل،"راتلونکې جمعه (د ډسمبر ۲۳۲۳مه) به مونږ د پنجاب او خیبر پښتونخوا اسامبلۍ منحلې کاندو".

د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند د هیواد څلورو ولایتي اسامبلیو څخه د دوو کنټرول په لاس کې لري او پاتې دوه نورې یې د سیاسي مخالفینو په لاس کې دي او فدرالي حکومت هم د شهباز شریف تر مشرۍ لاندې د ګوند سره دی او د عمران خان سیاسي مخالفینو پدې اسامبلیو کې ویلي چې ملي او سیمه ایز انتخابات به د ټاکلې نیټې – ۲۰۲۳ نومبر د میاشتې څخه وړاندې ونکړي.

د عمران خان دا پریکړه ښایي په پاکستان کې د اساسي قانون د یو بل ناورین سبب شي.

په پاکستان کې په تاریخي لحاظ د فدرالي او ولایتي حکومتونو لپاره عمومي انتخابات په یو وخت کې کیږي خو که عمران خان په دوو ولایتونو کې اسامبلۍ لغوه کړي ښایي په جلا جلا وختونو کې په راتلونکو ۹۰ ورځو کې انتخابات وشي او ممکن په پاکستان کې د حقوقي ستونزو سبب شي.

د پاکستان د ۲۲۰ ملیون وګړو څخه تقریباً نیمایي یې د پنجاب په ولایت کې ژوند کوي چې د اسامبلۍ کنټرول یې د عمران خان تحریک انصاف ګوند په لاس کې دی. ښاغلي خان ویلي چې د خیبر پښتونخواه او پنجاب په ولایتونو کې انتخابات پدې معنی چې د هیواد په ۶۶ په سلو برخې کې انتخابات کیږي.

عمران خان تیره میاشت وویل چې ګوند یې پریکړه کړې چې د ګڼ شمیر ولایتي اسمابلیو د څوکیو څخه په ډله ایزه توګه استعفا وکړي.

هغه وویل، "مونږ به نور د دې نظام برخه نه اوسو. پریکړه مو کړې چې ټولې اسامبلۍ ترک کړو او د دې فاسد نظام څخه ووځو".

د روان کال په اپریل میاشت کې د پارلمان له خوا د عدم اعتماد رایې وروسته، عمران خان او د هغه پلویانو د پاکستان په بیلابیلو برخو کې پراخې مظاهرې کړي چې عمده هدف یې له وختې مخکې ټاکنو د ترسره کیدو په هدف پر حکومت د فشار راوستل دي.

د ښاغلي خان ګوند د ملي اسامبلې څخه هم وروسته تر هغه استعفا وکړله چې دی د عدم اعتماد د رایو له مخې بې واکه او پر ځای یې شهباز شریف صدراعظم وټاکل شو.

د مخکې له وخته انتخاباتو لپاره د عمران خان د ټینګار سره سره د صدراعظم شهباز شریف په مشرۍ د پاکستان اوسنی حکومت ویلي دي چې پارلماني ټاکنې به د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر یا نومبر کې ترسره کړي.

عمران خان په ۲۰۱۸ کال کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د پلان په طرحه کولو سره د خپل هېواد صدراعظم شو، خو مخکې له دې چې خپله دوره بشپړه کړي، د دغه هېواد پارلمان هغه د نه باور رایې له لارې بې صلاحیته کړ او د صدراعظمۍ له څوکۍ یې لرې کړ.

پاکستان د خپل تاسیس له پیل راهیسې له سیاسي کړکېچونه تجربه کړي او د دغه هېواد په ۷۵ کلن تاریخ کې هېڅ صدراعظم نه دی توانېدلی چې د خپلې صدراعظمۍ دوره بشپړه کړي.