شاته

مېسي—د فټبال ولډکپ ګټلو لپاره د ارجنټینا خوب!

په نړۍ کې د فټبال تر ټولو مشهور لوبغاړی ليونل مېسي به د اتوار/یکشنبهې په ورځ خپل دویم، او ممکن ده په اخېري وار، د فټبال نړيوال کپ فاينل لوبه کوي خو د فاینل وړاندې د هر چا نظر په دې دی چې ایا نړيوال کپ به د مېسي تر لاسونو ورسيږي؟ او که نا ددغه ارمان پوره کولو پرته به مېسي دفټبال له لوبې لاس پسر شي؟

د قطر د لوسيل په لوبغالي کې دفرانس په ضد د ارجنټاین ګټه، دمېسي لپاره د نړیوال کپ ګټلو یو داسې چانس دی چې هغه لا د فټبال د یو وتلي لوبغاړي او د افسانې غوندې کيرير کې ترلاسه کړی نه دی.

که دا کپ 35 کلن مېسي وګټي نو د خپل سیال او د فټبال بل مشهور لوبغاړي37 کلن کرسټيانو رونالډو نه به هغه پرمخ ولاړ شي. رونالډوهم کله يو نړيوال جام نه دى ګټلى، خو دواړه دخپل نسل دوه عظيم مخالف لوبغاړي ګڼل کيږي.

رونالډو ددې نړيوال جام د کوارټر فاينل په پړاو کې له ټورنامنټ څخه وتلى، په دغه مهال هغه ژړلي هم وو.

مېسي به د ارجنټاين په دريشۍ یا جامو کې دخپل هيواد په وروستۍ لوبه کې په خپلو غورو شېبو باندې د لوبې مینوالو لپاره یوه نمونه پرېږدي.

دارجنټينا کوچ لاينل سکېلوني دمېسي په اړه ويلي " هر وخت چې مونږ هغه وينو، هغه مونږ ته دځان او لوبغاړو د ځانګړتیا احساس رابخښي"

" دهغه په اړه داسې څه دي چې يوازې دارجنټينا ولس نه بلکې نور خلک يې هم خوښوي "

" مونږ دوياړ او امتياز احساس کوؤ چې هغه زمونږ قميص اغوستى "

د میسی ځايې، د ډيګو ميراډونا ترڅنګ، چې دارجنټينا يو له دوو ځليدونکو ستورو څخه دى، اوس دڅه وخت لپاره خوندي کړل شوی دى ،خو هغه ته لا تر دې د ميراډونا دلويې کاميابۍ په څير خپل ټيم د نړيوال کپ اعزاز ته رسول لا پاتې دي.

ميراډونا دغسې په ميکسيکو کې په کال 1986 کې کړي وو، او مېسي خواوشا شل کاله په بارسيلونا کې د يو باصلاحيته لوبغاړي پهتوګه مخې ته دراتللو وروسته ددغسې کاميابۍ دتکرارولو په هيله پاتې شوی دى.

په 2010م کې په جنوبي افريقه کې دميراډونا دکوچ او مېسي د ځليدونکي لوبغاړي په حېث يو مثالي ټيم و، خو ارجنټينا ته دجرمني له لوري په 4-0 سره ماتې ورکړى شوې وه او دکوارټر فاينل په پړاو کې له لوبې بهر شوي و.

په کال 2014م کې چې ميسي دخپلې لوبې دعروج کلونو ته ورسيدو نو ارجنټينا په برازيل کې فاينل ته ورسيده.

يوځل بيا دوي دجرمني سره مخ شول او دميسي اړخ بايلونکى ثابت شو چې په اضافي وخت کې يې په 1-0 سره ماتې وخوړه.

اوس چې دمېسي عمر 35 کاله دى، ورته معلومه ده چې شايد دا يې په نړيوال کپ کې وروستۍ لوبه وي.

په ميډيا کې داسې راپورونه هم راغلي چې وايي د ارجنټاين ځليدونکی لوبغاړی ليونل مېسي دزيارت په ورځ د ژوبل کيدو له امله دټيم په تربيتي پړاؤ کې برخه نه ده اخستې، هيله کيږي چې مېسي به داتوار تر ورځې روغ شي اؤ دفرانس په ضد به فاينل ولوبوي او دټرافۍپه ګټلو سره به خپل وروستى نړيوال کپ يادګار جوړ کړي.

ليونل مېسي پخپل کيرير کې ريکارډ اووه ځله بيلن ډي اور ايوارډ او يوځل دفيفا دترټولو غوره لوبغاړي ايوارډ ګټلى دى.

هغه څلور ځله د اتلولۍ ليګ ټرافۍ په ګډون 11 بيلا بيل اعزازونه او يو ځل کوپا امريکا ټرافي هم ګټلې ده خو دايوارډونو په خانه کې مېسي دنړيوال کپ ټرافۍ ګټلو ته هیله من دی.

ځانګړې ویډیوګانې

په کويټه کې د ژوبل شوو پښتنو درملنه روانه ده
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00