شاته

ملګرو ملتونو طالبانو ته د افغانستان د استازیتوب څوکۍ بیا ور نه کړه، وایي طالبان دې ښکاره سزاوې بندې کړي

واشنګټن ـــــ ملګرو ملتونو طالبانو ته د افغانستان د استازیتوب ورکول رد کړي او پر دې څوکۍ یې د تېر افغان حکومت استازی پرېیښی دی او بل لور ته د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوې ډلې له طالبانو غوښتي چې خلکو ته ښکاره سزاوې ورکول سمدستي ختم کړي. طالبانو دوی ته د ملګرو ملتونو د څوکۍ نه ورکول "ناانصافي" بللې.

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د دسمبر‌ پر 16مه د رایو په اکثریت په دې نړیواله اداره کې د افغانستان د استازیتوب لپاره د طالبانو غوښتنه رد کړه او پرېکړه یې وکړه چې څوکۍ به له هماغه مخکیني استازي سره وي چې د اشرف غني په حکومت کې ور پېژندل شوی وو.

د عمومي اسمبلۍ د 193 غړیو د پرېکړې له مخې به نصیر احمد فایق د 2023م کال تر ستمبر میاشتې پورې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی وي.

په ملګرو ملتونو کې د اعتبار د کمېټۍ مشرې کېرولین راډریګس برکیټ عمومي اسمبلۍ ته وویل چې له افغانستان، برما او لیبیا څخه سیالو ډلو غوښتل په دې نړیواله اداره کې خپل استازیتوب ولري، له همدې کبله یې په دې هکله د پرېکړې ځنډولو غوښتنه وکړه چې د عمومي اسمبلۍ غړیو د رایو په اکثریت منظوره کړه. مېرمن راډریګس برکیټ وایي:

"کمېټۍ پرېکړه وکړه چې د برما، افغانستان او لیبیا د استازو د اسنادو په اړه خپله پرېکړه د راتلونکي وخت لپاره وځنډوله چې د عمومي اسمبلۍ په اوسنۍ 77مه غونډه کې به کېږي چې د را روان کال په ستمبر کې یې وخت ختمېږي".

طالبان د 2021 کال د اګست پر پینځلسمه په افغانستان کې په دویم ځل واکمن شوي، خو تر اوسه د نړۍ هیڅ هیواد یا نړیوالې ادارې د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د پرېکړې مخالفت کړی او دا یې له دوی سره "ناانصافي" بللې ده. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد طلوع نیوز ته ویلي حکومت یې غواړي چې دا حالت بدل شي:

"دا د افغانستان د خلکو په حق کې انصاف نه دی. د افغانستان څوکۍ د ملت حق دی او دلته حاکم حکومت حق لري چې هلته څوکۍ خپله کړي او څوکۍ ورته وسپارل شي".

طالبانو واک ته تر رسېدو وروسته په ملګرو ملتونو کې د څوکۍ غوښتنه کړې وه او دا ژمنه یې هم کړې وه چې د ښځو او اقلیتونو د حقونو درناوی به کوي، خو دا دویم ځل دی چې طالبانو ته د افغانستان د څوکۍ سپارلو پرېکړه وځنډېده.

طالبانو تېر کال د خپل سرپرست حکومت تر اعلانولو وروسته په قطر کې د خپل دفتر اوسنی مشر سهېل شاهین ملګرو ملتونو ته د افغانستان د دایمي څوکې تر لاسه کولو لپاره ور پېژندلی وو.

د افغانستان په تېر جمهوري نظام کې د ولسي جرګې مخکینۍ غړې فوزیه کوفي وایي، تر څو چې طالبان د افغانې ټولنې حقایقو او حقونو ته درناوی ونه لري او یو ټولشموله حکومت جوړ نه کړي هڅکله به د ملګرو ملتونو د استازیتوب څوکۍ ور نه کړل شي. فوزیې کوفي ازادي رېډیو ته ویلي:

"زه فکر نه کوم نړۍ ته دې دا مناسبه وي چې داسې ډلې ته څوکۍ ورکړي چې بشري حقونو، د ښځو حقونو، قومونو او د ټولنې نورو خلکو ته هیڅ ډول درناوی نه لري".

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د دسمبر پر 16مه په یوه اعلامیه کې ویلي چې د تېرې نومبر میاشتې له اتلسمې د طالبانو حکومت په تخار، لوګر، پروان، لغمان او کابل کې د ښځو په ګډون تر 100 ډېر کسان په ښکاره میدانونو کې په دُرو وهلي دي.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په اعلامیه کې په فراه ولایت کې یو کس ته د مرګ سزا ورکولو پېښې ته هم اشاره شوې ده او ویلي یې دي چې په عامو ځایونو کې په دُرو وهل او خلک په دار کول د نړیوالو اصولو سرغړونه ده.

د مګرو ملتونو کارپوهانو په دُرو د خلکو د وهلو او د مرګ سزاګانو پر پیلېدو سخته اندېښنه ښکاره کړې او له طالبانو یې غوښتي‌ چې په سمدستي توګه د خلکو د ځور او سپکاوي وړ ظالمانه سزاوې ژر تر ژره بندې کړي.

تر دې مخکې هم د بشري حقونو نړیوالې ادارې ایمنیسټي‌ انټرنېشنل او نورو نړیوالو ادارو د طالبانو له خوا په ښکاره په عامو ځایونو کې په دُرو د ښځو او نارینه وو د وهلو په اړه غبرګون ښکاره کړی وو.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد داسې غبرګونونو ته په ځواب کې یو ځل بیا دا "اسلامي سزاګانې" بللې وې او پر دغو سزاوو نیوکې یې د طالبانو په حکومتي چارو کې لاسوهنه بللې وه.

ځانګړې ویډیوګانې

په کويټه کې د ژوبل شوو پښتنو درملنه روانه ده
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00