شاته

ځوان سندرغاړي راشد احمد خان په پښتو موسیقۍ کې د ډاکټرۍ ډګري واخیسته

پېښور ـــــ د صوابۍ د جنډۍ کلي نامتو ځوان سندرغاړي او د هنرمندانو د حقونو فعال راشد احمد خان په پښتو موسیقۍ کې په د ډاکټرۍ یا پي ایچ ډي سند تر لاسه کولو اعزاز په خپل نوم کړی دی او د هغه په وینا دا په پښتو موسیقۍ باندې "لومړۍ ډاکټري" ده.

نوموړي د دسمبر په 15مه "د پښتو موسیقۍ د سندریز مکتبونو څېړنیزه مطالعه" د سرلیک لاندې د خپلې پي اېچ ډۍ (ډاکټرۍ) مقالې په کامیابۍ سره دفاع کړې ده او د پښتو ادیبانو او شاعرانو دغه مقاله د پښتو دپاره ځانګری ګام بللی دی.

راشد خان چې پخپله د پښتو موسیقۍ يو ځلنده ستوری دی وايي دا یې ارمان وو چې د پښتو موسیقۍ دپاره څه کار وکړي نن یې دغه ارمان پوره شو:

"چونکې زه د موسیقۍ سره تعلق لرم او کار پکې کوم نو پکار ده چې دې دپاره څه وکړم او دا زما د ماشومتوب نه ارمان وو چې خامخا به موسیقۍ له څه کوم، په دې رېسرچ کې به زه دا ووایم چې دا د پښتو موسیقۍ لومړی [سندي] ريسرچ دی او مخکې پرې چا کار نه دی کړی".

د پېښور پوهنتون د پښتو اکېډمۍ مشر پروفېسر ډاکټر نصرالله جان وزير وایي په دې مقاله کې د پښتو موسېقۍ او مکتبونو لکه يوسفزي، وزيري، سواتي، لوګري، کندهاري او دا ډول نورو مکتوبونو، موسيقارانو او راګونو په اړه ګټور او غني معلومات راټول شوي دي.

ډاکټر نصرالله وزیر وویل بايد چې دا د کتاب بڼې ته راوستل شي ځکه چې وایي که په راتلونکي کې څوک څېړنه کوي نو ډېره ګټه به ورته ورسوي:

"په دې مقاله کې د موسیقۍ د مکتبونو تاريخ په حواله سره يا د موسیقۍ سره چې کوم خلک تړلي دي يا د پښتو کوم مخصوص راګونه دي هغه او يا د موسیقۍ عمومي رنګونه دي په هغې ډېر ژور او څېړنيز کار شوی دی".

ځوان سندرغاړي راشد احمد خان خپله څېړنه د پېښور پوهنتون د پښتو څانګې د چېرمين پروفېسر ډاکټر روح الله په نګرانۍ کې ترسره کړې ده، د نوموړي ړومبی نګران نامتو اديب او څېړونکی پروفېسر ډاکټر پرويز مهجور وو خو په کال 2020م کې د هغوی تر مرګ وروسته دغه ذمه ډاکټر روح الله په سر اخیستې وه.

د دې تحقيق دپاره د نوموړي امتحان اخیستونکی پروفېسر ډاکټر فرخنده او ډاکټر نصرالله مجنون وو.

د راشد خان د پي ایچ ډي ډګرۍ د دفاع په وروستۍ غونډه کې ګډون کوونکي
د راشد خان د پي ایچ ډي ډګرۍ د دفاع په وروستۍ غونډه کې ګډون کوونکي

څېړونکي او لیکوال پروفېسر ډاکټر يار محمد مغموم وي او اې ډیوه ته وويل سندره يا موسيقي د ادب نه نه شي بېلېدای ځکه چې وایي يو بل سره يې ډېر ژور تعلق دی، وايي دا ځل په پښتو موسیقۍ په منظم ډول کار وشو:

"زمونږ دې برخوردار راشد احمد په دې ډېر کار کړی دی هسې خو په موسیقي باندي زمونږ د نظر نه ډېر مضمونونه تېر شوي دي خو په يو منظمه طريقه باندې په دې ريسرچ کول او تهيسس ليکل زما په خيال دا په لومړي وار باندې وشو".

د پېښور اسلاميه کالج پوهنتون د پښتو څانګې مشر ډاکټر اظهار الله اظهار وویل په دې څېړنه کې چې مقاله نګار په کوم ډول بابونو ته ترتیب ورکړی دا به په عملي نړۍ کې انقلاب ګڼل کېږي ځکه چې په دې کې د موسیقۍ په الاتو، اوازونو، تاريخ او دې سره د پښتو موسیقۍ يو يو مکتب پکې ښکاره کړی شوی دی:

"د پښتو چې څومره مکاتب دي د موسیقۍ يو يو پکې راښکاره کړی شو، په پوره تفصېلاتو سره زما په خيال چې دا به يو داسي مفصل تحقيقي دستاوېز وي چې راتلونکي خلک به دې نه رڼا اخلي".

راشد خان په خپله څېړنه کې ثابته کړې چې د پښتو موسیقۍ د لومړیو کلاسيکي سُرونو پېل د هندو کش د غرونو نه شوی او دا ډول د موسیقۍ لومړي درې مکتبونه يا راګونه "بايزيد روښان ايجاد کړي دي" کوم چې د ده د څېړونې له مخې "بنياد ګڼل کيږي".

په پېښور کې مېشت د پښتونخوا او افغانستان سره تړاو لرونکو سندرغاړو راشد احمد خان ته په پښتو موسیقۍ کې د ډاکټرۍ په سند ترلاسه کولو د مفکورې په نامه څيړنيز مرکز کې د سندريز ماښام تابيا کړې وه او د نغمو په ژبه يې ورته پيرزوینې وړاندي کړې دي، همداسې پر ټولنیزو رسنیو هم ګڼ شمېر خلکو هغه ته مبارکۍ ویلې دي او د هغه د ډاکټرۍ څېړنه یې د پښتو موسیقۍ د ودې لپاره لوی ګام بللی دی.

  • 16x9 Image

    عثمان خان

    عثمان خان په پېښور کې د ډيوه خبريال دی او د تعليم، سياست، کلتور، افغانستان او نورو موضوعاتو باندې رپورټونه جوړوي. د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يې د ماسټر ډګري تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

په کويټه کې د ژوبل شوو پښتنو درملنه روانه ده
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00