شاته

د ایمنیسټي انټرنېشنل مشرې شهباز شریف ته په خط کې د افغان کډوالو د خوندیتوب غوښتنه کړې

واشنګټن ـــــ د بشري حقونو لپاره کارکوونکې نړیوالې ادارې ایمنیسټي‌ انټرنېشنل په پاکستان کې د افغان کډوالو په اړه اندېښنه ښکاره کړې او د پاکستان وزیراعظم ته یې په ځانګړي خط کې ویلي، د افغان کډوالو د نیولو لړۍ دې ختمه شي او هغوی ته دې د قانوني‌ اوسېدو اجازه ورکړل شي.

د بخښنې د نړیوال سازمان یا ایمنیسټي انټرنېشنل مشرې اګنیس کالامارډ د دسمبر پر 15مه شهباز شریف ته په پرانیستي خط کې ویلي، پاکستان باید وستایل شي چې په نړۍ کې یې تر هر هېواد زیات افغانان ځای کړي، خو وایي د هغو افغانانو ژوند او خوندیتوب ته اندېښمنه ده چې د طالبانو په واکمنۍ کې پاکستان ته تللي دي.

د ایمنیسټي انټرنېشنل مشره وایي اداره یې په دې خبره ده چې افغان کډوال که د پاکستان ویزه لري که نه په دې هېواد کې د قانوني اوسېدو د کمو اسانتیاوو، تعصب او د اظهار د ازادۍ نه لرلو له کبله له سختو چېلنجونو سره مخ دي. مېرمن کالامارډ وایي:

"افغانان چې پاکستان ته په ویزه ورغلي ضرور یې باید مسلسل نوې کړي، خو رپوټونه وایي دوی بیرته افغانستان ته لېږل کېږي، چې دا کار دوی ته ګران هم پرېوزي او خطرناک هم".

د مېرمن اګنیس کالامارډ په وینا اکثر افغانان چې په تېر یونیم کال کې پاکستان ته په ویزه تللي دي هغه د بشري‌ حقونو مبارزین، خبریالان او د تېر حکومت پېژندل شوي چارواکي دي چې وایي د طالبانو له خوا له زښته زیات خطر سره مخ دي.

ایمنیسټي انټرنېشنل په داسې وخت کې د پاکستان وزیراعظم ته دا خط لېږلی چې په دې هېواد کې خصوصاً په کراچۍ ښار کې په تېرو میاشتو کې پولیسو په سلګونو افغان کډوال د قانوني اسنادو د نه لرلو له کبله نیولي وو.

د طالبانو حکومت په پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونځو په اړه تازه څه نه دي ویلي او نه یې په تېرو میاشتو کې د نیول شویو کډوالو شمېر له رسنیو سره شریک کړی دی.

شهباز شریف ته په خط کې د بخښنې د نړیوال سازمان مشرې اګنیس کالامارډ لیکلي، د قانوني اسنادو نه لرلو له کبله افغانان په پاکستان کې کورونه په کرایه نه شي نیولای، بېنک اکاونټ نه شي پرانیستلای او نه له بهره د خپلوانو ور لېږلې پیسې اخیستلای شي، د موبایل سیم کارډ نه شي اخیستلای او نه په سرکاري روغتونو کې علاج کولای شي.

په پېښور کې د افغانستان د کونسلګرۍ مخکینی جنرل کونسل عبدالحمید جلیلي وایي په تېرو میاشتو کې چې کوم خلک نیول شوي په هغوی کې ښځې او ناروغان هم شامل دي. ښاغلي جلیلي د شنبې- خالي په ورځ پر خپل فېسبوک لیکلي دي:

"يواځې د کراچۍ په زندان کې 1780 افغان تورسرې او مشران بنديان دي، تر ټولو کم عمره بندي دري مياشتنی افغان ماشوم دی، اکثريت بندي خويندې او ميندې پښتنې دي، ځينې د سرطان مريضان دي، يو شمېر ډېرې ضعيفه ميندې او پلرونه هم ورکې پراته دي".

"; //parse XFBML, because it is not nativelly working onload if (!fbParse()) { var c = 0, FBParseTimer = window.setInterval(function () { c++; if (fbParse()) clearInterval(FBParseTimer); if (c === 20) { //5s max thisSnippet.innerHTML = "Facebook API failed to initialize."; clearInterval(FBParseTimer); } }, 250); } } }; thisSnippet.className = "facebookSnippetProcessed"; if (d.readyState === "uninitialized" || d.readyState === "loading") window.addEventListener("load", render); else //liveblog, ajax render(); })(document);

عبدالحمید جلیلي وایي په دغو بندیانو کې د عبدالخلیل په نوم یو افغان او د هغه مېرمن پري ګل هم شامل وو، وایي عبداخلیل پرون د دوشنبې- خالي په ورځ په زندان کې مړ شوی دی:

"د مړه شوي‌ عبدالخليل مېرمن پرې ګل هم په زندان کې ده او د خاوند تر مرګ وروسته لا هم نه ده خوشې کړای شوې".

رپوټونه وایي پوليسو د اکتوبر پر درېیمه د کراچۍ له مومن اباد سیمې د ښځو په ګډون 130 افغانان نيولي وو، چې په هغوی کې عبدالخليل او مېرمن یې هم شامل وو.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت څو ورځې وړاندې په یوه خبرپاڼه کې هغو بهرنیانو ته- چې په غیرقانوني توګه اوسېږي- امر کړی چې د روان کال تر اخره دې له پاکستانه ووځي که نه وایي بیا به درې کاله د بند سزا ورکړل شي او بیرته پاکستان د داخلېدو په تور فهرست کې به شامل کړل شي، خو په دې خبرپاڼه کې یې یواځې د هندوستان او صومالیا وګړي یاد کړي او د افغان کډوالو ذکر پکې نه شته.

ځانګړې ویډیوګانې

په کويټه کې د ژوبل شوو پښتنو درملنه روانه ده
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00