شاته

زهرجنو الکولو هند کې په لس ګونه کسان وژلي

هندي چارواکو د شنبې په ورځ ډسمبر ۱۷ (لیدنۍ ۲۶) وویل چې ددغه هیواد په شرقي بیهار ایالت کې ۳۷ کسانو وروسته له هغه ژوند له لاسه ورکړ چې زهرجن الکول یې وڅښل، پدې ایالت کې د الکولو څښل منع دي.

نه تائید شوي راپورونه وایي، ښایي چې په یاد ایالت کې د زهرجنو الکولو د څښلو له امله څه باندې ۷۰ کسان وژل شوي وي.

د هند په یو شمیر برخو کې د الکولو پلور او مصرف منع دی. دا ممنوعیت ددې لامل شوی چې په هغه هیواد الکول په تور بازار کې پیر او پلور شي او ځینې وختونه، زهرجن الکول ددې لامل کیږي چې یو شمیر خلک ژوند له لاسه ورکړي.

د راپورونو له مخې، هر کال په هند کې سل ګونه کسان د زهرجنو الکولي څښاکو د کارونې له امله ژوند له لاسه ورکوي.

د وروستۍ تراژیدي د قربانیانو د کورنۍ غړي‌ وایي چې د دوشنبې په ورځ د څو کلیو اوسیدونکو د یو واده په مراسمو او په یو شمیر نورو محافلو کې د "ماهوا" یا "ډسي دارو" څښلي دي.

ډیری قربانیان له مړینې مخکې، د معدې له درد، د سترګو د دید د له منځه تللو او د زړه بدي سره مخ شوي وو. تر پنجشنبې پورې د ۲۰ کسانو مړینه تائید شوې وه او د شنبې په ورځ ۱۲ نور کسان چې وضعیت یې خراب ښودل شوی وو، په روغتونونو کې بسري شول.

بلخوا د پولیسو یو مقام د فرانسې خبري آژانس ته ویلي چې "په تیرو ۴۸ ساعتونو کې څه باندې ۲۴ کسان مړه شوي" د پولیسو دې چارواکي ویلي چې تر اوسه د ۳۷ کسانو مړینه تائید شوې ده.

پولیسو په تیرو دریو ورځو کې څه باندې ۱۰۰ کسان په غیر قانوني ډول الکولو د تولید او پلور په تور نیولي دي او په همدې موده کې ۶۰۰ لیتره الکول هم ضبط شوي دي.