شاته

روسیه: زموږ بریدونو اوکراین ته د بهرنیو وسلو د لیږد بهیر مختل کړی

روسیې د شنبې په ورځ ډسمبر ۱۷ (لیدنۍ ۲۶) ادعا وکړه چې پر اوکراین یې په خپلو پراخو بریدونو سره هغه هیواد ته د بهرنیو وسلو د لیږد بهیر مخه نیولې ده.

مسکو تر دې مخکې د اوکراین په بیلابیلو برخو په بریدونو سره په هغه هیواد کې د بریښنا بهیر له جدي مشکلاتو سره مخ کړی دی.

د روسیې دفاع وزارت ویلي:" د اوکراین د قوماندې نظامي سیستمونه، نظامي-صنعتي کمپلکس او د هغوی د انرژۍ ملاتړې بنسټونه په دقیقو هدف ویشتونکو وسلو په نښه شوي دي."

یاد وزارت زیاته کړې ده چې ټول ټاکل شوي هدفونه په نښه شوي دي:"د برید په نتیجه کې، د بهرنیو وسلو او مهماتو لیږد مختل شو، د جګړې سیمو ته د مهماتو د لیږد مخه ونیول شوه او د اوکراین د وسلو د تولید او ترمیم د کمپینو کار وځڼدول شو."

روسیې د جمعې په ورځ د اوکراین پر څو ښارونو د مزایلو بریدونه وکړل، خلک یې په تیارې کې کینول او ملکي وګړي یې له اوبو او د کورونو د تودیدو له امکاناتو محروم کړل.

د فرانسې خبري اژانس لیکلي، وروسته له هغه چې مسکو د جګړې په میدان کې له شرمه څو ډکې ماتې ولیدلې، هغه هیواد د اکتوبر میاشتې راهیسې د اوکراین پر هغو محلاتو چې مسکو یې له پوځ سره تړلي بنسټونه بولي، هوایي بریدونه پیل کړي دي.

امریکا اوکراین ته د پیټریټ توغندي ورکوي

امریکایي رسنیو د سه شنبې په ورځ ډسمبر ۱۳ (لیندۍ ۲۲) راپور ورکړ چې پنټاګون اوکراین ته د پیټریټ مزایلو د ورکړي د پلان په نهایي کولو کار کوي، هغه سیستم چې کولی شي په اوکراین توغول کېدونکي مزایل نسکور کړي.

امریکایي چارواکو نیویارک ټایمز او سي ان ان ته ویلي، په داسې حال کې چې روسیې د اوکراین پر بنسټونو د مزایلو بریدونه ډیر کړي، کیدای شي د ولسمشر بایډن حکومت روانه اوونۍ د یاد سیستم د ورکړي اعلان وکړي.

د اوکراین هوایي دفاعي سیستم د روسیې د یرغل پرمهال مهم رول لوبولی دی خو دا چې مسکو په ځمکنۍ جګړه سیمې له لاسه ورکړي او بیا یې د اوکراین د انرژۍ پر بنسټونو بریدونه ډیر کړل، کیف له نورو هیوادونو په خاص دول له متحدو ایالتونو څخه د پیټریټ مزایلو د سیستم غوښتنه کړې ده.

د امریکا پوځ د پیټریټ مزایلو سیستم چې رادار، د کنټرول مرکز، د برېښنا د تولید وسایل، او تر اتو پورې د توغول کیدو امکانات لري "تر ټولو پرمختللی هوایي دفاعي سیستم بللی دی."