شاته

شمالي وزیرستان: دوه ځایي کسان د نامعلومه وسله والو لخوا په هدفي توګه وژل شوي دي

افغانستان سره په پوله پرته دخېبر پښتونخوا شمالي وزیرستان کې بیا د هدفي وژنې پېښه شوې او میر علي تحصیل خدري سیمه کې دسیمې دوه کسان وژل شوي دي.

پولیس دا پېښه تاییدوي او وایي پېښه بیګاه د شپې دمیر علي تحصیل په خدري سیمه کې شوې ده.

د میرعلي پولیس ټانې چارواکي وایي د وژل شوؤ کسانو پېژندګلو د اکرام الله او یوسف په نومونو شوې چې د علاقې ځایي اوسیدونکي دي.

د دوی په خبره د شپې پرمهال شخصي ګاډي کې روان وو چې نامالومه کسانو پرې ډزې کړې او د ډزو په نتیجه کې په ګاډي اور لګیدلۍ او دواړه کسان پکې سوځیدلي دي.

د پولیس چارواکو په وینا کورنۍ یې ورته ویلي چې چا سره شخصي دښمني نه لري او د نامالومه کسانو پرضد یې مقدمه درج کړې او د پېښې پلټنې یې پېل کړې دي.

روانه ددسمبر میاشت کې په شمالي وزیرستان کې د هدفي وژنو دا دویمه پېښه ده .

د سیمې سره تړاؤ لرونکي د ملي جمهوري غورځنګ صوبایي ویاند جمال داوړ وایي وژل شوو کسانو کومه شخصي دښمني نه لرله او په علاقه کې به تش لاس ګرځیدل.

هغه وویل دا کسان د پوځي پوستې سره نزدې په څو میټره فاصله کې وژل شوي او دا پېښه په سیمه کې د روانې ناامنې یوه کړۍ ده

په شمالي وزیرستا کې د هدفي وژنو دا تازه پېښه په داسې حال کې شوې چې د ناامنۍ پرضد د شمالي وزیرستان د اتمانزو قامي جرګې احتجاجي پرلت د جولایۍ دمیاشتې نه دوام لري چې پکې د هدفي وژنو د مخنيوي غوښتنې کیږي او د حکومت سره یې د سیاسي ګوندونو په منځګړیتوب خبرې پېل کړي دي.

په شمالي وزیرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال عید رحمان وایي پرله پسې ترسره کېدونکو هدفي وژنو د سیمې ځایي خلک د سختې ویرې سره مخ کړي دي.

ډيوه سره خبرو کې هغه وویل دضرب عضب عملیاتو وروسته په علاقه کې خلک د ناامنۍ پرضد احتجاجي مظاهرې کوي او دې ناامنۍ ځایي خلک بیا دخپلو سیمو په پریښولو مجبور کړي دي ځکه چې د امن په غوښتنه په دوی د ترهګرۍ او د غدارۍ مقدمې درج کیږي.


وي او اې ډیوه په دې اړه د شمالي وزیرستان د پولیسو مشر فرحان خان سره د رابطې هڅه کړې خو هغه وویل په غونډه کې دی بیا ځواب کوي خو تر دې مهاله یې ځواب نه دی کړی.

په شمالي وزیرستان اؤ پیوست سیمو کې دهدفي وژنو دا لړۍ په داسې حال کې چټک شوې ده چې په 28م نومبر تحريک طالبان پاکستان د پاکستان د حکومت سره ډز بندي ختمه کړې ده.

په ورستيو کلونو کې د پاکستان پوځ د افغانستان سره په پوله جنوبي او شمالي وزیرستان کې د وسله والو خلاف عملیات کړي او يلي يې دي چې سیمه یې د وسله والو نه خالي کړې ده خو د سیمې اوسېدونکي وايي د علاقې امنیت د تسلۍ وړ نه دی.

دضرب عضب عملیاتو نه وروسته خلک په دوام داره توګه په سيمه کې د امن برقرار ساتلو غوښتنه کوي اؤ د دوی په وینا تر ضرب عضب عملیاتو وروسته قابو540 ځایي کسان په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.

د جولایۍ په میاشت کې د شمالي وزیرستان د انتظامیې مشر شاهد علي يوې خبري غونډې ته ویلي وو سږ کال تر دې دمه 63 کسان په هدفي بریدونو کې وژل شوي چې زیاتره دا پېښې په میرعلي سب ډویژن کې شوي دي.

د علاقې پولیس او د پاکستان پوځ وخت په وخت ویلي حالات په قابو کې دي او هره پېښه د هدفي وژنو نه وي بلکې په سیمه کې زیاتره مهال خلک یو بل په شخصي دښمنیو کې سره ووژني او هغې ته بیا د هدفي وژنې نوم ورکوي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

په صوابۍ کې د پوليو ناروغۍ په اړه سټيج ډرامه شوې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:33 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00