شاته

د امریکې خارجه وزارت چین سره د مقابلې دفتر "چاینا هاوس" پرانېستلو

د امریکې په سټېټ ډپارټمنټ یا خارجه وزارت کې د جمعې په ورځ افس اف چاینا کوارډينېشن پرانېسته وشوه. دغه دفتر چې په غیر رسمي ډول د "چاینا هاوس" په نام هم یادېږي چین سره د امریکې د مقابلې د چارو انتظام به کوي.

د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن د چاینا هاوس د پرانېستل کېدو په لړ کې د دستورې مشري وکړه.

سټېټ ډپارټمنټ په یو بیان کې وویل افس اف چاینا کوارډينېشن به د صدر جوبایډن د تصور سره سم د ټول شموله او ازاد نړیوال نظام د قیام او چین سره د امریکې د تعلقاتو څارنه کوي.

سټېټ ډپارټمنټ وايي چین د بلېنکن د نوي تګلارې اهمه برخه ده او په اینده لسیزه کې چین په اړه د امریکې په تګلاره د عملدارۍ دپاره به ټول صلاحیتونه او وسایل استعمالولی شي. هغه وویل دا یو پېچیده جغرافیايي او سیاسي مشکل دی چې دوی ورسره مخامخ دي.

په چاینا هاوس کې به په سټېټ ډپارټمنټ او د بهر نه د چینايي امورو ماهرین، د نړیوالو او د امنیتي چارو کاروپوهان، د اقتصاد او ټېکنالوجۍ ماهرین، سفارتکاران او د سټرېټيجېک مواصلاتو کارپوهان یو ځای کار کوي.

سټېټ ډپارټمنټ وايي چاینا هاوس به د چین په اړه په رابطه کارۍ کې بهترۍ راولي او د امریکې د اتحادیانو سره همکاري به نوره ښه او ژوره کړي.

یادونه: د وي او ای د دې رپورټ ځېني معلومات د روېترز خبري ادارې نه اخیستل شوي‌ دي


ځانګړې ویډیوګانې

امریکا د دفاع په خاطر اوکراین ته د میزایل نظام ورکولو فیصله کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:19 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00