شاته

په ایران کې د جمعې په ورځ د حکومت په ضد نور احتجاجونه وشول

په سلګونو کسانو د ایران په زاهدان ښار کې د احتجاجونه وکړل او د حکومت په ضد یې نعرې پورته کړې.

په ایران کې احتجاجونه د سېپټمبر په میاشت کې د ایراني پولیس په ولکه کې د 22 کلنې مهسا امیني د مرګ وروسته شروع شوي او لا دوام لري.

په زاهدان کې د جمعې په ورځ شوو احتجاجونو ځېني وډیوز د وي او ای فارسۍ څانګې ترلاسه کړي دي چې ښښي مظاهره چیان د حکومت خلاف نعرې پورته کوي او ایراني امنیتي ځواکونو ته چې پاسداران انقلاب ځواکونو هم پکې شامل ووپېغورونه ورکوي او مماثلت یې د داعش وسله والې ډلي سره کوي. دغه شان وډیوز په سوشل ميډیا هم شریک شوي دي.

په یو وډیو کې لیدل کې د احتجاج ګډون وال وايي "دا قوم ازادي غواړي، دا قوم تصفیه غواړي."

د انساني حقونو فعالان وايي په احتجاجونو کې په سلګونو کسان د ایراني حکومت د سختو اقداماتو په نتیجه کې وژل شوي چې په نړیواله کچه یې غندنه هم شوې او په سر يې په ایران پابندۍ هم لګول شوي دي.

د وي او ای د فارسۍ څانګې ترمخه، په زاهدان کې سني عالم مولوي عبدالحمید د جمعې په ورځ وویل چې د تېرو څو میاشتو د مظاهرو باوجود حکومت د ولس اواز نه اوري.

ایراني چارواکي وايي امریکا، اسرایل او نور مغربي ملکونه په ایران کې احتجاجونو ته لمن وهي.

مهسا امیني ایراني پولیس په دې الزام نیولي وه چې حجاب یې په مناسب ډول نه و اغوستی. د هغې کورنۍ ویلي د امیني په بدن د تشدد نخښې وې. ایراني مامورینو ویلي امیني د ناورغۍ نه مړه شوي او د هغې د مرګ تحقیقات یې شروع کړي دي. مطبوعاتي رپورټونه وايي د امیني د مرګ نه پس ایران د اخلاقي پولیس څانګه ختمه کړې ده.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ په متحده قومونو کې د امریکې په یو قرارداد د ووټونو په اکثریت ایران د مېرمنو په اړه د یو کمېشن یا شورا نه لرې کړو. د ایران خارجه وزارت دغه قرارداد رد کړی او دا یې غیرقانوني بللی دی.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای فارسۍ څانګې د رپورټ نه اخیستل شوي دي


ځانګړې ویډیوګانې

امریکا د دفاع په خاطر اوکراین ته د میزایل نظام ورکولو فیصله کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:19 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00