شاته

دچمن ـ سپین بولدک په نښته پاکستان دطالبانو دحکومت ناظم الامور خارجه دفتر ته راغوښتی

پاکستان دچمن - سپین بولدک سرحدي سیمه کې اوړمه ورځ دافغان طالبانو دسرحد ساتونکو ځواکونو لخوا په شوؤ ډزو افغانستان ته سخت احتجاج کړی اؤ په اسلام اباد کې یې افغان ناظم الامور خارجه وزارت ته رابللی دی.

دجمعې په ورځ دپاکستان دخارجه دفتر له لوري خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې افغان ناظم الامور ته دا خبره ورپه یاده کړل شوې ده چې د وګړو تحفظ د دواړو هیوادونو مسولیت دی اؤ دداسې رقم پېښو مخنیوي ته اړتیا ده.

اعلامیه کې راغلي دي چې په دې مهال دناوړه پېښو دمخنیوي لپاره دجوړ اداره جاتي میکانزم نه په استفادې کولو دواړه خواوې سلا شوې دي.

دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر داعلامیې له مخې پاکستان افغانستان سره د ورورولۍ اړیکو جوړولو ته هوډمن دی خو ددې مقصد لپاره دافغانستان اؤ پاکستان په پوله دیو سوله ییز چاپېریال شتون لازم اؤ اړین دی.

په اسلام اباد کې دافغان طالبانو دحکومت ناظم الامور وروسته له هغې دپاکستان لخوا احظار کړی شوی چې د زیارت په ورځ په چمن ـ سپین بولدک سرحدي سیمه کې دافغان طالبانو دسرحد ساتونکو ځواکونو اؤ پاکستاني‌ پوځ ترمنځ دازغن تار پسر سختې نښتې وشوې .

ددې نښتو په مهال د دواړو هیوادونو عسکرو په یو بل سخته ګوله باري کړې وه چې پکې دپاکستان اړخ ته يو تن وژل شوى او 15 نور ژوبل شوي اؤ دافغانستان اړخ ته هم د14و کسانو دژوبل کيدو اطلاعات ترلاسه شوي وؤ.

له دې وړاندې د11م دسمبر په شپه هم ددواړو خواو ترمينځ په چمن ـ سپین بولدک سرحدي سیمه کې دګوله بارۍ له امله دپاکستان اړخ ته 8 کسان وژل شوي او 17 نور ژوبل شوي وؤ، دافغانستان اړخ ته هم دطالبانو لخوا ديو تن دوژل کيدو او شمير نورو دژوبل کيدو خبر ورکړل شوى و.

دپاکستان دپوځ ویاندې ادارې ایي ایس پي ار پخپل یو بیان کې ویلي چې دچمن په ښاري ابادۍ دافغانستان له لوري ټوله ورځ دمه، په دمه شوؤ ړندو ډزو کې ګڼ شمیر بېګناه وګړي ژوبل شوي دي.

خو دافغانستان ددفاع وزرات بیا د اوړمې ورځې د نښتې پړه په پاکستان اچولې ده اؤ ویلي یې دي چې په سپین بولدک ولسوالۍ کې ډزې دپاکستان عسکرو له لوري پیل شوې وي.

دطالبانو دحکومت ددفاع وزارت پخپله یوه بیانیه کې ویلي چې د دوي حکومت د هرې ستونزې لپاره خبرې اترې یوه معقوله لار ګڼي اؤ منفي اقدامات او د جګړې لپاره بهانې لټول د یوه لوري په ګټه هم نه دي.

د روانې اوونۍ په پیل کې دپاکستان ددفاع وزیر خواجهاصف پارلیمان ته ویلي وؤ دطالبانو حکومت په دچمن په پوله په پاروونکې ګوله بارۍ اؤ ډزو بخښنه غوښتې ده اؤ دا ستونزه اوس هواره شوې ده خو دتېر اتوار په ورځ دشوې دغې جګړې په اړوند طالب دمشرانو دبخښنې هیڅ بیان په میډیا نه دی خپور شوی.

ځانګړې ویډیوګانې

امریکا د دفاع په خاطر اوکراین ته د میزایل نظام ورکولو فیصله کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:19 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00