شاته

بلاول بوټو:ټي ټي پي ته دپاکستان له پولو بهر خوندي ځالې ورکړل شوې دي

دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري وایي په دې وروستیو کې دپاکستان پوځ دتحریک طالبان پاکستان اؤ نورو ترهګرو ډلو پرضد په پراخه کچه عملیات کړي دي خو وایي له بده مرغه ټي ټي پي ته دپاکستان له پولو بهر خوندي ځالې ورکړل شوې دي.

دجمعې په ورځ دامریکې نیویارک ایالت کې دپېښور ارمي پبلک سکول دپېښې په یاد راجوړې شوې دستورې ته خپله وینا کې ښاغلي بلاول ویلي دپاکستان پوځ دټي ټي پي اؤ نورو ترهګرو ډلو پرضد په پراخه کچه عملیات کړي اؤ خپله زمکه یې ددغو ترهګرو نه پاکه کړې ده.

خو هغه وویل چې اوس طالبان دافغانستان له پولو بهر تللي اؤ هلته ورته خوندي ځالې ورکړل شوې دي.

بلاول بوټو کې هرڅو نه دي ویلي چې طالبانو ته خوندي ځالې چا ورکړې دي خو پاکستاني چارواکي وخت په وخت په دعوې کوي چې طالبان افغانستان کې خوندي ځالې لري.

تېرکال چې په ۱۵م اګست طالبانو افغانستان کې په واک قبضه وکړه نو دهغې راپدیخوا دافغان طالبانو په منځګړتوب دپاکستان ریاست په کابل کې ټي ټي پي سره دسولې مذاکرات پیل کړي وؤ اؤ دواړو خواؤ اوربند هم اعلان کړی ؤ خو د نومبر په ۲۸مه، کالعدم تحریک طالبان د اوربند ماتولو اعلان وکړو اؤ خپلو وسله والو ته یې په پاکستاني ځواکونو د بریدونو امر کړی ؤ.

نیویارک کې راجوړې شوې دستورې ته وینا کې خارجه وزیر بلاول بوټو زرداري ویلي دپېښور په ارمي پبلک سکول دترهګریز برید پړه طالبانو پغاړه اخستې وه چې پکې ۱۳۲ماشومان اؤ اته استاذان اؤ مامورین وژل شوي وؤ.

هغه وویل دملګرو ملتونو امنیت شورا اؤ نورو غړو هیوادونو ټي ټي پي یو ترهګر تنظیم ګرځولی اؤ پاکستان ددې ډلې پرضد خپله خاوره کې په پراخه کچه پوځي عملیات کړي اؤ خپله خاوره یې دترهګرو څخه پاکه کړې ده.

دبلاول بوټو زرداري په څېر دپاکستان پوځ هم وخت په وخت دعوې کوي چې خاوره یې دترهګرو نه پاکه کړې ده خو ددې دعوؤ سره سم پاکستان کې په پوځ ،پولیسو اؤ ایف سي ځواکونو دبریدونو لړۍ هم دوامداره ده چې ددې زیاتره بریدونو ذمه واري تحریک طالبان پغاړه اخلي.

څېړونکي اؤ سیاست مداران نیوکې کوي چې یو خوا ریاست ټي ټي پي ترهګره ډله ګرځولې ده اؤ بلخوا ورسره دسولې لپاره مذاکرات کوي چې ددې دوه مخې پالیسۍ له امله طالبان نور هم مضبوط شوي اؤ یو وارې بیا یې دخیبر پښتونخوا بیلابیلو سیمو کې خپل ډاګیز فعالیتونه پیل کړي دي.

پاکستان کې دمرکزي حکومت دایتلافي پیپلز ګوند سینیټر رضا رباني روانه اوونۍ پخپل یو بیان کې ویلي وؤ تېرو څو مياشتو كې په ټول هېواد او په خاصه توګه په خېبر پښتونخوا كې د ترهه ګرۍ په پېښو كې زياتوالي سره سره رياست حقايق پټوي.

هغه ویلي وؤ د تحریک طالبان پاکستان له خوا د اوربند د پای ته رسولو اعلان په ډاګه کوي چې د پاکستان خلک ددې هر څه څخه بې خبره ساتل کېږي او دا چې د تشدد ډکې تندروۍ سره د مقابلې لپاره روښانه پالیسۍ ته اړتیا ده.

ددسمبر په نهمه نیټه د پاکستان د ترهګرۍ ضد قومي ادارې نېکټا د سېنېټ د کورنيو چارو کمېټۍ ته ویلي وؤ چې د امن مذاکراتو په مهال وسله والو (تحریک طالبان پاکستان)خپل فعاليتونه سېوا کړي ځان یې پياوړی کړی او د هغې وروسته ترهګر بريدونه سېوا شوي دي.

نېکټا زياته کړې د افغانستان نه د امريکايي ځواکونو وتلو سره ټي ټي پي پياوړې شوې او په افغانستان کې يې ځان مضبوط کړی دی.

خارجه وزیر بلاول بوټو زرداري هم پخپله وینا کې ویلي چې تحریک طالبان پاکستان ته دپولې پورې غاړې ته خوندي ځالې په لاس ورغلي دي.

هغه ویلي د ټي ټي پي اؤ نورو ترهګرو ډلو دختمولو لپاره د نړیوالې ورورولس هوډ ته اړتیا ده.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

امریکا د دفاع په خاطر اوکراین ته د میزایل نظام ورکولو فیصله کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:19 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00