شاته

امریکا وايي اوکراین سره به د امنیت په برخه کې نوره مروسته کوي

د روس د دې خبرداري باوجود چې امریکا دې اوکراین ته جدید پېټرېیټ مزایل نه ورکوي، د امریکې د قومي سلامتیا رابطه کار جان کربي ویلي واشنګټن به کییف سره د امنیت په برخه کې نور امداد ورکوي.

وي او ای سره د جمعې په ورځ مرکه کې د جان کربي نه پوښتنه وشوه چې آیا امریکا به د روس خبردارې ته پام ګرځوي، نو هغه وویل روس نه امریکې او نه بل ملک ته ویلي شي چې اوکراین سره دې څه قسمه مرسته وکړي.

کربي وویل واشنګټن د کییف سره قدم به قدم روان دی، هره ورځ د اوکرایني چارواکو سره دوی د ضرورتونو په اړه خبرې کوي او دا خبره یقیني کوي چې ضرورتونه پوره کړي.

کربي وویل په داسې حال کې چې روسي ځواکونه په اوکرایني هدفونو هوايي بمباري زیاته کړې، کروز مزایلې او ایراني ډرون استعمالوي نو د اوکراین د هوايي دفاعي صلاحیت زیاتول د کییف لوی ضرورت دی.

کربي وویل د واشنګټن توجه په دې خبره ده چې اوکراین په داسې انداز کې د جنګ په مېدان کامیابي ترلاسه کړي څنګه چې یې د اوکراین صدر ولادومېر زېلېنسکي مناسب ګڼي. هغه زیاته کړه امریکا اوکراین ته دا هدایات نه ورکوي چې څنګه د خپلې علاقه دفاع وکړي.

د جمعې په ورځ قام ته د وډیو دلارې خپله وېنا کې صدر زېلېنسکي وویل چې روس په اوکراین دحملو دپاره نور ډیر مزایل لري.

اوکرایني چارواکي وايي روس د اوکراین په غیرپوځي هدفونو بجلي ګرونو او د توانای د مرکزونو په شان په بنیادي اسانتیاو حملې زیاتې کړي دي. هم د جمعې په ورځ روس د اوکراین په یو بجلي ګر ورستۍ حمله وکړه.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د روس خارجه وزارت وویل که امریکا اوکراین ته پېټرېیت مزایل دفاعي مزایل ورکوي نو ماسکو به دا راپارونکی حرکت بلي چې کرېملېن يې جواب کې اقدامات کولی شي.

د وزارت ترجمانې ماریه زخاروا دا واضحه نه کړه چې د ماسکو جواب څه کېدلی شي.

امریکايي چارواکو دا هفته خبرنګارانو ته امریکې د دې ارادې تصدیق کړی چې ممکنه ده اوکراین ته پېټرېیټ مزایل ورکړی شي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي اوای د رپورټ ترڅنګ د روېټرز، ای اېف پي او ای پي خبري ادارو نه هم اخیستل شوي دي


ځانګړې ویډیوګانې

امریکا د دفاع په خاطر اوکراین ته د میزایل نظام ورکولو فیصله کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:19 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00