شاته

مالیزیا کې د ځمکې ښویدنې په پیښې کې ۱۸ تنه وژل شوي

په مالیزیا کې چارواکي وایي په محلي وخت جمعه ډسمبر ۱۶ (لیندي۲۵) د دې هیواد د سیلانګور په ایالت کې لږ تر لږه ۱۸ کسان چې ماشومان هم پکې شامل دي، د ځمکې ښویدو په پیښې کې وژل شویدي.

چارواکي وایي پیښه پداسې یو ځای کې شوې چې خلک ورته د سیل لپاره ورځي او همالته شپې کوي.

په پیښه کې ۱۷ تنه بې درکه شوي هم دي او مسؤلینو ویلي چې دا کمپ په غیر قانوني توګه جوړ شوی و او چلوونکو یې هیڅ ډول جواز نه درلود.

د ژغورنې عمله سیمې ته رسیدلې خو دا چې په ځینو ځایونو کې غټې ډبرې لویدلې او آن په یو شمیر ځایونو کې خټه تر زنګنونو پورته ده، د ژغورونکو کار یې لا ډیر ګران کړی.

مسؤلینو ویلي چې د ژغورنې عمله د غټو وسایلو او ماشین آلاتو سره کوښښ کوي چې ژوندي پاتې شوي کسان وژغوري.

ویل کیږي چې شاوخوا ۴ سوه د ژغورنې عمله په مړیو او ژوندیو پسې ګرځي او د ژغورنې پدې عملیاتو کې د ځانګړیو سپیو څخه هم ګټه اخیستل کیږي چې د همدې کار لپاره روزل شویدي.

تحقیق کوونکي وایي تر اوسه پدې کمپ کې د ځکې ښویدنې علت ندی معلوم. دا کمپ تقریباً په یو هکتار ځمکه کې جوړ شوی.

چارواکو سیمه ایزو مطبوعاتو ته ویلي چې د کمپ چلوونکو لازم اسناد نه درلودل او احتمال شته چې جنایي تورونه به پرې ولګول شي.

په مالیزیا کې پدې موسم کې ښوونځي رخصت وي او په عادي توګه خلک د خپلو کورنیو سره یو ځای د ښار څخه لیرې په غرنیو سیمو کې د سیل لپاره ځي او همالته شپې او ورځې تیروي.

د ژغورنې عملې ویلي یوه نجلۍ او میرمن یې پداسې حال کې پیدا کړي چې یو بل ته یې غیږې ورکړې وي او په ګمان یې چې ښایي لور او مور به وي خو نور جزیات یې ندي ورکړي.