شاته

ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ طالبانو ته ورنکړل شوه

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې جمعه ډسمبر ۱۶ (لیندي۲۵) د رایو په غوڅ اکثریت پدې نړیوالې ادارې کې د افغانستان د استازیتوب لپاره د طالبانو غوښتنه رد کړله او پرېکړه یې وکړه چې څوکۍ به د پخواني استازي سره وي چې د مخکني جمهور رئیس محمد اشرف غني په واکمنۍ کې دې ادارې ته ور پیژندل شوی و.

ملګرو ملتونو د طالبانو تر څنګ د برما د نظامي حکومت او د لیبیا په ختیځ کې مخالف حکومت غوښتنه هم رد کړله.

د عمومي اسامبلې د ۱۹۳ غړیو پریکړه پدې معنی چې نصیر احمد فایق به د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر تر میاشتې پورې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی وي.

په ملګرو ملتونو کې د باور لیکونو د کمیټې مشرې او د ګیانا استازې کارولاین راډریګز-برکیټ عمومي اسامبلې ته پخپل راپور کې وویل چې د افغانستان، برما او لیبیا څخه سیالو ډلو غوښتلي چې پدې نړیوالې ادارې کې خپل استازیتوب وکړي او له همدې کبله یې پدې هکه د پریکړې ځنډولو غوښتنه وکړله چې د عمومي اسامبلې غړیو د رایو په اکثریت منظوره کړله.

طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته رسیدلي خو تر اوسه هیڅ کوم هیواد یا نړیوالې ادارې د دې ډلې سرپرست حکومت په رسمیت ندی پیژندلی.

طالبانو واک ته تر رسیدو وروسته په ملګرو ملتونو کې د څوکۍ غوښتنه کړې وه او دا ژمنه یې هم کړې وه چې د میرمنو او اقلیتونو د حقونو درناوی به کوي.