شاته

په افغانستان کې یو شمېر مېرمنې د ښځینه حمامونو د بیا پرانیستلو غوښتنه کوي

دوی وايي، چې په کورونو کې د منظمې برښنا او پوره اسانتیاوو د نشتوالي له امله، نه‌شي کولای چې خپل او د خپلو ماشومانو پاکوالي ته پاملرنه وکړي.

د افغانستان د لوېدیځ هرات ولایت یوه اوسېدونکې وايي، خور یې په تشناب کې د ګاز نیولو له اوس مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې ده.

نوموړې وايي: "څو میاشتې کېږي چې طالبانو ښځینه حمامونه تړلي، هوا سړه ده او په عمومي توګه برښنا شتون نه‌لري."

زما خور د تشناب ګرمولو لپاره یې د ګازو ډبه تشناب ته وړې وه چې له هغه امله ګازو نیولې او اوس بستر ده."

هغې وويل چې په دې سړه هوا کې دوى د تشناب ګرمولو لپاره نور امکانات نه‌لري.

د هرات دغه اوسېدونکې چې نه‌غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته یې وویل، د طالبانو له حکومته غوښتنه کوي چې ښځینه حمامونه دې بېرته پرانیزي.

هغه وايي: "همدا اوس، زه د هرات ولایت په یوه کلینیک کې یم، ښځینه حمامونه ټول بند دي او زما خور د تشناب ګرمولو لپاره یې د ګازو ډبه تشناب ته وړې وه چې له هغه امله ګازو نیولې او اوس بستر ده."

انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

نسیمه چې د کابل ښار اوسېدونکې او د څلورو ماشومانو مور ده هم ورته هیله لري.

هغه وايي، د منظمې برښنا د نشتوالي له امله دوی په کور کې د تشناب د ګرمولو له فرصته بې برخې دي او ډېری خلک دې ته اړ دي چې د ځان مینځلو لپاره له عامه حمامونو څخه کار واخلي.

برښنا نه‌شته، هیڅ هم نه‌لرو، هیڅ شی نه‌شو کارولی. ماشومان هم ډیر خیرن شوي دي."

اغلې نسيمه وايي: "برښنا نه‌شته، حمامونه بند دي، موږ به په اوونۍ کې یو ځل حمام ته تلو، پخوا به مو په اوګرمي( آب ګرمي) اوبه ایشولې، اوس هغه هم نه‌کېږي، برښنا نه‌شته، هیڅ هم نه‌لرو، هیڅ شی نه‌شو کارولی. ماشومان هم ډیر خیرن شوي دي."

د حمامونو د بندېدو له امله د ښځو اندېښنه په داسې حال کې ده، چې د بشري حقونو د سازمانونو او نړیوالو مرستندویو ټولنو د راپور پر بنسټ، د افغانستان شاوخوا ۹۰ سلنه خلک په دې ژمي کې د خوراکي توکو او سون توکو د چمتو کولو توان نه‌لري.

د طالبانو حکومت په دې وروستیو کې حمامونو او تفریحي پارکونو ته د ښځو پر تګ بندیز لګولی.

مخکې له دې چې د طالبانو حکومت دا پرېکړه وکړي، د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ښځو له ښځینه حمامونو څخه د ځان او خپلو کوچنیو ماشومانو د مینځلو او همدا رنګه د جامو مینځلو لپاره کار اخیسته.

د طالبانو د حکومت له ویاند ذبیح الله مجاهد څخه مو وپوښتل چې ایا د دوی په حکومت کې د ښځینه حمامونو پرانیستل ممکن دي او که نه؟

نوموړي ازادي راډیو ته په ځواب کې لیکلي: "دا پوښتنه د امربالمعروف له ویاند څخه وکړئ."

د طالبانوحکومت د امر بالمعروف وزارت ویاند هاکف مهاجر د دې راپور تر خپرېدو پورې د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب نه‌دی ویلی.

ښځې په داسې حال کې د ښځینه حمامونو له تړلو شکایت کوي، چې یوازې څو ورځې د ژمي پیلېدو او د یخنۍ ډېرېدو ته پاتي دي.