شاته

د وي او ای په شمول د یو شمېر مطبوعاتي ادارو د خبریالانو توېټر اکاونټونه معطل شوي 

سوشل میډیا وېب پاڼې د یو شمېر خبریالانو اوکاونټونه ځنډولي دي چې پکې په قامي کچه د وي او ای مشر خبریال سټیو هرمن هم شامل دی.

په ټوېټر د هرمن په پاڼه دا پېغام لیدل کېږي دا اکاونټ ځنډول شوی دی.

د هرمن، د امریکې د سي اېن اېن ټېلې وژن، د نیویارک ټایمز، د واشنګټن پوسټ او د ځینو نورو خبریالانو په ټوېټر اکاونټونو هم دغه د اکاونټ د ځنډېدو پېغام لیدل کېږي.

ټوېټر د خبریالانو اوکاونټونه د زیارت، پنجشنې، په ورځ معطل کړي دي.

د وي او ای رپورټ وايي د ټوېټر نوي مالک ایلان مسک تېره میاشت ویلي وو چې هغه د بیان د ازادۍ ملاتړ کوي.

ټوېټر د خبریالانو د اکاونټونو معطل کولو علت نه دی څرګند کړی او د وي او ای رپورټ وايي ټوېټر ته لېږل شوي ایمېلونه د دې پېغام سره بېرته راغلي چې دا نه شي لېږل کېدی.

د کومو خبریالانو چې اوکاونټونه معطل کړی شوي زیاترو پکې د ټوېټر په تګلارو کې د بدلون په اړه مضمونونه لیکلي او یا يې په سوشل میډیا پوسټونه کړي دي.

د ټویټونو په جواب کې ایلان مسک د زیارت،‌ پنجشنبې، په ورځ په ټوېټر وویل چې په هغه ټوله ورځ تنقید کول خیر دی خو دا معلومات چې هغه کوم ځای دی څرګندول د هغه کورنۍ د خطر سره مخامخ کوي او دا خیر نه دی.

مسک وویل د نورو خلکو په شان د ټوېټرو د ځینو اصولو اطلاق په خبریالانو هم کېږي او هغه دا چې د ټوېټر اصولو د چا د شخصي معلوماتو د شریکولو اجازت نه ورکوي. هغه دغه اصول doxxing یا ډاکسنګ بللی دی.

د وي او ای خبریال سټیو هرمن په ټوېتر 112000 فالورز لري. هغه د زیارت، پنجشنبې، په ورځ ناوخته وي او ای ته وویل چې ټونس یې ترلاسه کړی چې وايي اکاونټ یې په مستقل ډول معطل کړی شوی دی. هغه وویل د نوټس سره یو لېنک هم و چې پکې د معطل کېدو خلاف اپیل کولی شي خو کله چې هرمن دغه لېنک کلیک کړو نو ورته وویل شو چې څه نتیجې ترلاسه نه شوې
د وي او ای خبریال سټیو هرمن په ټوېتر 112000 فالورز لري. هغه د زیارت، پنجشنبې، په ورځ ناوخته وي او ای ته وویل چې ټونس یې ترلاسه کړی چې وايي اکاونټ یې په مستقل ډول معطل کړی شوی دی. هغه وویل د نوټس سره یو لېنک هم و چې پکې د معطل کېدو خلاف اپیل کولی شي خو کله چې هرمن دغه لېنک کلیک کړو نو ورته وویل شو چې څه نتیجې ترلاسه نه شوې

د دې نه وړاندې مسک یو بل اکاونټ elonjet@ معطل کړی و ځکه چې د هغه شخصي جهاز یې فالو کړی و. دغه معلومات په عامه کچه دستیاب دي. مسک وویل د دغه اکاونټ د معلوماتو په بنیاد د هغه د زوي تعقب شوی و.

په کومو خبریالانو چې بندیز لګول شوی ځینو پکې د دغه پېښې په اړه خبرونه ورکړي خو سي اېن اېن په خپله خبر پاڼه کې د اعتماد وړ سرچینو له قوله ویلي چې دغو خبریالانو د مسک ځای نه دی څرګند کړی چې هغه کوم چېرته و.

مسک وویل د ډاکسنګ معطل کېدل به د اووه ورځو دپاره وي. د خبریالانو د اکاونټونو د معطل کېدو وروسته ټوېټر د فلالورز نه وپوښتل چې دغه اوکاونټونه دې کله بحال کړی شي نو 43 فیصد فالورز په سمدستي ډول د اوکاونټونو د بحالۍ حمایت وکړو خو مسک وویل هغه به بیا بله سروی کوي.

د وي او ای خبریال هرمېن د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د @elonjet په اړه خبر ورکړی و. هرمن وي او ای ته وویل د زیارت، پنجشنبې، په ورځ یې د دغه خبر په لړ کې ډیر ټویټونه کړي و. هغه وویل په اخیري ټویټ کې یې د واشنګټن پوسټ د یو مضمون لېنک هم شریک کړی و او ویلي وویل چې په ټوېتر د خبریالانو "قتل عام" ته نور ردعمل ښودل شوی دی. د دې وروسته د هغه اوکاونټ معطل کړی شو.

د وي او ای ترجمان (ترجمانې) نیجېل ګېبز په یو بیان کې د غوښتنه وکړه چې د هرمن اوکانټ دې بحال کړی شي. ادارې وویل هرمن په نړیوالو او قامي مضوعاتو خبرنګاري کوي او د هغه د اکاونټ معطل کېدل د خبریال په حېث د هغه په کار کې خنډان پېدان کوي.

نیویارک ټایمز د ټوېتر ګام د افسوس او د پوښتنې وړ وبللو او ویې وېل نه خو د اخبار خبریال مېک راین او نه هم ادارې ته دا وضاحت ورکړی شوی دی چې د راین اکاونټ ولې معطل کړی شوی دی. اخبار امید څرګند کړو چې ځنډول شوی اکاونټونه به بحال کړی شي او ټوېټر به په دې اړه د اطمینان وړ وضاحت وکړي.

سي اېن اېن وویل د ټوېټر اقدام بالاجواز و او د ټوېټر نه یې وضاحت غوښتی دی. سي اېن اېن وویل د ټوېټر د جواب به بنیاد به ورسره د اینده تعلقاتو ته کتنه کوي.

د اعتماد او تحفظ په اړه د ټوېټر نوي مشرې الیا اېون تېره میاشت روېټرز خبري ادارې ته وویل چې په موادو د نظرساتلو دپاره ټوېټر اټومېټېک نظام استعمالوی.

د وي او ای خبریال سټیو هرمن په ټوېتر 112000 فالورز لري. هغه د زیارت، پنجشنبې، په ورځ ناوخته وي او ای ته وویل چې ټونس یې ترلاسه کړی چې وايي اکاونټ یې په مستقل ډول معطل کړی شوی دی. هغه وویل د نوټس سره یو لېنک هم و چې پکې د معطل کېدو خلاف اپیل کولی شي خو کله چې هرمن دغه لېنک کلیک کړو نو ورته وویل شو چې څه نتیجې ترلاسه نه شوې.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریالې جېسېکا جېرېیټ او د روېټز خبري ادارې د رپورټ نه اخیستل شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې

امریکا د دفاع په خاطر اوکراین ته د میزایل نظام ورکولو فیصله کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:19 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00