شاته

د پاکستاني ځواکونو او طالبانو په سرحدي جګړه کې یو تن وژل شوی 

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د چمن-سپین بولدک په سرحدي سیمه کې د پاکستاني ځواکونو اؤ افغان طالبانو ترمنځ د زیارت، په ورځ بیا جګړه شوې چې چارواکي پکې لږ تر لږه د یو تن د وژل کېدو او تر 12 پورې د نورو کسانو د زخمي کېدو تصدیق کړی دی.

د پاکستاني ځواکونو او د طالبانو په جګړه کې د یو تن د وژل کېدو د خبر نه وړاندې چمن نه د وي او ای ډیوه خبریال خبریال نعمت الله سرحدي ویلي وو چې د دواړو خواو تازه نښتې هم په زاړه مقام شیخ لعل محمد مقام پیل شوي اؤ بیا له دغې سیمې نورو سیمو ته هم غځېدلي دي. په دغه سیمه کې د اتوار، يکشنبې، په ورځ او د پاکستان او طالبانو جنګ شوی و.

د بلوچستان اېډيشنل چیف سېکرېټري زاهد سلیم روېټرز خبري ادارې ته وویل چې پاکستاني ځواکونو په پوله د ازغن تار هغه برخه مرمت کوله چې د اتوار، یکشنبې، په ورځ په جګړه کې ماته شوې وه. هغه وویل په دغه مهال پرې د پولې د پورې غاړې نه ډزې وشوې او دا ډول جګړه شروع شوه.

د رپورټ ترمخه، د طالبانو د دفاع وزارت، د ټوېټر دلارې وویل چې ډزې لومړی پاکستاني ځواکونو شروع کړې وې.

د طالبانو د فاع وزارت " متأسفانه چې نن ورځ یوځل بیا د افغانستان په سپن بولدک ولسوالۍ د پاکستاني عسکرو له لوري ډزې پیل شوې او جګړه نښتې.اسلامي امارت د هرې ستونزې لپاره خبرې اترې یوه معقوله لار ګڼي، منفي اقدامات او د جګړې لپاره بهانې لټول د یوه لوري په ګټه هم نه دي."

د طالبانو په ټويټ کې په پېښه کې د تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.

روېټرز په سیمه کې د یو پاکستاني چارواکي له قوله وايي یو ملکي تن وژل شوی او 12 نور زخمیان شوي دي چې ښځې او سړي پکې شامل دي. دغه چارواکي وویل چې جګړه لا دوام لري.

دواړه خواوې دیو بل پرضد توپونه اؤ نورې درنې وسلې کارولې اؤ عیني شاهدان وایي چې په ډزو کې دواړو خواو ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتو اندېښنه ده.

د سختو نښتو باوجود هم د دچمن په مقام دپاکستان اؤ افغانستان ګډه پوله باب دوستي نه ده تړل شوې خو ویل کیږي د جګړې له امله دواړو خواؤ ته پیاده خلک اؤ زیاتره تجارتي ګاډي دامنیتي اندېښنو له امله معطل شوي دي.

دچمن دسول روغتون مشر یا ایم ایس ډاکټر لال مالک اڅکزي منلې چې تر دې وخته 12 زخمیان روغتون ته ور وړل شوي چې میرمنې هم پکې شاملې دي.

دسیمې نه عیني شاهدانو ډیوه ته ویلي چې افغان طالبانو په شیخ لال محمد سیمه کې دازغن تار ترڅنګ یوه پوسته جوړول غوښتل اؤ پاکستان په دغه پوسته اعتراض لرلو.

دسیمې نه د ډیوه دخبریال ترمخه دواړه لوري دیو بل پرضد دسپکو اؤ درنو وسله ازادلنه استعمال کوي چې دسیمې په خلکو کې یې سخته ویره ترهه خوره کړې ده.

لمړي معلومات ښایي چې دې ډزو کې دتوپو یو شمیر ګولې ذ بوغره اؤ دکسټم هاوس په سیمو کې دخلکو په کورونو هم لګیدلي چې درنه مرګ ژوبله یې اړولې ده خو ددې مرګ ژوبلې دقیقه شمیره لا نه پاکستاني چارواکو په ډاګه کړې ده اؤ نه هم افغان طالبانو لا په دې هکله څه ویلي دي.

د سختو ډزو له امله دسیمې اوسیدونکو ته د مال روډ،بوغره روډ،بایي باس اؤ بارډر روډ دخالي کولو وینا شوې ده اؤ دچمن په سول روغتون کې بېړنی حالت پرځائ کړل شوی دی.

دچمن سول روغتون مشر ډاکټر لال مالک اڅکزي وي او ای ډیوه ته منلې ده چې تر دې مهاله ۱۲ ټيپان روغتون ته ور وړل شوي دي چې درې میرمنې هم پکې شاملې دي.

وي او ای ډیوه ته دسیمې خلکو ویلي چې دغه ژوبل کسان کورونو کې دګولیو په لګیدو لګیدلي دي اؤ دځینو حالت پکې اندېښمن دی.

دا په روانه اوونۍ کې په شیخ لال محمد سیمه کې دپاکستاني ځواکونو اؤ افغان طالبانو دویمه سخته نښته ده چې په پوله د ازغن تار لګولو په لانجه مخې ته راغلې ده.

دتیرې یکشنبې په ورځ هم په شیخ لال محمد کې دپاکستاني ځواکونو اؤ افغان طالبانو ترمنځ یوه درنه نښته شوې وه چې دغه نښته بیا نورو سیمو ته هم غځېدلې وه اؤ دواړو خواؤ ته پکې مرګ ژوبله رامنځته شوې وه.

خو وروسته بیا د دواړو هیوادونو دسیمه ییزو چارواکو دتماسونو په نتیجه کې دغه نښتې ودریدلې وې.

یادونه: د دې رپورټ ځینې معلومات د روېټرز خبري نه اخیستل شوي دي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

فلسطیني عیسایانو په غربي غاړه کې د کرسمس لپاره تیاری نیولي   
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:19 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00