شاته

صرافان وايي په پاکستان کې په غیر قانوني مارکیټ کې ډالر ګران دی

په پاکستان کی د غیر ملکي زرمبادله د کموالي او د روپۍ د غورځېدو له وجی د انټر بینک مارکیټ نه پرته په غیر قانوني مارکیټ کې ډالر په زیاته بيعه خرڅیږی او د اقتصاد پوهان وایې په بهر هیوادونو کی کارکونکي پاکستانيان د ډالر د زیاتې بیعی له وجی د بینکونو په ځای په غیر رسمي چينلونو پاکستان ته پېسې لیږي.

اقتصاد پوهان وايي د افغانستان سره د بېنکونو د رسمي چينلونو د نشت والي په وجه سوداګر د غیر قانوني یا بلیک مارکیټ څخه ډالرز ترلاسه کوی.

د پاکستان وزارت خزانې فیصله کړې چې افغانستان ته د غیر قانونی ډالرو، غنمو او يوريا په تګ نظر وساتی او نړيوال بېنک وایي روان مالي کال پاکستان ته د ترسیلات زر د کمي هم امکان دی.

د پاکستان مرکزي بینک وایې په انټر بینک مارکیټ کی د روپۍ په مقابل کې د ډالر بيعه 224 روپۍ او 45 ده خو په غیر قانوني مارکیټ کی ډالر په 240 روپی خرڅیږي.

د پیسو د بدلونکو د اتحادی مشر ملک یوستان وی او ای ډیوه ته وایي د انټر بېنک مارکیټ په مقابله کی په غیر قانونی مارکیټ کی د ډالر بيعه زیاته ده او په انټر بینک مارکیټ کی د ډالرو د کمي په وجه سوداګر د ازاد مارکیټ نه په ګرانه بيعه ډالر ترلاسه کوي.

ملک بوستان وايي د پېسو په انتقال قانوني پابندۍ زیاتې شي نو دا بیا غیر قانونی لارې اختیار کړي په افغانستان کی د طالبانو د واک وروسته بینکي چینلو په ذریعه د پیسو تګ راتګ نه کیږی او بیا د افغانستان او پاکستان سوداګر د خپلو ضرورتونو پورا کولو دپاره د هنډي او غیر قانوني مارکیټ نه ډالرې اخلي او بیا د بهر نه پاکستانی وګړی هم په غیر رسمی لارو پیسی رالیږي.

د پاکستان وزارت خزانه فیصله کړې چی د غیر قانوني پیسو د بدلونکو په ضد به ګامونه اخلي او افغانستان ته د غیر قانوني ډالرو، غنمو او سرو په تګ به هم نظر ساتي.

د پاکستان مرکزي بینک وایې دا وخت د غیر ملکي زرمبادله ذخیره 6.7 اربه ډالره ده چی د یوې میاشتې د درامداتو برابر ده د اپریل په میاشت کی د ایتلافی ګوندونو د حکومت وروستو غیر ملکی زرمبادله ذخیره د 10 اربه ډالره نه 6 اربه ډالره ته راکوزه شوې ده.

د اقتصاد ماهر طاهر امین وی او ای ډیوه ته وایې په پاکستان کی ډالر نه ترلاسه کېږي او د بهر هیوادونو نه خلق په غیر رسمی ډول پیسی رالیږي.

هغه وویل پاکستانۍ روپۍ غورځېدلې او په قانوني طریقه پاکستان ته د پېسو په لېږلو فیسونه هم ګران شوي چې د غیر قانوني مارکیټ د استعمال لویه وجه ده.

د پاکستان مرکزی بینک ملک نه د بهر د ډالرو په انتقال مختلف بندیزونه لګولي چې دا ډول د زرمبادله بچت وکړی شي.

بینک د سفر په وخت د ډالرو د وړو شرح د 10000 نه 5000 ته راکمه کړي د 2000 ډالره د اخېستو دپاره یې بینک اکاونټ لازمي کړی او درامداتو دپاره لیټرز آف کریډټ هم نه پرانستل کیږی چی له وجی خلق غیر قانوني مارکیټ نه ډالر اخلي خو د مرکزی بینک مشر جمیل احمد ویلی یوازي 15 فیصد درامدات په حکومتی کنټرول کې دي او 90 فیصد درامداتو بندیزونه نشته او 50زره ډالره پورې ایل سيز پرانستل شوي دي.

مرکزی بینک وایې روان مالي کال حکومت ته 33 اربه ډالر ضرورت دی او په دې 23 اربه ډالره قرضې هم واپس کول دي چې پکې 10اربه ډالره کرنټ اکاونټ خساره هم شامله ده .

ځانګړې ویډیوګانې

د افغانستان سرښار کابل په یو هوټل حمله
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:24 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00