يورپين یونین اوکراین سره په نور امداد او په روس د نورو بندیزونو غور کوي
د يورپین یونین خارجه وزیران د ګل، دوشنبې، په ورځ خپله غونډه کې اوکراین سره په نور مالي امداد او په روس د نورو بندیزونو غور کوي او امریکې ژمنه کړې چې اوکراین سره به خپل امداد دوامداره ساتي په داسې مهال چې روس د اوکراين په بنیادي سهودلتون حملې کوي.
د پورپين یونین خارجه وزیرانو چې په برسلز کې اوکراین سره په کوم نور مجوزه امداد بحث وکړو ترمخه یې اوکراین ته وسلې د اخیستلو دپاره دوه اشاریه یو بېلین ډالر ورکېدلی شي.
د سږ کال د فېبرورۍ په میاشت کې په اوکراین د روس د یرغل په سر یورپين یونین په ځینو روسي تنانو او کمپنو اته ځله پابندۍ لګولي دي. د یورپي ملکونو د پابندیو په نهم پړاو کې به د روس د حکومتي چارواکو ترڅنګ د روس د دفاع او د بېنکونو او د صنعتونو برخې شاملې وي.
په برسلز کې د يورپي چارواکو د غونډې نه مخکې د امریکې صدر جوبایډن د اتوار، يکشنبې، په ورځ د اوکراین صدر ولادومېر زېلېنسکي او د ځینو نورو یورپي سره په ټېلې فون خبرې وکړې.
وایټ هاوس په یو بیان کې وویل چې صدر بایډن ژمنه وکړه چې اوکراین سره به د امنیت، اقتصاد او بشري امداد په برخه کې مرستو ته دوام ورکوي او د جرمونو او ظلومونو په د روس نه حساب اخلي او روس به د خپل جارحیت قیمت ادا کوي.
صدر زېلېنسکی وویل د اتوار، یکشنبې، په ورځ يې د ترک صدر رجپ طیب اردوان سره خبرې وکړې چې هغه معاهده په ځای وساتل شي چې ترمخه يې اوکراین د خپلو دریو بندرونو لارې غله برامد کوي.
د ګل، دوشنبې، په ورځ د یو اېن اېډ مشر مارټن ګرېفېتس د څلورو ورځو په سفر اوکراین ته ورسېدو. هغه به د روسي بمبارۍ له امله د بې کوره شویو خلکو د استوګنې مرکزونو او هغه پناه ځایونو ته هم ورځي چې د هغو کسانو دپاره جوړ کړی شوي چې د روسي بمبارۍ دلاسه يې په کورونو کې بجلي، اوبه او د کور د ګرمولو انتظام تباه شوی دی.
اقوام متحده په یو بیان کې وویل ګرېفېتس به په بنیادي سهولتونو د حملو اثراتو ته کتنه کوي په داسې حال کې چې په سیمه کې سخته یخني شروع شوې.
مطبوعاتي رپورټونه وايي روس د اکتوبر د میاشت راهسې د اوکراین د توانای په نظام حملې شروع کړي دي. صدر زېلېنسکي ویلي په شهري هدوفونو د روس حملې جنګي جرمونه دي. ماسکو وايي دغه جایز عسکري هدفونه دي.
صدر زېلېنسکي د اتوار، يکشنبې، په ورځ قام ته خپله روزانه وېنا کې وویل چې په جنوبي ښار اوډیسه کې بجلي په جزوي ډول بحال کړی شوي ده. د خالي، شنبې، په ورځ په ښار کې په دوو بجلي ګرو د روسي حملو وروسته یونیم مېلین خلکو دپاره بجلي منقطع شوي وه.
یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي، روېټرز او ای اېف پي خبري ادارو نه اخیستل شوي دي